سه شنبه , جنوري 16 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / د کاپیسا اوسېدونکي او ملي شورا: په تګاب کې د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

د کاپیسا اوسېدونکي او ملي شورا: په تګاب کې د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

 

د بهرنیو ځواکونو په هوایی بریدونو کې د ملکي مرګ ژوبلې مکررې پېښې د منلو نه دي او باید ژر تر ژره دا لړۍ ودرول شي

په تګاب ولسوالۍ کې هوایي بریدونه شوي چې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه څېړنې روانې دي (ملي دفاع وزارت)

محمودراقي – د کاپیسا ولایت ځایي اوسېدونکي او د ملي شورا غړي وایي چې په تګاب ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دوى زياتوي، هوایي بریدونه د تګاب په شګې، شلوتې او باباخېلو کليو کې شوي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون يو شمېر ملکي کسانو ته هم پکې مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې لا معلوم نه دی.

دا بريدونه د شنبې په ورځ ناوخته شوي دي.

ملي دفاع وزارت هم په کاپیسا کې د هوايي بریدونو پخلی کوي، خو وايي، د تګاب ولسوالۍ په شلوتې کلي کې د طالبانو په یوه پټنځای باندې برید شوی چې پکې د تګاب لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال قاري احسان الله او ورسره ۳۴ نور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي په دې هوایي برید کې ملکي مرګ ژوبله نه ردوي، خو زیاتوي چې په اړه یې څېړنې روانې دي.

بلخوا د مشرانو جرګې غړي وایي، د بهرنیو ځواکنو په هوایي بریدونو کې د ملکي مرګ ژوبلې مکررې پېښې د منلو نه دي او باید ژر تر ژره دا لړۍ بنده شي.

په کاپیسا ولایت کې د امریکایي الوتکو په هوایي بریدونو کې د ملکي مرګ ژوبلې دغه تازه پېښه داسې مهال ده چې څو ورځې وړاندې د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې هم د ورته بریدونو په پایله کې ۱۲ ملکي وګړي شهیدان شوي وو.

دا وګورئ

راپور شبکۀ سی بی اس: کابل بعد از هفده سال جنگ هنوز هم محاصره است

  عصاکر امرکایی از سفارت تا میدان هوایی بدون هلیکوپتر نمیتوانند رفت و آمد کنند ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *