شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / ولې اوسنۍ افغان جګړه قومي وبولو؟

ولې اوسنۍ افغان جګړه قومي وبولو؟

ف، فايض

افغانستان يو داسې هېواد دى چې همدا اوس يې په خلكو كې ۴۷ ژبې ژوندۍ دي او خپل ويونكي لري. همدارنګه قومونه به يې ښايي تر دې هم زيات وي؛ خو دا يواځې افغانستان نه دى چې دومره قومونه په كې ژوند كوي؛ بلكې د نړۍ ډېر هېوادونه دي چې مختلف قومونه په كې ژوند كوي، په همدې ايران او پاكستان كې څومره قومونه ژوند كوي، پر دې اساس افغانستان د داسې قومونو درلودونكى دى چې ټولو قومونو په كې د تاريخ په اوږدو كې د ورونو په څېر ژوند كړى او همېشه يې له خپلو عقيدتي او ملي ارزښتونو، ځمكنۍ بشپړتيا او ملي واكمنۍ او سياسي استقلال نه په ګډه دفاع كړې ده. د بېلګې په توګه له انګريزي تجاوز سره زموږ ټولو قومونو د يوه وجود په توګه ګډه مبارزه كړې ده.

كله چې په ۱۳۵۸ (۱۹۷۹) كې روسانو پر افغانستان تجاوز وكړ، د افغانستان هېڅ قوم نشته چې د دغه كفري تجاوز پر وړاندې يې په جهاد كې برخه نه وي اخستې. البته دا سهي ده چې موږ لوى متوسط او كوچني قومونه لرو چې هر قوم په جهاد كې د خپل ظرفيت په اندازه برخه واخيسته؛ برخه ټولو واخيسته او له ګډو ارزښتونو نه يې په ګډه دفاع وكړه. دا جګړه چې د جګړې نوم اخيستل به هم ورته مناسب وي، ځكه جهاد او جنګ سره تفاوت لري، يوه كاملاً هم عقيدتي جګړه وه، هم ملي او تر شا يې مشترك اهداف پراته وو، دا جګړه هېڅكله قومي نه وه او نه ورته قومي ويلى شو.

كله چې مجاهدين بريا ته ورسېدل، نو يوې داسې جګړې سر راپورته كړ، چې پخپله يې ځانته نوم پيدا كړ او هغه وه «تنظيمي جګړه» طالبانو چې كومه جګړه پيل كړه كه څه هم هغوى خپله جګړه «جهاد» باله خو دا جګړه هېڅكله هم جهاد نه و؛ بلكې ګرانه ده چې سړى ورته مشخص نوم وموندلاى شي؛ ځكه هغه وخت طالبان د هغو مجاهدينو پر خلاف جنګېدل چې څوارلس كاله يې د كابل د كمونستي حكومت او روسي تجاوز پر وړاندې جهاد كړى و. دا سهي ده چې د مجاهدينو په ليكو كې يو لړ ستونزو سر راپورته كړ؛ خو هېڅكله دا جواز نه شو موندلاى چې د مجاهدينو پر وړاندې د جهاد اعلان وشي. كه چېرې دې جګړې ته د فساد پر خلاف او اصلاح جګړه يا مبارزه ويل شوې واى، ښايي يو څه منطق يې لرلاى واى، خو له طالبه پرته بل هېچا هم دا جګړه د جهاد په نامه نه منله او نه يې اوس منلاى شي. كه طالبان اوس خپلې جګړې ته جهاد وايي، ښايي د امريكا او ناټو حضور د هغوى دې ادعا ته يو څه د توجېه جامې ورواغوندي؛ خو هغه وخت خو نه امريكا وه ا نه ناټو، بلكې مسلمان له مسلمان سره جنګېده او نوم يې د جهاد وركاوه. حقيقت دا دى چې جګړه له همغه وخته كاملاً استخباراتي شوه، خصوصاً چې په ۲۰۰۱ كې امريكا افغانستان ته پښې را اوږدې كړې، دلته د امريكا او ناټو هېوادو پر استخباراتو سربېره د ګاونډيو  هېوادو استخبارات هم فعال شول، كه څه هم دا استخبارات پخوا هم غلي نه وو ناست؛ خو دا مهال يې لا پسې وزرونه وكړل. ولې نننۍ جګړې ته د «نيابتي» جګړې نوم وركړل شوى دى، دا ځكه چې دلته جګړه مار د نورو د ګټو جګړه كوي؛ څوك د امريكا، څوك د انګليس، څوك د ګاونډيانو او دا اوس څوك د روس د ګټو جګړه پر مخ بيايي، څوك چې له كومه ځايه تغذيه كېږي د همغوى د اهدافو جګړه به پر مخ بيايي دا كه طوعاً وي كه كرهاً. كه چېرې وسله وال مخالفين د هغوى د ګټو جګړه ونه كړي؛ نو يو هېواد هم دې ته نه دى چمتو چې يو كارتوس په تحفه كې وركړي، او ولې يې وركړي؟

اوس راځو يوه بل حقيقت ته:

په دې كې شك نشته چې د انګريزانو له وخته نيولې تر دا اوسه پورې هر استعمارګر هېواد هڅه كړې ده چې د افغانانو ترمنځ د نفاق زړى وكري او دوى پخپلو كې يو پر بل بې باوره كړي او بالاخره يې خپلمنځي جګړې ته چمتو كړي؛ دا كار انګريزانو هم كړى، روسانو هم كړى او زموږ ګاونډيانو هم كړى، د بېلګې په توګه جنرال مشرف څو ځلې د پښتنو د حقوقو خبره وكړه، حال دا چې هغه هندى الاصله پاكستانى  و، هغه نه پښتون و او نه د پښتنو خواخوږى؛ بلكې داسې اسناد موجود دي چې هغه امريكا د پښتنو د سركوبولو لپاره هڅوله. ايرانيانو خو ان جنګيز پهلوان په اصطلاح د مقاومت له قواو سره ملګرى كړى و؛ د هغه مهمه دنده دا وه چې د شمال جبهه د پښتنو پر وړاندې وهڅوي او مخالفت ته لمن ووهي. امريكايانو هم عمدتاً پښتانه وټكول، بمبارد يې كړل، كورونه يې ور وران كړل. امريكايانو ان د بن له بدنام كنفرانسه خصوصاً د پښتنو پر خلاف دښمنانه ګامونه پورته كړل. روسانو ان چې د خلق دموكراتيك ګوند له منځه د پښتنو پرخلاف د غير پښتنو د سنګر جوړول پيل كړل؛ ان چې د ببرك كارمل پلوي جنرالانو د ډاكټر نجيب پر وړاندې د همدې قومي او ژبني اختلاف په وجه پر يوه كودتايي عمل لاس پورې كړ. ډاكټر نجيب له بېسواده دوستم نه ډگر جنرال جوړ كړ او لوړو نظامي پوړيو ته يې ورساوه چې په حقيقت كې يې ډاكټر نجيب محسن و؛ خو ده د كارمل د كودتا په رأس كې ځاى ونيو او ډاكټر نجيب يې بالاخره د مرګ پنجو ته وسپاره.

دغه قومي او ژبنى تفكر بالاخره د مجاهدينو ځينو ليكو ته هم را انتقال شو، د جبل السراج ائتلاف د غير پښتنو قوتونو له خوا د پښتنو پرخلاف د يوه مورچل د جوړولو هڅه وه. ماته دا په يقين سره ثابته شوه چې يو شمېر افرادو او كړيو د ښاغلي حكمتيار او ملا محمد عمر مجاهد مخالفت د هغوى د پښتونولى لپاره كاوه. په هغه ورځ چې چار آسيا سقوط وكړ او حكمتيار د خپلو قواو سره سروبي ته پر شا شو يوه كس چې اوس د پارلمان غړى دى په يوه ناسته ويلي وو چې:

«برو در بين پشتونها دگه اينطور كس نماند كه در برابر ما مقاومت كند».

ګورئ داسې نه وه چې له ښاغلي حكمتيار او ملا محمد عمر سره به سليقوي اختلاف جواز نه درلود او نه دوى له اشتباه نه معصوم ګڼل كېداى شواى. له ښاغلي حكمتيار سره به همدا اوس ډېر حزبيان سليقوي او حتى اصولي اختلافات ولري، له همدې لامله يو شمېر حزبيان لا تراوسه له حزبه بهر پاتې دي البته دا قضاوت به هغه څوك ښه كولاى شي چې په دې اختلاف كې څوك پر حقه دى چې دې اختلافاتو ته له يوې درېيمګړې زاويې نه وګوري؛ نو دغسې اختلاف له حزبه بهر د يو چا حق هم و؛ خو دا چې دوى پخپله خوله دا ډول اعترافات كول نو هله معلومه شوه چې خبره بل څه ده، خو بيا هم اوسنى جنګ هېڅكله قومي نشو ګڼلاى، څوك يې چې ګڼي دا به د هغوى خپل قضاوت وي؛ خو دغسې قضاوت نه حقيقت لري او نه يې عنوانول زموږ له ملي ګټو سره تطابق لري. دا جنګ بې له شكه د افغانانو په لاسو او د افغانانو په تلفاتو د بهرنيانو د ګټو جنګ دى چې د ښاغلي عبدالكريم خرم د خبرې په تأييد امريكا يې په سر كې راځي؛  ځكه امريكا زوروره ده او په دغه جنګ كې يې د ګټو ببر هډوكى خپلې مخې ته اېښى دى او زه د ښاغلي خرم له دې خبرې سره هم كاملاً توافق كوم چې د بهرنيانو له توطيو سره سره د قومي او ژبني تعصب د اور تاو نور په كښېناستو دى، ځكه دا تعصب له محدودو افرادو او كړيو سره دى او عام ولس پرې باور نه لري.

دا وګورئ

حكومت له امريكا سره پر خپلې مبهمې دوستۍ پر بيا كتنې مكلف دى

ف، فايض په نړۍ كې هېڅ داسې هېواد نشته چې خپله يوه مشخصه كورنۍ او ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *