سه شنبه , جنوري 16 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / ټیفا: ولسمشر او اجرائیه رئیس ته نږدې کسان ټاکنې کړکېچ ته بیايي

ټیفا: ولسمشر او اجرائیه رئیس ته نږدې کسان ټاکنې کړکېچ ته بیايي

 

د ملي یووالي حکومت د راتلونکو ټاکنو د ترسره کېدو اراده نه لري او د دې ملي پروسې په وړاندې د موانعو په رامنځته کولو سره بې باوري رامنځته کوي

په کمېسیونونو کې رامنځته شوې بې باوري د هغه پلان برخه ده چې د حکومت له لوري یې په نامستقیم ډول ملاتړ کېږي

له حکومت سره د همغږۍ په ناستو کې ډېر ځله د ټاكنو خپلواك كمېسيون وړاندیزونو ته پام نه کېږي (وريماچ)

کابل – د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو ترمینځ تازه اختلاف او له دندې څخه د یو شمېر کمېشنرانو د لرې کېدو وروستیو ګونګوسو پر انتخاباتي بنسټونو د سیاسي ګوندونو باور راکم کړی او له همدې امله په دغو بنسټونو کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي.

خو دغه اندېښنې یوازې تر سیاسي ګوندونو نه دي محدودې، پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي، په کمېسیونونو کې رامنځته شوې بې باوري د هغه پلان برخه ده چې د حکومت له لوري یې په نامستقیم ډول ملاتړ کېږي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رئیس محمد نعیم ایوب زاده د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د ټاکنیزې طرحې د سپارلو ترڅنګ وايي: “له بده مرغه د ولسمشر او حتی د اجرائیه رئیس په شاوخوا کې راټول یو شمېر کسان هڅه کوي چې انتخابات د کړکېچ په لوري یوسي.”

د ټاكنو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو ټاكنو لپاره د ۱۳۹۷ لمریز کال د چنګاښ ۱۶مه نېټه اعلان کړې ده. خو ټیفا په خپلې ټاكنيزې طرحې کې وړاندیز کړی چې دا نېټه دې د همدې کال تلې میاشتې ته وغځول شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء رئیس امام محمد وریماچ وایي، له حکومت سره د همغږۍ په ناستو کې ډېر ځله د دوی وړاندیزونو ته پام نه کېږي او د بودیجې د ورکړې په برخه کې رامنځته شوی ځنډ د دې لامل شوی چې کارونه یې په وخت ترسره نه شي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ په اوسنیو شرایطو کې له دندې څخه د کمېشنرانو لرې کول د راتلونکو ټاکنو په وړاندې د خنډ رامنځته کېدو په معنا بولي، خو د هېواد یو شمېر سیاسي ګوندونو ویلي، د کمېسیون اوسني کمېشنران د دې مهمې پروسې د مدیریت توان نه لري او ژورو اصلاحاتو ته اړتیا ده.

دا وګورئ

راپور شبکۀ سی بی اس: کابل بعد از هفده سال جنگ هنوز هم محاصره است

  عصاکر امرکایی از سفارت تا میدان هوایی بدون هلیکوپتر نمیتوانند رفت و آمد کنند ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *