شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / طارق شاه بهرامي: د وسله والو طالبانو په تکتیکي بریدونو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی

طارق شاه بهرامي: د وسله والو طالبانو په تکتیکي بریدونو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی

 

د طالبانو په ډله ییزو او ځانمرګو بریدونو کې افغان ځواکونو ته ډېر تلفات اوښتي، خو په مقابل کې یې افغان ځواکونو هم دوی ته زیات تلفات اړولي دي

کابل – د ملي دفاع سرپرست وزیر وايي، وسله والو طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې د تکتیکي او ډله ییز بریدونو څو مشابه پېښې ترسره کړې چې پکې افغان ځواکونو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي دفاع وزارت د چارواکو په وینا، په دې موده کې د طالبانو په تکتیکي بریدونو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د ملي دفاع سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي چې تازه د ناټو د دفاع وزیرانو له ناستې راستون شوی، د افغان ځواکونو د تلفاتو لوړوالی مني، خو زياتوي، په مقابل کې یې وسله والو طالبانو ته هم ډېره مرګ ژوبله اړولې ده.

دى د تروريزم په له منځه وړلو کې د پاکستان د ونډې په اړه وايي، که دغه هېواد اړین اقدامات و نه کړي، د نړیوالې ټولنې له سخت غبرګون سره به مخ شي. د بهرامي په خبره، په بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو په غونډې کې پاکستان ته ښکاره پیغام ورکړل شو.

دا وګورئ

احمدالله علیزی بخاطر تاکید بر برگزاری لویه جرگه از سوی رئیس جمهور برکنار شد

مقامات افغان حق ندارند در مجالس مربوط به حمایت از برگزاری لویه جرگه شرکت کنند ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *