شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / پردى شوى سياست؛ وطن زما؛ واك يې د امريكا

پردى شوى سياست؛ وطن زما؛ واك يې د امريكا

ف، فايض

له كومې ورځې نه چې د انګريزانو ناولى قدم افغانستان ته راورسېد، كه څه هم افغانانو درې ځلې د جنګ په ډګر كې ماته وركړه او انګريزان يې له خپلې خاورې نه ايستلو ته اړ كړل؛ خو بيا هم د استقلال تر غزا (۱۹۱۹) پورې افغاني حكومتونه ان د شاه شجاع له زمانې نه په يوه ډول نه يو ډول تحت الحمايه وو، يواځې شيرعلي خان چې د انګريزانو يو مخالف سړى و د امبالي د كنفرانس پر مهال انګريزانو ته وويل چې له دوى سره د خپل پلار دوست محمد خان ټول كړې لوزنامې لغو كوي؛ خو انګريزانو د هغه پر دې خبره غوږونه ونه ګرول او ده هم دومره قوت نه درلود چې انګريزان د خپلو غوښتنو منلو ته اړ باسي تر دې چې انګريزانو پر ده بريد وكړ.

په (۱۹۱۹) كې چې امان الله خان پاچا شو د افغانستان د بشپړ استقلال اعلان يې وكړ او دې استقلال تر ۱۹۷۹ پورې چې روسانو پر افغانستان بريد وكړ په يوه ډول نه يوه ډول دوام وكړ؛ خو افغانستان ته د روسي قواو په راتلو سره زموږ استقلال بيا هم له شك او ترديد سره مخ شو؛ ځكه د شوروي قواو د حضور په صورت كې افغانستان هېڅكله هم د استقلال ادعا نه شواى كولاى، تر دې چې په ۱۹۹۲ كې افغانان د خپل مقدس جهاد په نتيجه كې بيا استقلال ته ورسېدل. افغانانو لكه څرنګه چې له انګريز نه خپل استقلال ترلاسه كړ، دغسې يې له روسانو نه هم ترلاسه كړ او د روسانو لاسپوڅي حكومت هم د نجيب په سقوط سره سقوط وكړ او مجاهدين كابل ښار ته ننوتل؛ خو بيا هم افغانان چا په كراره پرېنښوول خصوصاً د ګاونډيانو ډېرې بربنډې لاسوهنې شروع شوې، تر دې چې په ۱۹۹۶ كې په ۱۹۹۴ كې راپورته كړى طالبان يې واك ته ورسول، ښايي ډېرى دوستان دا راسره ونه مني چې ګني طالبان مستقل نه ول؛ خو ماته چې څومره حقايق معلوم دي او ډېرو دوستانو او هېوادوالو ته معلوم دي، طالب هغه استقلال نه درلود لكه څومره يې چې اوس هم يو شمېر دوستان ادعا كوي او له دې نه هم انكار نه شي كېداى چې په مجاهدينو كې هم يو شمېر په نورو پورې تړلي مشران افراد او كړۍ وې چې هغوى هم خپل استقلال نه درلود؛ خو په ټوله كې بيا جهاد يو مستقل حركت و او همدا استقلال د دې باعث شو چې يو شمېر ګاونډيان او په نهايت كې لوېديځوالو په مجاهدينو پسې راواخيسته، داسې فضا يې رامنځته كړه چې د نظام د تشكيل امكانات له منځه ولاړ شي، ګډوډي او انارشيزم رامنځته شي، تنظيمونه پخپلو كې يو بل ته اړم شي او دې ته زمينه مساعده شي چې د اقتدار له ډګره د هغوى د تجريد زمينه په اسانه برابره شي؛ نو همدا و چې مجاهد يې پر طالب راوپرځاوه، او اوس يې د طالب د حذف لپاره داعش ته زمينه مساعده كړې.

په دې منځ كې له ۲۰۰۱ نه را په دېخوا حكومتي نظام هم د بحث وړ دى چې اصل بحث پر همدې كېدلاى شي. دا چې د ګاونډيانو مداخلو افغانان ډېر زورولي ول؛ نو كله چې په ۲۰۰۱ كې د سپټمبر تر پېښو وروسته د  اكټوبر پر اوومه افغانستان د امريكا او ناټو تر يرغل لاندې راغى او بيا د يوه حكومت د جوړولو لپاره د بن كنفرانس جوړ شو؛ نو هلته چې كوم حكومت جوړ كړاى شو او كوم تركيب په پام كې ونيول شو، هغې د يوه سوكاله، ارام او پرمختللي افغانستان تضمين نه شواى كولاى؛ ځكه په دې حكومت كې هغه چاته غوښنه برخه وركړل شوه چې له امريكا سره يې اړيكي پاللي و. دغه اړيكي څه پټې خبرې نه وې؛ بلكې د سي آى اې (CIA) سرچينو پخپله هغه افشا كړې، امريكايي جنرال ګيري شرون او امريكايي ژورناليستانو باب وډوارډ او سټيوكول پرې كتابونه وليكل چې اوس په پښتو او دري ژبو هم ژباړل شوي او په بازار كې موندل كېږي، كه څوك يې پر جزئياتو ځان پوه كول غواړي لطفاً هغو سرچينو ته دې مراجعه وكړئ. نتيجه دا شوه چې يو داسې حكومت رامنځته شي چې واګې يې د امريكايانو په لاس كې وي. پخوانى ولسمشر حامد كرزي هم تر ډېره وخته يا د مجبوريت يا مصلحت له مخې څه نه شواى ويلاى؛ خو بالاخره يې د صبر جام پر مورګو واوښت، خپله ګونګه روژه يې ماته كړه او د امريكا پر سياستونو يې نيوكې پيل كړې. كه څه هم چې هغه تر څه بريده خپل مسؤوليت سرته ورساوه او دا چې له امريكا سره يې امنيتي تړون لاسليك نه كړ، دا هم تر ډېره بريده هغه ته برائت وركوي، خو د هغه مخالفتونو هم افغانستان د امريكايانو له ولكې نه ونه يوست. افغانستان يو داسې هېواد دى چې د نجيب له حكومته راپاتې اردو يې د ګاونډيانو د مداخلو او يو شمېر داخلي كړيو د خيانتونو په نتيجه كې تالا ترغۍ شوه، په زرګونو ټانګونه او په سلګونو الوتكې داسې ترۍ تمې شوې چې ځمكه وچاوده او دا هر څه په كې ننوتل. د افغانستان استقلال ان د كمونستانو له وخته مخ په شړيدو شو. د ارواښاد غلام محمد زرملوال د څېړنې له مخې د كمونستانو په دوره كې اووه سوه (۷۰۰) مليارده افغانۍ چاپ شوې چې معلومه ده دا پيسې هم يې پشتوانې وې او د شهيد استاد رباني د واكمنۍ پر مهال هغه پيسې چې په افغانستان كې ثبت شوې دوولس زره (۱۲۰۰۰) مليارده وې، دا چې يو شمېر پيسې پخوا تر دې چې بانك ته ورسېږي په لاره كې چور كېدې، هغه خو لا پر ځاى پرېږده؛ نو پر دې اساس طالبانو ته هم يو شړېدلى اقتصادي نظام په ميراث پاتې شو او له طالبانو نه د حامد كرزي حكومت ته يو همدغسې حالت په ميراث پاتې شو؛ نو بې له شكه هغه حكومت چې د بن په كنفرانس كې جوړ شو د امريكا خيرات ته ناست و، امريكا موږ ته له خپله جېبه څه نه راكول، څه يې هم چې په بيړنۍ توګه راكړل، له دروازې راننوتل او له كړكۍ بېرته وايستل شول. امريكا د مرستو يواځې شل سلنه افغان حكومت ته وركړې چې د يوه منظم حكومت د نشتوالي له لامله ډېرى چور كېدې او دېرى هم په تجملياتو لګېدې چې په دې توګه په افغانستان كې يوه اساسي پروژه هم عملي نه شوه. وروسته خو امريكا او د ناټو نورو غړيو خصوصاً انګليس، په افغانستان كې د مخدره توكو توليد ته زور وركړ چې په دې توګه يې هر كال په لسګونو او سلګونو مليارده ډالر لاس ته راوړل چې يو ډېرې ناچيزه پيسې يې افغان حكومت ته چې فقط ساه پرې وايستلاى شي، وركړې او نورې يې خپلو بانكونو ته انتقال كړې، همداسې يې د افغانستان پر يورانيمو، ليتيمو او نورو معدني زېرمو چور تالان ګډ كړ.

په ۲۰۱۳ كې يې چې د ملي وحدت په نامه كوم حكومت رامنځته كړ، دا دومره بېواكه او په امريكا پورې تړلى حكومت جوت شو چې د ورځې په سلګونو كسان وژل كېږي او په ۲۹/۷/۱۳۹۶ نېټه چې امنيتي مسؤولينو ولسي جرګې ته كومې څرګندونې وكړې، له هغې نه معلومه شوه چې د ورځې په اوسط ډول له ۸۰ نه تر ۱۲۰ پورې كسان وژل كېږي چې په دې كې ملكي كسان هم شامل دي؛ خو ډېرى د امنيتي قواو كسان دي. زموږ د ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رئيس ډاكټر عبدا… خولې د موچي په تار ګنډل شوې دي او يو هم غږ نه شي كولاى، د دې علت دا دى چې دلته هر څه بېګانه شوي دي، ثابته شوه چې نه غني د حكومتولۍ وړتيا لري او نه عبدا…. ګورو چې حالات ورځ تر بلې خرابېږي، خو دغه تش په نامه مشران د انتقاد يو غږ هم نه شي كولاى او خپلې شپې ورځې امريكا ته په جينګ جان تېروي. زموږ هيله د يوه مسلمان ملت په حيث تر ټولو دمخه د كايناتو ستر رب ته ده؛ خو په عالم اسباب كې يواځې ملت دى چې سترګې ور اوړي، له جهادي مشرانو نيولې، تر حكومتي مشرانو، مدني ټولنې اونورو پورې ټول د مرګ په خوب ويده دي، څوك امريكا دومره وېرولي چې لار پو كوي او پرې ځي او چا د خپلې تمې ځولۍ د امريكا خيرات ته نيولې دي؛ نو ځكه خو ملت بايد پر دې ټولو چليپا راكاږي او پخپله يو ملي حركت پيل كړي.

دا وګورئ

حكومت له امريكا سره پر خپلې مبهمې دوستۍ پر بيا كتنې مكلف دى

ف، فايض په نړۍ كې هېڅ داسې هېواد نشته چې خپله يوه مشخصه كورنۍ او ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *