شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / جګړه به خود دوام كوي!

جګړه به خود دوام كوي!

پخواني ولسمشر حامد كرزي له الجزيرې تلويزيون سره په مركه كې يو ځل بيا پر امريكا د زړه بړاس ايستلى دى، وايي چې داعش ته يې په افغانستان كې د پياوړتيا زمينه برابره كړه، نوموړي پخوا هم دغه ډول څرګندونې كړې او امريكا په افغانستان كې د جګړو او بحران پر دوام پړه بولي.

د پخواني ولسمشر دغه څرګندونې پخپله امريكايي رسنيو او يو شمېر مهمو سياستوالو او پوهانو تائيد كړې دي، ښايي يوازې د الفاظو په توپير ټول پر دې اعتراف كوي چې په افغانستان كې د امريكا جګړه زر پايته رسېدونكې نه ده.

نيوزويك مجلې هم پخپله وروستۍ ګڼه كې همدغه خبره كړې ده، كه څه هم ښايي د نيوزويك په شمول د يو شمېر لوېديزو رسنيو او يا چارواكيو موخه له دغه ډول څرګندونو څخه د ذهنيتونو جوړول وي.

له بده مرغه د دغه ډول تبليغاتو څپه بيا همدغسې بدې اغېزې لري چې هغه لومړنۍ ژمنې او زېري د خلكو له ذهنه پاك كړي. كه څه هم د ۹/۱۱ پېښې په پلمه امريكا د ۲۰۰۱ كال د اكټوبر پر ۷ مه زموږ پر هېواد يرغل راوړ او په لنډه موده كې يې د شمال ټلوالې د ځمكنيو پېشمرګانو په مرسته طالبان رانسكور كړل، خو وروسته د بن كنفرانس د پرېكړو له مخې د ملګرو ملتونو تر اشراف لاندې د بهرنيانو سياسي او پوځي شتون دوام وموند، په بن كې چې كومې پرېكړې وشوې او نړيوالې ټولنې د امريكا په شمول چې افغان ولس ته كومې ژمنې وركړې، د هغو له مخې بايد تر دوو كلونو پورې زموږ انتخابي نظام جوړ او په پښو درېدلى واى، خو داسې ونه شول، ځكه داسې ونه شول چې نړيوالو خپلې ژمنې شاته كړې او امريكا د سيمې په كچه د خپلو راتلونكيو ستراتېژيو لپاره هڅې پيل كړې.

د دې هڅو يو مهم ټكى دا ؤ چې په افغانستان كې بايد جګړه ژوندۍ وساتل شي، له همدې لامله مات او له واكه لويدلي طالبان بېرته دې ته اړ كړاى شول چې غرونو ته وخېژي، په پاكستان كې د شا جبهه ورته تياره شي، استخباراتي چينلونه له سره فعال شي او په هېواد كې جنګ مغلوبه له سره پيل شي. حكومت كمزورى او د واك په جزيرو وېشلى وي چې د ولس له ګټو او ارمانونو څخه د دفاع جوګه نه وي.

اوس وضعيت تر دې پورې ابتذال ته رسېدلى چې د افغانستان په ګوټ ګوټ كې د امريكايي الوتكو په بمباريو كې د ماشومانو او ښځو په شمول ملكي افغان شهيدان كېږي، چارواكي د امريكايانو سپيناوى كوي  او چې په امريكا كې چېرته په كليسا او يا كوم هوټل كې څوك ووژل شي، د دوه سره حكومت مشران له دې ځايه د غم او خپګان پيغامونه ورلېږي، د ټرمپ لېونيو سپيانو ته ميدان شغالي دى، دوى به خود دلته هره ورځ د وحشتونو نوى تمرين كوي او جګړه به دوام كوي.

دا وګورئ

زموږ پر ولس څه ډول لوبې كېږي؟!

ډېره عجيبه ده چې د ايشيا فونډېشن د آسيا برخې مشر عبدالله احمدزي په اړه ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *