دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / پخوانی ولسمشر حامد کرزی: که امریکا په یوازې ځان د ترهګرۍ جګړه نشي ګټلی، د سیمې له هېوادونو دې مرسته وغواړي

پخوانی ولسمشر حامد کرزی: که امریکا په یوازې ځان د ترهګرۍ جګړه نشي ګټلی، د سیمې له هېوادونو دې مرسته وغواړي

 

امریکایانو له طالبانو سره د مبارزې او طالبانو د امریکا له حضور سره د مخالفت په پلمه په افغانستان کې نامعلومه جګړه روانه ساتلې ده

واشنګټن باید په افغانستان کې د روانې جګړې په تړاو، چې سیمه یې هم بې ثباته کړې، روسیې، چین او هند ته وضاحت او قناعت ورکړي

مسكو – پخوانی ولسمشر حامد کرزی، چې په روسیه کې یې د نړیوال امنیت په پنځم کنفرانس کې ګډون کړی وايي، تر دې، چې وضعیت لا هم خراب شي، امریکا باید له کنټروله د وضعیت د وتلو او دغه راز دا چې ولې امریکا او ناټو له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ناکام شول، د سیمې لویو هېوادونو ته وضاحت ورکړي.

هغه زياته كړه: “که د امریکا متحده ایالات په یوازې ځان دغه جګړه نشي ګټلای، له روسیې، چین او هند څخه دې مرسته وغواړي. امریکا باید افغانانو او نړۍ ته دا روښانه کړي، چې ولې هرڅه خراب شول. له دې وړاندې، چې وضعیت تر دې لا هم بدتر شي اوس هم فرصت شته دی، چې پر وضعیت بیا فکر وشي او له دغه حالته د وتلو لپاره د سیمې له مهمو هېوادونو روسیې، چین او هند سره سلا مشوره وشي. په بله معنا، د امریکا متحده ایالات او ناټو سازمان باید هغوى ته وضاحت ورکړي.”

حامد کرزي د روسیې له ټلویزیون سره په خبرو کې وایي، روانه جګړه ځکه د افغانانو لپاره مبهمه ده، چې د جګړې دواړه لوري خپله جګړه د یوه بل په فعالیتونو پورې تړلې بولي.

كرزى زياتوي: “طالبان وایي تر هغه به جګړه کوي، چې ټول امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه نه وي وتلي، امریکایان هم وایي، تر هغه به په افغانستان کې وي، چې جګړه پای ته نه وي رسېدلې. نو یوه اعلامیه بله اعلامیه تقویه کوي. د دې لپاره، چې امریکایان په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره پلمه ونه لري، طالبان باید جګړه پای ته ورسوي او د سولې خبرو ته مخه کړي. له هغه وروسته به افغانان له امریکا او نورو هېوادونو سره د خپلو اړیکو په تړاو پرېکړه وکړي.”

حامد کرزی پر افغانستان د بهرني یرغل پر وړاندې د امریکا پر بې تفاوته پاتې کېدو په نیوکې سره وایي، طالبان له بهرني ملاتړ پرته نشي کولی د کندز په څېر مهم ښار ونیسي. د کرزي په باور، امریکا باید د دغه راز پېچلې جګړې د پټو اړخونو په تړاو افغانانو ته وضاحت ورکړي.

همدارنګه نوموړي زياته كړه: “موږ په دې پوهېږو، چې په دغه راز لوی شمېر کې وسله وال له بهرني ملاتړ پرته نه شي سره یوځای کېدای او د افغانستان پر یوه لوی ښار دغه راز ستر برید نه شي کولای. اوس، که له بهره د دوی ملاتړ کېږي، چې موږ فکر کوو پاکستان یې ملاتړ کوي، نو زموږ متحد، امریکا چې په افغانستان کې پوځي اډې او له موږ سره امنیتي تړون لري او ژمنه یې هم کړې، چې د بهرني یرغل په صورت کې به له افغانستان نه دفاع کوي، باید په دې اړه وضاحت ورکړي او افغانانو ته اصلي واقعیتونه وویل شي.”

حامد کرزی له یوې مخې د سولې له خبرو انکار ناسم بولي او ټینګار کوي، چې تېرو څوارلسو کلونو وښوده، چې د افغانستان ستونزه د جګړې له لارې نه شي اوارېدی.

دا وګورئ

ملي مشارکت ګوند: تش په نوم رهبران د افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن وهي

  په افغانستان کې روان وضعیت له بل هر وخت څخه ډېر بحراني شوى، اړتیا ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *