شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / تر څو به وحشتونو ته لاسونه پړكوو؟

تر څو به وحشتونو ته لاسونه پړكوو؟

ناټو افغانستان ته درې زره نور پوځيان رالېږي چې دفاع وزارت يې له معمول سره سم هركلى كړى دى.

د دفاع وزارت هركلى او يا د ناټو لخوا افغانستان ته د نورو سرتېرو د را استولو پرېكړه اصلاً د امريكا د ولسمشر د نوې ستراتېژۍ له مخې د جګړې او بحران د دوام تائيد دى.

اصلي پرېكړه هماغه د ټرمپ ستراتېژي ده چې عملاً دا دي زموږ په هېواد كې پلې كېږي. له بده مرغه نه امريكا ته د افغان ولس ژوند، وقار او ملي حاكميت ارزښت لري او نه په ټوله كې زموږ د اوسني حكومت شاملو لوريو ته.

امريكا د نړۍ د يوازيني لوى ځواك په توګه له افغانستان څخه د خپلو موخو ترلاسه كولو يو مركز جوړ كړى، دا سوال نه مطرح كېږي چې له امريكا نه ګيله وشي، د لويو ځواكونو خصلت او اړتيا همدغه ده چې بايد خپل غرور او هوسونه وپالي، په دې كې چې د نورو ولسونو ملي حاكميت او د خلكو ژوند بربادېږي هم د دوى هېڅ پروا نشته.

اصلاً د هر هېواد د ولس او حكومت دنده ده چې خپل ملي حاكميت وساتي، له خپل هويت او حريم نه دفاع وكړي. له بده مرغه زموږله حكومت سره دا هېڅ اندېښنه نشته چې پرديو مو پر خپل ولس سور اور بل كړى، دا پرون چې دفاع وزارت د ناټو پوځونو د زياتولو هركلى كاوه په فراه كې د ښځو او ماشومانو په شمول په بمباريو كې ۲۸ تنه هېوادوال شهيدان او ټپيان شوي، وړمه ورځ يوناما تائيد كړه چې په كندز كې څو ورځې وړاندې چې د بهرنيانو له لوري بمباري وشوه ملكي وګړي پكې وژل شوي دي. زموږ هېواد د يوې بې تعريفه جګړې پر ډګر بدل دى او له دواړو اړخونو زموږ ولس پكې قرباني وركوي، دا هغه حالت دى چې كه بدل نشي ولس به مو له داسې برباديو سره مخ كړي چې جبران يې ناشونى دى.

دا نن څوك چې د پرديو پوځونو زياتېدو ته لاسونه پړكوي آيا دې پوښتنې ته ځواب لري چې له ۱۷ كلونو وروسته ولې موږ تراوسه پرديو پوځونو ته اړ يو؟ كه په افغانستان كې نړيوالې ټولنې (امريكا) د ثبات او آرامۍ اراده درلوداى آيا د يو نيم سل زرو پوځيانو په شتون كې بدامنيو زور اخيستلاى شواى؟

ډېره روښانه ده چې زموږ ولس آن د بن له پرېكړو د يوې بدنامې توطيې ښكاره شو. پخپله افغانان چې اوس هم دې توطيې ته د نيك شګون په سترګه ګوري د دوى په نيت او عقل دواړو بايد وژاړو.

په ټوله كې د يوه څو زره كلن تمدن د دعودار ولس په توګه افغانانو ته دا ډېره د سپكاوي او شرم خبره ده چې په يوه پردۍ جګړه كې څڼې غورځوي او په مرګونو كې د ښه ژوند او سوكالۍ خوبونه ويني.

دا وګورئ

زموږ پر ولس څه ډول لوبې كېږي؟!

ډېره عجيبه ده چې د ايشيا فونډېشن د آسيا برخې مشر عبدالله احمدزي په اړه ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *