شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / پر شمشاد د وحشتونو څپه ولې ورغله؟!

پر شمشاد د وحشتونو څپه ولې ورغله؟!

پرون پر شمشاد راډيو ټلويزيون د مخالفو وسله والو بريد نه يوازې د بيان پر آزادۍ بريد دى، بلكې دا پر انساني ارزښتونو بريد دى چې په هېڅ دين او هېڅ قوانينو كې جواز نه لري.

طالبانو په بريد كې له لاس لرلو انكار وكړ خو داعش ډلې يې پړه ومنله، دا د ستونزې يو  اړخ دى، دا چې داعش پر جوماتونو او رسنيو بريد كوي، پخپله دا ښيي چې د داعش په نامه دغه ډول بريدونه د لويو ښكېلاكي ادارو او له هغوى سره د تړليو ډلو كار دى. په كابل كې د طلوع تلويزيون پر كاركوونكيو له بريد وروسته دا دوهم بريد دى چې يوه رسنۍ نښه كوي. دا اصلاً د هغو وړاندوېينو تائيد كوي چې امريكايي پوځي چارواكيو درې كاله وړاندې كړې وې.

رسنۍ نرم هدف دى. رسنۍ نه د دفاع وسايل لري او نه ورته په كار دي، نه يې له هويت او پيغام سره اړخ لګوي، خو دلته ډېر د اندېښنې وړ ټكى  دا دى چې افغان ولس د ملي يووالي حكومت په نامه په يوه لوى غم اوښتى، د دغه حكومت اصلي مهرې نه د ولس دغه بده ورځ احساسوي، نه دغه ناامنۍ جدي ګڼي، نه ورته د ولس سر او مال ارزښت لري چې چور، تالان او مرګونه پرې مسلط دي، نه د هېواد وقار او حيثيت ورته معنا لري.

بدمرغي دا ده چې ډېر ځله امنيتي او كشفي ادارې د ځينو بريدونو له ترسره كېدو وروسته ادعا كوي چې موږ دې ادارې ته خبرداۍ وركړى ؤ چې بريد در باندې كېږي، ګواكې پر همدې دوى خپل مسؤوليت ترسره كړى دى.

آيا د امنيتي او كشفي ارګانونو دنده يوازې همدومره ده او كه نه دوى د رسنيو په شمول د عام ولس د امنيت د خونديتابه دنده لري؟

د هغو امنيتي ځواكونو په اړه هېڅوك هم نيوكه نه لري چې د داسې پېښو په شنډولو كې ډېر په سرعت عمل كوي، دوى چې قرباني وركوي او يا ګواښ له منځه وړي دا يې كارنامه ده او ولس يې ملاتړ كوي، خو په ټوله كې د حكومت دنده ده چې ولس ته امنيت تضمين كړي، كه يې نشي كولاى پر خپله ناتوانۍ د اعتراف په دود دې له ولس سره خبره شريكه كړي.

زموږ د ولس بدمرغي دا ده چې حكومت دغه احساس نه لري، دوى له پېښې وروسته يوازې د غمرازۍ او غندنې څو كلمې د ولس او ماتم ځپليو پر اوږو يو احسان بولي.

باورمو دى چې كومې پېښې چې يوازې په تېره يوه مياشت كې زموږ د ولس په بېلابېلو ولايتونو كې پېښې شوې، كه په كوم بل هېواد كې پېښې شوې واى، له هرې يوې سره به يې يوه حكومت استعفا كوله او پر خپله ناتوانۍ به يې له ولس نه بښنه غوښته.

پر دې مو هم باور دى چې د دې سترو غميزو رېـښه بالاخره د ملي يووالي معجون د لومړۍ ورځې پر هغه لاسليكونو ورځي چې له امريكا سره پر امنيتي تړون وشول، ولس له هماغې ورځې د نويو غميزو غېږې ته لوېدلى، كه  يې چاره ونشي نه به شمشاد وروستۍ رسنۍ وي چې د وحشتونو څپه پرې راځي او نه به مو دا په ټوله كې د ولس وروستى ماتم وي.

دا وګورئ

زموږ پر ولس څه ډول لوبې كېږي؟!

ډېره عجيبه ده چې د ايشيا فونډېشن د آسيا برخې مشر عبدالله احمدزي په اړه ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *