شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / حامد کرزی: په افغانستان کې روانه جګړه د امریکا د ګټو جګړه ده

حامد کرزی: په افغانستان کې روانه جګړه د امریکا د ګټو جګړه ده

 

په دې هېواد کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه لوبې روانې دي چې هره ورځ پکې بې ګناه افغانان وژل کېږي

کابل – پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، په افغانستان کې روانه جګړه د امریکا د ګټو جګړه ده او غواړي په سیمه کې د هېوادونو ترمنځ اختلافات رامنځته کړي.

کرزي له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، امریکا د سیمې لپاره توطيې لري او د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته اړینه ده چې د دغو توطيو په تړاو هوښیار واوسي.

پخواني ولسمشر د امریکا توطیې نه دي برملا کړې، خو تر دې مخکې یې څو وارې په ټینګار سره ویلي چې په افغانستان کې روانه جګړه د امریکا د ګټو جګړه ده او امریکا غواړي په سيمه کې ناامنۍ رامنځته كړي او خپلو موخو ته ورسېږي.

حامد کرزي همداراز ټینګار کړی چې امریکا غواړي په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه په سیمه کې خپلو موخو ته ورسېږي. پخوانی ولسمشر همدارنګه وايي، په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې تر سرلیک لاندې لوبې روانې دي چې هره ورځ د بې ګناه افغانانو ژوند اخلي، خو ترهګري نه یوازې ورکه نه شوه، بلکې ورځ تر بلې لا پیاوړې او خونړۍ شوه.

کرزی زیاتوي، د سیمې هېوادونه باید په افغانستان کې د سولې او ثبات له پروسې سره د مرستې ترڅنګ یې د امریکا د توطيو په تړاو هم هوښیار واوسي.

هغه د افغانستان او امریکا د اړیکو د څرنګوالي په اړه ویلي، هېڅ وخت د افغان حکومت او امریکا د ټکر پلوی نه دی، خو امریکا ته په کار ده چې دلته د خپلو ګټو جګړه پای ته ورسوي او افغانستان ته د رښتینې سولې او ثبات په راوستو کې ونډه واخلي.

دا وګورئ

احمدالله علیزی بخاطر تاکید بر برگزاری لویه جرگه از سوی رئیس جمهور برکنار شد

مقامات افغان حق ندارند در مجالس مربوط به حمایت از برگزاری لویه جرگه شرکت کنند ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *