شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / د چین وده د نړۍ د اقتصاد مرستندویه

د چین وده د نړۍ د اقتصاد مرستندویه

چن قیقینګ

په ۲۰۱۲ کال کې د چین د کمونیست ګوند له اتلسمې ملي کنګرې راهیسې، د عمومي منشي شي جین پینګ په مشرۍ د دغه ګوند مرکزي کمېټې د پرمختګ د دوامداره ساتلو لپاره عمومي لارښوونې په پام کې نیولي او د همدغه مناسب غبرګون له کبله د چین اقتصاد اوس خپل «نوي او نورمال» پړاو ته ننوتی دی.

دغه کار د همغږي، زرغون، پرانیستي او مشترک پرمختګ او نوښت لید پر مخ وړی او د جوړښتونو د اصلاحاتو له ودې سره یې مرسته کړې ده.

تر دغو لارښوونو لاندې د چین دوامدارو اقتصادي لاسته راوړنو نه یوازې د چین خلکو، بلکې ټول نړیوال اقتصاد ته ګټه رسولې ده.

د چین اقتصادي وده، د نړۍ له اقتصادي پرمختګ سره مرسته کوي

چین اوس د نړۍ د اقتصاد تر ټولو پیاوړی ماشین دی. په ۲۰۱۶ کال کې د چین د ناخالصو کورنیو تولیداتو کچه ۱۱ اعشاریه ۲ ټریلیونه امریکايي ډالرو ته رسېده چې د ټولې نړۍ د ناخالصه کورنیو تولیداتو ۱۴ اعشاره ۹ سلنه برخه جوړوي او له متحدو ایالتونو وروسته تر نورو ټولو هېوادونو لوړه ده. خو د نړۍ په اقتصادي غوړېدا کې د چین ونډه د نړۍ له ټولو ستر اقتصاد څخه هم ډېره پراخه ده.

د نړیوال بانک شمېرې ښيي چې چین له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې د نړۍ په اقتصادي وده کې ۳۱ اعشاریه ۶ سلنه ونډه اخیستې چې د متحدو ایالتونو او دغه راز د ټول یورو زون او جاپان له ګډې ونډې څخه لوړه ده. په ۲۰۱۶ کال کې دغه شمېر آن ۳۴ اعشاریه ۷ سلنې ته پورته شو چې د نړۍ اقتصاد یې ۰.۸ سلنه لوړ او د نړیوالې اقتصادي ودې د متحرک په توګه يې د چین رول لا پیاوړی کړ.

چین اوس د نړۍ په ټکنالوژیکي نوښتونو کې هم مهمه ونډه اخلي. په داسې حال کې چې نړۍ کې نوی صنعتي انقلاب رامنځته کېدونکی دی، نوښتونه د نړۍ د اقتصاد تر ټولو ستره چلوونکې قوه ګڼل کېږي. چین د تاریخ په اوږدو کې د نوښتونو مهم مرکز پاتې شوی چې پاڼې جوړول، چاپ، باروت او کمپاس یې څلور ستر نوښتونه بللی شو.

چین په معاصر تاریخ کې په دې برخه کې کم کاره و، خو په وروستیو کلونو کې بیا دې برخې ته راګرځېدلی او د کوانټوم مخابراتو، سوپر کمپیوټرونو او د انرژۍ د لېږد په څېر په بېلابېلو برخو کې په نوښتونو سره د مخکښو هېوادونو په کتار کې درېدلی دی.

د چټکو اورګاډو لیکې، علي پی Alipay، انلاین پېر و پلور او د سایکلونو شریکول چې د خلکو ژوندانه کې یې ژور تغیرات راوستي، د چین (څلور نوي او ستر نوښتونه) دي. نړۍ اوس د «چین د کاپي» پر ځای «له چین څخه کاپي» ته اوښتونکې ده.

د چین پرمختګ نړۍ ته فرصتونه برابروي

چین څلور لسیزې وړاندې د ۱۹۷۰ يمو كلونو په وروستیو کې د اصلاحاتو له عملي کولو او د نوې پالیسۍ له پیلولو راهیسې اوس د نړۍ دویم ستر اقتصاد، دویم ستر سوداګریز هېواد، تر ټولو ستر صادروونکی، دویم ستر واردوونکی او بهر کې دویم ستر پانګوونکی هېواد دی.

چین اوس دا وړتیا لري چې نړۍ ته ستر پرمختیايي فرصتونه برابر کړي. چین نړۍ ته یو پراخ بازار برابر کړی دی. څومره چې د چین خلک له اقتصادي اړخه منځنۍ طبقې ته ورنږدې کېږي، په هماغه اندازه یې ورسره مصارف هم لوړېږي. چین چې سر له اوسه د اومه توکو تر ټولو ستر پېرېدونکی دی، هغو هېوادونو ته په مهم بازار اوړي چې د سرچینو له اړخه بډای دي.

نړیواله پانګه کولی شي چې د چین له چټکې پراختیا د پام وړ ګټه لاس ته راوړي. د اصلاحاتو او نوې پالیسۍ له پیل راهیسې يې ۱ اعشاریه ۷ ټریلیونه امریکايي ډالره بهرنۍ پانګونه جذب کړې ده.

چين د اصلاحاتو او افتتاح له وخته ۱۰۷ ټريليونه امريكايي ډالره بهرنۍ پانګه جذب كړې ده او له اتلسمې ملي كنګرې را په دې خوا چين د ازادو سوداګريزو زونونو له ايجاده د پرانيستي اقتصاد په ترويج پيل كړى دى او همدارنګه د مديريت نوې تګلاره يې د پينت يا ملي مقدماتي مديريت په نوم له يوه منفي لېست سره معرفي كړې ده.

ضمناً يې زياتره سكټورونه پرانيستي دي او د بهرنيو مالي سرچينو د ورود پر مخ يې محدوديتونه لغوه كړي دي.

چينايي شركتونو په بهر كې د پانګونې په اړه اقدام كړى دى چې محلي اوسېدونكو ته د فرصتونو په ايجاد منتج شوى دى. له ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۶ كال پورې د چين بهرنۍ غير مالي پانګونه ۴۹۱.۶ ميلياردو ډالرو ته رسېدلې ده چې هر كال ۶.۲۱ سلنه زياتوالى ښيي.

چين همېشه په ګډو ګټو پسې دى. د مقاماتو په وينا، تر راتلونكو پنځو كلونو پورې د چين مجموعي واردات ۸ ټريليون امريكايي ډالره، په چين كې بهرنۍ پانګونه ۶۰۰ ميليارده ډالره، په بهر كې د چين پانګونه ۷۵۰ ميليارده ډالره او بهرني سفرونه ۷۰۰ ميليون امريكايي ډالره پيشبيني شوي دي.

دا ارقام، لوى بازار، زياته پانګه په ټولو هېوادونو كې بهتره ګټه او زيات فرصتونه په ټول جهان كې پيشبيني كوي.

د چين پلانونه د نړۍ پراختيا ته سهولت وربخښي

له ۲۰۰۸ نه چې نړيوال اقتصادي بحران پيل شو، د نړۍ اقتصاد ورو پاتې شو او نړۍ ته ګرانه وه چې ځان له دې ركوده وباسي او د اقتصادي رشد له تېرو تګلارو نه نويو تګلارو ته لاسرسى پيدا كړي، چين هڅه كړې ده چې دا كار سرته ورسوي.

چين هم په داسې حال كې چې له اقتصادي ركود سره مخ دى، پر لويو مقياسونو يې پاليسي نه ده تطبيق كړې، بلكې د نوې، همغږې، شنې، پرانيستې او هر اړخيزې توسعې په لټه كې دى. جوړښتي اصلاحات يې ترويج كړي او له اصلاحاتو نه په ګټې اخيستنې سره يې اقتصادي، انكشافي توليدي قوتونو ته رشد وركړى دى.

په همدې دليل د چين اقتصاد صعودي مسير ښودلى او نړۍ ته په يوه ښه الګو بدل شوى دى.

په ۲۰۱۶ كې د چين په كوربه توب په هونګژو كې د جي شل ډلې د نړۍ په توسعه كې د چين د تجربو په وړاندې كولو په لويه كچه، د لومړيتوبونو، د لارښودنې اصول او ارزيابۍ شاخصونو په ګډون د اصلاحاتو جوړښتونه وړاندې كړل.

په داسې حال كې چې جهان د ډله ييزو اموالو له كمښت سره مخ دى، چين هڅه كوي چې خلاګانې ډكې كړي. په همدې دليل دې هېواد د يوې لارې او يوه كمربند نوښت له نورو ملتونو سره د چين د توسعوي فرصتونو د شريكولو په هدف د دې لارې په اوږدو كې د عامه رفاه د تحقق لپاره وړاندې كړ. چين همدارنګه د اقتصادي، زېربنايي پانګونې او بريكس نوى انكشافي بانك رامنځته كړ، هغه بانك چې د همغږې منطقوي توسعې سيستماتيك مالي ملاتړ وړاندې كوي.

د چين چټكې توسعې د نړيوالو پام ځانته راجلب كړى دى او پرمختيايي هېوادونو ته په يوه الګو بدل شوى. د ۲۰۰۸ كال د اقتصادي بحران د تاثيراتو په نتيجه كې زياتره توسعوي هېوادونه د څو كالو لپاره په اقتصادي ركود كې پاتې شوي او همدارنګه د ظهور په حال كې اقتصادي بازارونه هم له دې وضعيت سره مخ وو، خو چين خپل همېشنى اقتصادي رشد ثابت ساتلى دى.

له ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۶ كال پورې د چين اقتصادي رشد ۷.۲ سلنه و چې له نړيوال اقتصادي رشد نه ۲.۵ سلنه او د توسعوي هېوادونو د اوسط اقتصادي رشد ۴ سلنه توسعه موندلې ده. دا ارقام د چين د مسير خوند يا د چين د توسعې تګلاره راښيي چې ډېرى هېوادونه يې دې ته هڅولي دي چې د چين له تګلارو او تجربو نه ګټه واخلي.

په همدې حال كې د چين توسعه او انكشاف ښيي چې يو هېواد كولاى شي چې خپل انكشافي مسير د خپل تاريخ او واقعيتونو پر اساس غوره كړي. د چين توسعې او انكشاف د نورو هېوادونو اعتماد د توسعې د مستقلې تګلارې د انتخاب لپاره تقويه كړى دى چې له خپلو ملي شرايطو او واقعيتونو سره سم موډل انتخاب كړي.

په واضحه توګه د چين پرمختګ د جهان د توسعې لپاره داسې فرصتونه تهيه كوي او دا هېواد د يوه نوي، متحرك، پويا او تعاملي اقتصاد په ايجاد كې مرسته كوي.

د دې مطلب ليكونكى د حزب د مركزي كومېټې د اقتصادي پوهنتون د ډيپارټمنټ استاد دى.

(د دې مقالې محتويات د چينا پكټوريل مجلې په واسطه چې په بيجينګ كې مستقره ده، تهيه شوي دي.)

دا وګورئ

حكومت له امريكا سره پر خپلې مبهمې دوستۍ پر بيا كتنې مكلف دى

ف، فايض په نړۍ كې هېڅ داسې هېواد نشته چې خپله يوه مشخصه كورنۍ او ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *