شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / خبرونه / عراق: د امریکایي ځواکونو په پخوانۍ پوځي اډه کې ډله ییز قبر موندل شوی

عراق: د امریکایي ځواکونو په پخوانۍ پوځي اډه کې ډله ییز قبر موندل شوی

 

په دې قبر کې ۴۰۰ جسدونه وو چې د دغه هېواد په کرکوک ولایت کې موندل شوی دی

بغداد – د عراق امنیتي ځواکونو د دغه هېواد په کرکوک ولایت کې داسې ډله ییز قبر موندلی چې ۴۰۰ جسدونه پکې وو.

د پیترا خبري اژانس د خبر له مخې، د کرکوک پولیسو ویلي چې دغه ډله ییز قبر یې په عراق کې د مېشتو امریکایي ځواکونو په پخوانۍ پوځي اډه کې موندلی دی. ویل کېږي کېدای شي دا ډله ییز قبر د وژل شویو داعش جنګیالیو وي.

د عراق پوځي چارواکي وايي، دغه ډله ییز قبر یې وروسته له هغه وموند چې د قبر عیني شاهدان رامخې ته شول او دوی ته يې د قبر په اړه وویل. په دې سیمه تراوسه لسګونه ډله ییز قبرونه موندل شوي دي.

تېر کال اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس هم د یوې سروې پایله خپره کړه چې پکې راغلي وو، د عراق په ۷۲ سیمو کې ډله ییز قبرونه شته چې له ۵۲۰۰ څخه تر ۱۵ زرو پورې مړي په کې خښ کړای شوي دي.

هېره دې نه وي چې عراقي ځواکونو د اکټوبر میاشتې په نیمایي کې د کردانو لخوا د آزاد کردستان په اړه تر ټولپوښتنې وروسته پر کرکوک ولایت خپله ولکه ټینګه کړه.

دا وګورئ

احمدالله علیزی بخاطر تاکید بر برگزاری لویه جرگه از سوی رئیس جمهور برکنار شد

مقامات افغان حق ندارند در مجالس مربوط به حمایت از برگزاری لویه جرگه شرکت کنند ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *