شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / كندز يو ځل بيا د وينو په حمام بدل شو

كندز يو ځل بيا د وينو په حمام بدل شو

ف، فايض

هر سحر سترګې د ګل په اوښكو ډكې

په دا باغ كې بې ژړلو خندا نشته

افغانستان دا څلور لسيزې وشوې چې هره ورځ پر سرو وينو لمبول كېږي؛ خو د دې مظلوم افغان ولس نه كوم جرم او ګناه معلومه شوه او نه د دغه خونړي حالت د تداوم ضرورت. بس افغانستان د بهرنيو هېوادو د هوسونو قرباني دى. كه په ۱۹۷۹ كې روسي لښكرې افغانستان ته راغلې، هم د خپلو استعماري او استكباري اهدافو لپاره او كه نن امريكايان او اروپايان راغلي هم د خپلو استعماري هوسونو د اقناع او ارضا لپاره، كه ګاونډيان اوس د استعمار نوى مشق تمرين كوي هم د خپلو ګټو لپاره. اوس په افغانستان كې د دغو نسواندو هېوادو ترمنځ يوه مسابقه روانه ده. امريكا خو بيا يو ډېر عجيب و غريب جنګ روان كړى، حكومت ته هم وسلې او پيسې وركوي او مخالفينو ته يې هم، هدف يې دا دى چې بايد يو لورى هم دومره كمزورى نه شي، چې د جنګ له ډګره پر شا شي او په جنګ كې ښكېلې كورنۍ ډلې هم دا فكر نه كوي چې دوى د چا لپاره جنګېږي؟ د دوى په دې روان كړي جنګ كې څه ګټه ده؟ كه چېرې حكومتي عسكر او پوليس وژل كېږي، يا بېګناه ولسي خلك وژل كېږي؛ خو ترڅنګ يې وسله وال مخالفين هم وژل كېږي، نو له دې جنګه خو هېچا هم روغه تڼۍ نه ده وړې؛ خو افسوس دا دى چې ګټه يې د بل چا ده. انګريز له افغانانو خپلې د نولسمې پېړۍ د ماتو غچ اخلي، امريكا هم نوى تمرين پيل كړي او د ناټو نورو غړو هم. فرانسې پخپله اعتراف وكړ چې اويا زره سرتېري يې په افغانستان كې په نويو او پرمختلليو وسلو وروزل، امريكا د بمونو مور نومى بم هم دلته وازمايه چې د تخريب او مؤثريت اندازه يې ولګوي. پر دې سربېره له افغانستانه يې خپله جنګي پايګاه جوړه كړه او څلورو خواو ته ځان خپلو اقتصادي، نظامي او ستراتېژيكو اهدافو ته رسوي؛ خو په دې منځ كې قرباني افغان ولس دى.

د دې ترڅنګ يو بل څه چې د ډېرې خواشينۍ وړ دي، هغه دا چې پر افغان مظلوم ولس داسې څوك حكومت كوي چې د افغانانو پر بده ورځ يې له سترګو يو څاڅكى اوښكه هم نه څڅېږي، بس همغه د دوبي د «بمن چي» خبره ده، كه ټول ولس ووژل شي د حكومت يې پرې څه! د حكومتي مشرانو د سترخوانونه له پلاو چلاو نه ډك دي، جېبونه يې له ډالرو نه ډك دي، بچي يې څوك په امريكا او څوك په هند يا كوم بل هېواد كې په يوه خوندي ماحول كې ژوند كوي؛ نو دوى ولې پر دغه خواشينوونكي حالت خواشيني شي.

د امريكا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له يوه اوږده انتظاره وروسته د افغانستان، پاكستان او جنوبي آسيا لپاره يوه داسې ستراتېژي اعلان كړه چې د سولې په كې څرك نشته او ټوله پر جنګ متكي ده. همدارنګه ټرمپ په افغانستان كې خپلو مېشتو قواو ته صلاحيت وركړ، چې په ارت مټ عمليات وكړي، همدا علت دى چې هره ورځ او كه نه هره اونۍ داسې خونړۍ پېښې رامنځته كېږي چې په ليدو او اورېدو يې د انسان غوني زيږه شي.

له دغو پېښو نه يوه هم د كندز وروستۍ پېښه ده چې دا دى د عقرب په دوهمه اونۍ كې پېښه شوه، د چهار درې ولسوالۍ څو كلي په ډېر بېرحمانه ډول بمبارد شول او بېګناه ولسي خلك په كې ووژل شول د وژل شويو شمېر هم لسګونو تنو ته رسېږي او د ټپيانو هم. كه څه هم حكومتي چارواكي انكار كوي؛ خو ولسي خلك پرې شهادت وركوي او د پېښو تصويرونه تصويري رسنيو هم وښودل. كندز دا څووم ځل دى چې دغسې بېرحمانه بمبارېږي. متأسفانه حكومت خو پر دغو پېښو غلى دى، خو سياسي احزاب، خصوصاً جهادي احزاب هم غلي دي، د مدني ټولنې غبرګون هم غبرګون ته نه پاتې كېږي، يواځې په ولسي جرګه يا مشرانو جرګه كې دا موضوع راپورته كړاى شي او يو څو افسوسه پرې څرګند كړاى شي، نور څوك هېڅ هم نه وايي، بس هغه ځمكه سوځي چې اور پرې بل وي، زه د يوه افغان په توګه له هغو وكيلانو او سناتورانو نه مننه كوم چې لږ تر لږه پر دغسې مواردو د اعتراض يو غږ پورته كوي؛ خو هغه حكومت ته به څه ووايي چې نه قانوني مشروعيت لري او د امريكايانو په لزومديد او صوابديد جوړ شوى، پر ولس د حكومت كولو ادعاوې خو كوي، خو د ملت په بده ورځ يې وروځې نه كږېږي. آخر دغه حالت تر كومه د زغملو دى. ما ته خو ډېره عجيبه لا دا ښكاري چې همدغه بې كفايته مشرانو سر له اوسه پايڅې رابډوهلي چې يو ځل بيا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ودرېږي او يو ځل بيا د پنځو كالو لپاره د دې ولس پر ګرده سپاره شي. زه دغسې قضاوت او دغسې انصاف ته حيرانېږم. زه باور لرم چې كه په دې مشرانو كې لږ انصاف هم واى؛ نو كه چا په زوره د واك پر ګدۍ كښېنولاى، بيا به يې هم د بښنې په غوښتلو سره ځان ګوښه كاوه؛ ځكه هغې له شرمه ډګې ماضي به يې د ده وجدان تر فشار لاندې راوست.

اوس حالات خو دغسې دي، د اقتدار پر ماڼۍ هم مرګونې چوپتيا خوره ده، پر سياسي احزابو هم د وېرې خپسې وزرونه غوړولي دي، مدني ټولنه هم خير خير كوي يو علت دا دى چې يواځې د حكومت جلب د امريكا په لكۍ پورې نه دى غوټه؛ بلكې د ډېرو نورو هم غوټه دي. له چا سره چې امريكا په ورين تندي يوه خبره هم وكړي؛ نو پر خپلو بريتو ذليلانه لاس راكاږي چې ورځه له ياده يې نه يم وتلى.

بورا به خداى په ګلو موړ كړي

باغوانه ستا نيمګړى نيت مې ژړوينه

دا حالت خو به خداى پر افغان ولس تېر كړي، دا توره شپه به خداى سبا كړي، خو دا ذليل حكومتي او حزبي مشران به سبا ته دې ولس ته څه ډول سترګې غړوي، ځكه دوى خو ټول د ملت پر ملاتړ شرط تړي. زه خو وايم چې په دې ولس كې به هم بيا د غيرت او ايماندارۍ څه نه وي پاتې چې بيا د انتخاباتو صندقونو ته ورځي او دې ذليلو او پرديپالو مشرانو ته رايه وركوي او يو ځل بيا دغه ذليل افراد پر ځان حاكموي. دلته يواځې له تش په نامه مشرانو سره محاسبه نه ده په كار؛ بلكې له ولس سره هم په كار ده هغه افراد او هغه سياسي ډلې چې ريښتيا يې هم پر دې ولس زړه سوځي په كار دا ده چې همدا اوس د ولس د پوهاوي كمپاين شروع كړي، مطبوعات دې هم له ځانه سره ملګري كړي، خواخوږي قومي مشران، علما او نور دې هم د ځان ملګري كړي چې لږ تر لږه خو ولس پر دې پوه كړي، چې ړوند يو ځل خپله امسا وركوي.

اې ولسه د خداى لپاره تباه شوې، برباد شوې نور د غفلت له خوبه راپاڅه، سترګې وغړوه خپل خادمان هم تشخيص كړه او هغه خلك هم وپېژنه چې ستا پر ژوند او ستا پر برخليك يې لوبې وكړې او لا لګيا دي كوي يې. دا ويده ولس به كله راپاڅېږي؟ كله چې د اسرافيل عليه السلام شپېلۍ پوك وهل شي. بيا خو به دا دنيا تېره وي او ټول به د محشر ميدان ته درومي، هلته خو به بله دنيا شروع كېږي. زه خو وايم چې د چا دا دنيا ښه نه شي، اخرت ته هم څه نه شي زېرمه كولاى. زه نه پوهېږي ولس چا ته په تمه دى، د ارګ او سپېدار ماڼۍ دې هغه حال دى، د سياسي احزابو دې هغه حال دى.

نور نو څوك پاتې دي چې د دوى مظلومانه غږ به د نړيوالو تر غوږو پورې ورسوي. زموږ ولس حق لري چې امريكا او ناټو ته ووايي چې له خيره مو توبه؛ خو سپي مو در كورې كړئ او دې بې ضميره مشرانو ته هم ووايي چې تاسې مو هم په بادارانو پسې ځئ، موږ به خپله ورانه ګوډله خپله ځانته جوړوو.

دا وګورئ

حكومت له امريكا سره پر خپلې مبهمې دوستۍ پر بيا كتنې مكلف دى

ف، فايض په نړۍ كې هېڅ داسې هېواد نشته چې خپله يوه مشخصه كورنۍ او ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *