شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / طنز / يو خواست يو ارمان

يو خواست يو ارمان

د غرمې لس بجې وې، د يوې جګپوړې ودانۍ د اووم پوړ له يوې كړكۍ نه مخامخ ګورم، په مخه كې مې ښكلې ننداره ده، د سپين كانګريټي سرك دوو غاړو ته ښكلې ودانۍ، ځينې ځينې يې ډېرې ښكلې او په عصري بڼه جوړې شوې، د سپين سرك په مخ كې هرې څو شېبې وروسته تور او سپين كروزين، د تورو هندراو لرونكي لكسس.. او نور ښكلي موټر زغلي… په همدې كې د همدې اووم پوړ د شا له  كړكۍ نه د امبولانسونو كريږي پورته شي چې مازغه خوري!

خدايه خير كړې، بې اختياره مې لاس د تلويزيون د كنټرول ټنۍ ته غځېږي… تر افغاني چينلونو وړاندې په جيو پاكستاني چينل كې د پكتيا د پوليسو پر مركز د بريد عاجل خبر ګورم، د يوه واټ له اړخه وړاندې د تورو لوخړو لړۍ دي چې فضا ته پورته دي…

د امبولانسونو او د پوليسو د موټرو غوغاوې نورې هم زياتې شي، له لوى واټ نه دوه – درې سوه متره وړاندې روغتون ته د موټرو او امبولانسونو كتارونه دي، د لوى واټ پر غاړه هم د خلكو او موټرو ګڼه ګوڼه ده…

دا نږدې هره ورځ د دې بنيادمانو برخليك دى، زه چې بېرته د جنوب لوري ته كړكۍ ته ودرېږم لاندې ويړ پراته ښكلي كورونه، ودانۍ او سرك ټول راته په وينو رنګ ښكاره شي، څو شېبې وړاندې ښكلا يې چې زما په سترګو خوږه لګېدله اوس مې سترګې ځوروي، داسې راته ښكاري چې په دې هره ښكلې ودانۍ كې تور زړي قاتلان ناست دي، داسې ګڼم په دې ښكليو ودانيو كې د دې ښار د ټولو خوښيو او سوكاليو دښمنان پټ دي، د مسخه شويو انسانانو څېرې ګورم چې سره او سپين په همدې له ماتمه ډك چاپېريال كې خوښ او خندان دي… زه ورو ورو د دې ودانيو له نندارې نه د همدغه ښار ماضي ته لاړ شم، يو ساده ښار دى، يوازې كابل كانټيننټال او سيلو ودانۍ له لرې ښكاري، نور ښارله يو پوړه او دوه پوړه ودانيو پرته هېڅ نه لري، خو اوسيدونكي يې له صميميته ډك، پر خولو صادقانه موسكا، هر يوه ته د هر يوه له خولې د خلوص او مينې په اوبو مينځلې جملې، وروره، برادر، وطندار! دي چې له غوږونو تېرېږي او زړونو ته رسېږي. ټول لكه د يوه پلار او مور اولاده، په څېرو بېل، خو په خوى، بوى، او خلوص كې يو شان!

هلته د سرك پر غاړه چوغې سترګې يو خوارنجوكى بنيادم ناست په مخه كې د رنګارنګ پخو شويو چغندرو ډك تبنګ، وخت ناوخت لبلبوى شيرين! يوه خوږه ناره اوچته كړي په غږ كې يې د تبنګ تر چغندرو زيات خوږوالى او مينه څپې وه، د افغان زمين د هستوګنو ساده ژوند همدغسې روان دى، كلونه اوړي، ساده ښار، پاك واټونه د سرك يوې، بلې غاړې ته يو پوړه هوټلونه چې د هندي فلمونو سندرې، د لوګر او استالف د محلي سندرغاړو غږونه چې د رباب او تبلې له سر او تال سره بدرګه راوزي د خوښيو يو موج جوړ كړى.

د جګو منارو جوماتونه نشته، په ټول ښار كې يو د پلخشتي شنه ګومبزه له ورايه ښكاري، يو دوه درې نور په ټول ښار كې شته، خو د دې ښار په هر خټين او يا پاخه وړوكي كور كې د جوماتونو په څېر فضا ده، خداى ته په سجدو پراته سرونه دي، د انسان د وينې او ابرو حرمت دى، ابليس له هرې كوڅې رټلى دى، د انسانانو مېنه ده، يو نيم ګناه كار هم پكې شته، لږ د ټګۍ برګۍ كيسه په هره كوڅه كې ښكاري، خو مينه او سړيتوب پر دښمنۍ، تعصب او وحشت غالب دى.

چې د خيال له نړۍ راووځم، حواس مې پر ځاى شي، د امبولانسونو كريږې لا شته دي.

د زړه له كومي مې يو څو كليمې له خولې راووځي، يه لويه ربه!

دغه دنګې ماڼۍ او خاوندان يې له موږ واخله، هماغه ساده ښار مو راكړه چې مينه او سړيتوب پكې څپاند وو. كركه او دښمني چا نه پېژندله. دا اوسني مرګونه خو چا په كوڅه ډبو سپيو نه لورېدل، خدايه درېغه موږ ته هماغه خلوص، هماغه مينه او هماغه له خوږو ډك ژوند راكړې.

دا وګورئ

د وړوكې نړۍ خاوندان!!

پاچا ځوان دى، تاوده احساسات لري، نوى يې د شاهۍ دروند بار پر اوږو ورلوېدلى، ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *