شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / آيا موږ ژوندى ولس يو؟

آيا موږ ژوندى ولس يو؟

جنرال نيكولسن يو ځل بيا پر پاكستان نيوكه وكړه چې پر ژمنو سربېره يې تراوسه په عمل كې هېڅ نه دي كړي.

د امريكايي چارواكيو له لوري له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې د پاكستان پرخلاف دغه ډول څرګندونې له تېرو ۱۷ كلونو راهيسې همدغسې دوام كوي، دغه نيوكې نور له كلېشې هم وځي، د مسخرو بريد ته رسېږي.

ملنډې او مسخرې هم اصلاً زموږ پر ولس وهل كېږي.

په دې كې زموږ هغه ياران هم شامل دي چې د امريكايي چارواكيو له يوې نيوكې سره دوى نور د پاكستان كيسه ختمه بولي او په اونيو اونيو ولس ته دا ډنډورې وهي چې نور پاكستان منزوي شو، پاكستان ته امريكا نور انتظار او صبر نه كوي….

ډېره د شرم خبره دا ده چې ۱۷ كاله كېږي زموږ حكومتي چارواكي، سياستوال او رسنۍ په همدې دوكه كېږي، دوى تراوسه په سيمه او هېواد كې د دې بدمرغې لوبې هغه اصلي بڼه درك نه كړاى شوه، دوى په دې هم ونه پوهېدل چې دغه لوبه اصلاً د امريكا ده، په سيمه كې له امريكا سره د لوبې شريك پاكستان دى.

د پخواني ولسمشر حامد كرزي دريځ د ډېرو ترخو تجربو محصول دى. هغه دا درك كړې چې امريكا افغانستان ته يوازې د جګړې د دوام د ډګر اړتيا لري. نوموړي له كلونو راهيسې دغه خبره تكرار كړې چې د افغانستان د سولې كيلي له امريكا او پاكستان سره ده.

پخوانى ولسمشر به نورې سل ستونزې ولري خو په دغه خبره كې يې وزن دى. دا دي ۱۷ كاله كېږي چې د افغانستان په لانجه كې پر پاكستان نيوكې كېږي، هغه هېواد ته ګواښونه تكرارېږي، خو زموږ په هېواد كې جګړې او مرګونه نوي ابعاد خپلوي، د سولې او آرامۍ لارې او ګودرې نورې هم پېچلې كېږي. امريكا د ترهګرۍ د ځپلو په نوم زموږ پر كليو او كورونو قيامتونه راكوز كړي دي، نور پوځونه رالېږي، زموږ پر ولس د ماتم تور سيورى غوړېدلى. د دنګو دېوالونو تر شا ناست چارواكي لا هم د امريكا په دوستۍ! وياړي.

څو ورځې وړاندې د ګردېز پر امنيتي مركز له بريد وروسته د پكتيا قومي مشر پاچا خان ځدراڼ يوه پر ځاى ګيله كوله، ويل يې له ولس نه مې ډېره ګيله كېږي چې ولې يې داسې بې كفايته چارواكيو ته سرونه ټيټ دي، ښايي هم له سياستوالو، مدني فعالانو او قومي مشرانو دا د هر باضميره افغان ګډه ګيله وي، راځئ له ځانه وپوښتو آيا موږ ژوندى ولس يو؟

دا وګورئ

زموږ پر ولس څه ډول لوبې كېږي؟!

ډېره عجيبه ده چې د ايشيا فونډېشن د آسيا برخې مشر عبدالله احمدزي په اړه ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *