شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / ولسمشر غني له رېکس ټېلرسن سره د کتنې لپاره هند ته ځي

ولسمشر غني له رېکس ټېلرسن سره د کتنې لپاره هند ته ځي

ټاکل شوې وه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د هند او پاکستان ترڅنګ افغانستان ته هم راشي، خو د امنیتي ګواښونو له امله یې سفر لغوه شوی او په نوي ډیلي کې به له غني سره وګوري

د افغانستان پر مسایلو د امریکايي چارواکو او ولسمشر ترمنځ ترسره کېدونکې خبرې د ډیپلوماټیکو اصولو خلاف کړنه ده (داود کلکانى)

کابل – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن له سعودي عربستان وروسته هند ته سفر کوي او په پام کې وه نوموړی افغانستان ته هم سفر وکړي، خو د امنیتي ملحوظاتو له امله دغه سفر لغوه شوی او ولسمشر غني یې د لیدنې لپاره نوي ډیلي ته ورځي.

په داسې حال کې چې د ملي یووالي حکومت وایي د امریکا د نوې ستراتېژۍ له اعلان وروسته د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو تازه فصل پرانيستل شوی، خو داسې ښکاري چې متحده ایالات د افغانستان راتلونکې ته خوشبینه نه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې ټاکل شوې وه د هند او پاکستان ترڅنګ افغانستان ته هم راشي، د امنیتي ګواښونو له امله یې سفر لغوه شوی او له سعودي عربستان وروسته به په نوي ډیلي کې له افغان ولسمشر سره وګوري.

کارپوهان وایي، متحده ایالاتو په لوی لاس د افغانستان وضعیت کړکېچن کړی، په افغانستان کې د تاوتریخوالي له وروستیو پېښو وروسته یو شمېر هېوادونو د خپلو سفارتونو مامورین له کابل څخه ايستلي او ښايي له دې وروسته بهرني هوایي شرکتونه هم افغانستان ته د راتګ زړه ښه نه کړي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړی داود کلکانى په نوي ډیلي کې د افغانستان پر مسایلو د امریکايي چارواکو او ولسمشر ترمنځ ترسره کېدونکې خبرې د ډیپلوماټیکو اصولو خلاف عمل بولي او وايي چې افغانستان او امریکا باید د دوه خپلواکو هېوادونو په توګه سیاسي اړیکې وپالي.

ولسمشرۍ ماڼۍ هند ته د ولسمشر غني د دې سفر جزئیات نه ورکوي، خو څه موده وړاندې د هند د ملي امنیت سلاکار کابل ته د خپل سفر په مهال افغان ولسمشر ته نوي ډیلي ته د سفر بلنه ورکړې وه.

دا وګورئ

احمدالله علیزی بخاطر تاکید بر برگزاری لویه جرگه از سوی رئیس جمهور برکنار شد

مقامات افغان حق ندارند در مجالس مربوط به حمایت از برگزاری لویه جرگه شرکت کنند ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *