شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / ولې د لويې جرګې له تدويره وېره ولرو؟

ولې د لويې جرګې له تدويره وېره ولرو؟

ف، فايض

كه چېرې يو ناروغ ډاكټر يا طبيب ته ورشي، هغه يې سهي تشخيص وكړي او لازم دارو هم ورته تجويز كړي؛ خو چې ناروغ هغه درمل ونه خوري او د ډاكټر نسخه پر ځان عملي نه كړي هسې ډاكټر ته ورتګ او دارو اخيستل هغه ته څه ګټه رسوي.

د اجتماعي ناروغيو هم همدغه حال دى. سهي ده چې د هرې ستونزې د حل لپاره يوه لار خامخا وي. پښتانه وايي كه غر لوړ دى؛ پر سر يې لار ده. زه دا نه وايم دا نن چې د افغانستان كوم حالت دى، د درك او تشخيص وړ نه دى او يا يې له اوسني حالته د ايستلو لارې چارې نشته؛ خو اجتماعي درد، اجتماعي تشخيص غواړي پيغمبر عليه السلام چې ورته وحې كېده هم په هغو مواردو كې چې هلته به وحې نه وه په مشوره مكلف و او هغه به هم له خپلو صحابه و نه مشوره اخېسته. كه يو سړى ولسمشر شو يا صدراعظم شو؛ نو په اصطلاح «عقل عالم» خو نه شو، اخر خو هغه هم انسان دى، خامخا به تېروځي، همداسې كه څوك د يوه سياسي تنظيم مشر شو نو معنا خو يې دا نه ده چې هېڅكله به نه تېروځي، لكه چې ولسمشر يا صدراعظم د وزيرانو شورا ته اړتيا لري، دغسې تر دې يوې لويې شورا ته هم اړتيا لري، له شل پنځه ويشت كسانو نه خو د څو سوه كسانو يوه غونډه چې كه هر نوم پرې ږدي مؤثره ده، په دې كې به ډېر پوه او باتجربه خلك راځي او پر كومه اجنډا د غور او مشورې لپاره چې راغوښتل كېږي په هغې به خپله رايه څرګندوي. زموږ د مشرانو ستونزه دا ده چې د ولس له رايې او د ولس له قضاوته وېره لري. دا خو مشهوره خبره ده چې وايي: چې غل نه يې له پاچا نه هم مه وېرېږه. كه چېرې حكومتي مشران پر خپلو اجراآتو او خپلو دريځونو او سياستونو بې باوره نه وي؛ نو بيا ولې د ولس له قضاوته وېرېږي ان تر دې پورې چې دا غوره ګڼي چې ملت په سرو وينو كې لاس پښې ووهي، فقر او بېكاري د خلكو ستوني كښېكاږي او د خلكو د شكايتونو غږ تر اسمانه پورې ورسېږي خو دوى دې ته نه دي حاضر چې يوه داسې غونډه راوبولي چې په هغې كې مخامخ ورته وويل شي چې دا ګام دې كوږ واخيست او دا خبره دې كږه وكړه. ولسمشر او صدراعظم يا بل هر چارواكى چې وي په خپل ځاى كې د ملت خادم وي د اسلام ستر پيغمبر (صلعم) هم وايي چې سيدالقوم خادمهم، يعنې د قوم مشر د قوم خادم وي، مشري د مزو چړچو لپاره نه ده چې بس ښه خوره، ښه اغونده، سفرونه كوه، پيسې ټولوه يعنې دا قدرت فقط د شهرت او ثروت لپاره نه دى بلكې اساساً د خدمت لپاره دى. اوس د غربي ډيموكراسۍ له بركته كله چې يو څوك ځان نوماند كړي؛ نو د كمپاين په مهال د خلكو پښې ښكلوي؛ خو چې كله يې رايه واخيسته بيا هغه د كار پوره، هندو غره ټوكه شي، بيا نو پر ولس غږ كړي چې د ځمكې خلكو خداى پامان!

د افغانستان د اوسني حكومت درې كاله وشول او په دې درېيو كالو كې ډېرو ستونزو سر راپورته كړ، البته دا په دې معنا نه ده چې د تېر حكومت پر ستونزو او نيمګړتياو سترګې پټې كړو؛ خو كه سره مقايسه شي، تفاوت يې ښكاره دى دا اوس له ځينو خبيرو سياسي او ملي ادرسونو نه د لويې جرګې د تدوير غږ پورته شو. اوس د لويې جرګې معنا دا نه ده چې سم له واره به ولسمشر او اجرائيه رئيس له لاسه نيسي يو به له ارګ او بل به له سپيدار ماڼۍ راوباسي، بلكې پر نيمګړتياو به غږېږي او د حل لارې به ورته پيدا كوي، كه چېرې حكومت لويه جرګه قانع كړاى شوه چې نه؛ تاسې غلط پوه شوي ياست هېڅ ستونزه نشته نو له دې نه به بيا ښه خبره چېرې وي. اوس خو ملت قانع نه دى او حكومت دواړه پښې په يوه موزه كې كړي چې نه؛ هېڅ ستونزه نشته، اوس نو يوې د قضاوت مرجع ته ضرورت دى او مرجع له لويې جرګې ور اخوا بله مرجع نه شي كېداى.

البته په ډېرو هېوادونو كې د ستونزو په مهال منځمهاله يا (مډټرم) انتخابات هم كېږي؛ خو زموږ د انتخاباتو د كمېسيون خو هغه حال دى چې ګرانه ده انتخابات دې په هغه خپل وخت هم وكړاى شي، خير البته انتخابات خو تر ډېره د حكومت په اراده پورې اړه لري او كمېسيون په دغه اراده تمثيلوي، خو هغه هم اوس چې امنيتي حالت ته ګورې، د بودجې نشتوالي ته ګورې، د كمېسيون د ننه اختلافاتو ته ګورې؛  نو خداى خبر كه دا وړۍ شړۍ شي، نو ښه او معقوله او اسانه لار د لويې عنعنوي لويې جرګې راغوښتل دي او په دې كې ډېر بافهمه خلك برخه اخلي؛ خو لويه جرګه هم بايد فرمايشي بڼه ونه لري، بس هغه كسان راوغواړه چې د حكومت د دسترخوان په كوم كونج كې شريك وي او خامخا لمر په دوو ګوتو پټولاى او  حكومت ته د برائت سند وركولاى شي؛ نه دا خو بيا لويه جرګه نه ده، لويې جرګې ته بايد داسې بافهمه كسان راوغوښتل شي چې د قضاوت قوت هم ولري او بله دا ده چې تړلي يا وابسته خلك نه وي.

له كومې ورځې چې د لويې جرګې غږ پورته شوى خصوصاً كله چې پخوانى ولسمشر دا غږ اوچت كړ او بيا په هرات كې اسماعيل خان هم په يوه ډول د هغه تأييد وكړ؛ نو حكومت او په حكومت پورې تړلي كسان په دې هڅه كې شول چې بايد له حالاتو نه يو سم تصوير وړاندې كړي او هغه اوازې هم غلطې ثابتې كړي چې ګويا دلته امنيتي حالات خراب دي، اقتصادي حالت ښه نه دى يا نورې ستونزې او هغه وكيلان او شناندي هم چې د حكومت په دسترخوان كې يې برخه شته دا هڅه كوي چې د لويې جرګې راغوښتل يو غير ضروري او بې ګټې كار وبولي.

لويه جرګه د افغانانو يو ملي سنت دى او خوشبختانه دا يو داسې سنت دى چې د دين له سپارښتنو سره هم برابر دى؛ فرق همدومره دى چې نوم يې پښتو دى او په عربي ژبه كې يا زموږ په ديني نصوصو كې ورته شورا ويل شوې، نور په ماهيت كې خو كوم توپير نه لري، په شورا كې هم مشوره كېږي او په لويه جرګه هم، بيا يې نو توپير په څه كې شو. كه چېرې د غله په ږيره خس نه وي، بيا نو د لويې جرګې له تدويره ولې وېره ولري.

يو شمېر حكومت پلوه افراد په ګرديو مېزونو كې دا استدلال هم كوي چې كه چېرې د ميرويس نيكه په وخت كې يا د احمد شاه بابا د انتخاب لپاره لويې جرګې جوړې شوې هغه وخت خو حكومتونه نه وو اوس خو حكومت شته. دا سهي ده چې اوس حكومت شته خو ټول شكايتونه له همدې حكومته دي. بله دا چې د افغانستان په تاريخ كې اولينه لويه جرګه د وخت پاچا كنشكا په خپله ژمنۍ پلازمېنه پېښور كې راوغوښته چې خواوشا پنځه سوه كسانو په كې برخه اخېستې وه او ټول اجراآت او ملي مسايل په كې وجاجول شول، زموږ په معاصر تاريخ كې هم لويې جرګې زياتره حكومتونو راغوښتې دي ولې امان الله خان پاچا نه و چې دوه لويې جرګې يې راوغوښتې، ظاهر شاه پاچا نه و، داوود خان جمهور رئيس نه و، همدغسې تر حامد كرزي پورې، نو پر دې اساس لويې جرګې ته د يوه سيّئه سنت په سترګو كتل يو ملي خيانت دى او د اساسي قانون له احكامو هم ښكاره سرغړاوى.

دا وګورئ

حكومت له امريكا سره پر خپلې مبهمې دوستۍ پر بيا كتنې مكلف دى

ف، فايض په نړۍ كې هېڅ داسې هېواد نشته چې خپله يوه مشخصه كورنۍ او ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *