دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / طالبان:   که حکومت طالب بندیان اعدام کړي، له سخت غبرګون سره به مخ شي

طالبان:   که حکومت طالب بندیان اعدام کړي، له سخت غبرګون سره به مخ شي

 

دا مهال له ۵۰۰ پر زیاتو کسانو د اعدام حکم صادر شوی دی، د دې حکمونو تطبیق د هېواد د امنیت لپاره مهم دى(مسلمیار)

كابل – طالبانو خبرداری ورکړ، چې که افغان دولت طالب بنديان اعدام کړي له دوی سره د بندي افغان او بهرنيو اتباعو ژوند به په خطر کې واچوي. د طالبانو د اسلامي امارت له ادرسه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې که افغان حکومت دغه اقدام وکړي، دوی به هم سخت غبرګون پرې وښيي. طالبانو دغه خبرپاڼه د ولسمشر محمد اشرف غني د هغو څرګندونو په غبرګون کې خپره کړې، چې ملي شورا ته يې په وینا کې وکړې. ولسمشر د ملي شورا غړو ته د وینا پر مهال وویل، چې د مخالفینو په اړه د محاکمو له خوا شوې د اعدام پرېکړې به عملي کړي. طالبانو ګواښ کړی، چې که حکومت طالب بندیان اعدام کړي، د هېواد پر عدلي ارګانونو سربېره به هغه پېژندل شوي اشخاص يا ډلې، چې د دوی د افرادو د اعدامېدو غوښتنه کوي، په نښه کړي. ټاکل شوې وه، چې دا لېست د پنجشنبې په ورځ ارګ ته واستول شي، خو د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال پرون ازادي راډیو ته وویل، چې په نږدې راتلونکي کې به دا لېست د ولسمشر دفتر ته ورسېږي او ورسره سم به اقدامات وشي.

مینه پال زیاته کړه: “لېست ارزول شوى او تقریباً نهايي دی او په دې نږدې ورځو کې به د ولسمشر مېز ته راورسېږي. دا ټول هغه کسان دي، چې عدلي او قضايي ارګانونو په اعدام محكوم كړي دي.”

 

په کابل کې د ملي امنیت د یوه ریاست پر ودانۍ له خونړۍ حملې وروسته یو شمېر چارواکو او فعالانو غوښتنه وکړه، چې په اعدام پر محکومو طالبانو باید د اعدام حکم تطبیق شي.

د هېواد په زندانونو کې په اعدام د محکومو وسله والو مخالفینو د شمېر په اړه کره معلومات نشته.

د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلمیار تېره اونۍ د دې جرګې په غونډه کې وویل، چې دا مهال له ۵۰۰ پر زیاتو کسانو د اعدام حکم صادر شوی دی.

مسلمیار هم د دې حکمونو تطبیق د هېواد د امنیت لپاره مهم وباله.

دا وګورئ

ملي مشارکت ګوند: تش په نوم رهبران د افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن وهي

  په افغانستان کې روان وضعیت له بل هر وخت څخه ډېر بحراني شوى، اړتیا ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *