شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د مشرانو جرګې غړي: د امریکا نوې ستراتېژي د نظام د کمزوري کولو او د افغانانو د وژلو لپاره یوه دسیسه ده

د مشرانو جرګې غړي: د امریکا نوې ستراتېژي د نظام د کمزوري کولو او د افغانانو د وژلو لپاره یوه دسیسه ده

 

د امریکا د نوې تګلارې اعلان د هېواد امنیتي وضعیت نه دی سم کړی، بلکې د دې ستراتېژۍ له امله د هرې ورځې په تېرېدو د جګړې لمن پراخېږي

له حکومته د امنيت ټينګولو تمه نه شي کېدای او له ياد وضعيت څخه د راوتو يوازينۍ لاره د لويې جرګې رابلل دي

کابل – د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي چې د امریکا نوې ستراتېژي د افغانستان د نظام د کمزوري کولو او د عامو افغانانو د وژلو لپاره یوه لویه دسیسه ده.

د دې جرګې غړي آصف صدیقي او زلمی زابلی د امریکا نوې ستراتېژي د افغانستان نظام د کمزوري کولو او افغانانو د وژلو لپاره لویه دسیسه بولي او زياتوي چې دا تګلاره نشي کولای په افغانستان کې امنیت ټینګ کړي.

د مشرانو جرګې غړي نثار حارث او حسن هوتک هم په دې باور دي چې د امریکا د نوې تګلارې اعلان د هېواد د امنیتي وضعیت له بهبود سره مرسته نه ده کړې، د دې ستراتېژۍ له امله د هرې ورځې په تېرېدو د جګړې لمن پراخېږي او حکومت د خپلو ناسمو سیاستونو له امله له دغې ستراتېژۍ ملاتړ کوي.

سناتوران له روان وضعيت څخه د راوتو په هدف د حکومت له لوري د لويې جرګې پر نه رابللو نيوکه کوي او له حکومته غواړي چې ژر تر ژره د لويې جرګې اجنډا مشخصه کړي.

د مشرانو جرګې غړي فرهاد سخي او ګلالۍ اکبري وايي، له حکومت څخه د امنيت ټينګولو تمه نه شي کېدای او له ياد وضعيت څخه د راوتو يوازينۍ لاره د لويې جرګې رابلل دي چې په وينا يې حکومت په دې برخه کې د وېرې پر ځای بايد د دغې جرګې د اجنډا مشخصولو لپاره اقدام وکړي.

سناتوران یو ځل بیا د موجوده وضعیت د مهارولو لپاره د لویې جرګې له دایرولو ملاتړ کوي چې تر دې مخکې د ولسي جرګې غړو هم د لویې جرګې د دایرولو غوښتنه کړې ده.

دا وګورئ

احمدالله علیزی بخاطر تاکید بر برگزاری لویه جرگه از سوی رئیس جمهور برکنار شد

مقامات افغان حق ندارند در مجالس مربوط به حمایت از برگزاری لویه جرگه شرکت کنند ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *