شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / افغان تاریخ پوهان: ډیورنډ فرضي کرښه هېڅ قانوني او حقوقي رسمیت نه لري

افغان تاریخ پوهان: ډیورنډ فرضي کرښه هېڅ قانوني او حقوقي رسمیت نه لري

 

یو دولت هم د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه د حقانیت حقوقي اسناد نه لري او نه دغه کرښه تراوسه کوم امیر لاسلیک کړې ده

تېرو حکومتونو د يادې كرښې په اړه د عملي اقدام پر ځای له شعاري څرګندونو کار اخيستی دى

کابل – افغان تاریخ پوهان وايي چې هېڅ کوم دولت د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه د حقانیت حقوقي اسناد نه لري او نه دغه کرښه کوم امیر په رسمیت پېژندلې ده.

په داسې حال کې چې پر ډیورنډ فرضي کرښې د پاکستان له لوري د اغزن تار لګولو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده او افغان حکومت هم په دې تړاو چوپتیا غوره کړې، خو په وړاندې یې له حکومته بهر غبرګونونه دوام لري چې تېره ورځ په دې اړه یو سیمینار جوړ شوی و.

دا سیمينار د لوی افغانستان تحریک لخوا رابلل شوی و چې په باور یې دا وخت په سیمه کې نوي فرصتونه رامنځته شوي او له دغو فرصتونو نه د استفادې په خاطر دوی په بېلابېلو سیمو کې غونډې رابللې دي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو پخوانی وزیر سلیمان لایق او افغان تاریخ پوه حبیب الله رفیع وايي، اسناد او مدارک ښيي چې ډیورنډ فرضي کرښه هېڅ ډول قانوني او حقوقي رسمیت نه لري.

پر دوی سربېره نورو افغان لیکوالانو، تاریخ پوهانو او حقوق پوهانو وویل، هغه څېړنې چې د ډیورنډ فرضي کرښې په تړاو افغان او نړيوالو تاریخ پوهانو د نړۍ په مهمو ارشیفونو کې ترسره کړې، د ډیورنډ د رسميت په تړاو څه نشته.

بلخوا د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال عبدالغفور لېوال او د لوی افغانستان تحریک رئیس عبدالجمیل وقار په دې تړاو تېر حکومتونه تورنوي چې د عملي اقدام پر ځای یې له شعاري څرګندونو کار اخيستی دى.

د افغانستان تاریخ پوهان داسې مهال د ډیورنډ فرضي کرښه غیر رسمي بولي چې تر دې وړاندې په دغه هېواد كې د بريتانیا سفیر ډیورنډ د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه رسمي کرښه بللې وه.

دا وګورئ

احمدالله علیزی بخاطر تاکید بر برگزاری لویه جرگه از سوی رئیس جمهور برکنار شد

مقامات افغان حق ندارند در مجالس مربوط به حمایت از برگزاری لویه جرگه شرکت کنند ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *