شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د مشرانو جرګې رئیس: حکومت دې د انس حقاني په ګډون په اعدام محکوم طالبان اعدام کړي

د مشرانو جرګې رئیس: حکومت دې د انس حقاني په ګډون په اعدام محکوم طالبان اعدام کړي

 

دا مهال له ۵۰۰ نه پر زیاتو کسانو د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا د اعدام حکم صادر شوی دی

کابل – مشرانو جرګه له حکومته د انس حقاني په ګډون د ټولو هغو طالب بندیانو د اعدام غوښتنه کوي چې محاکمو پرې د اعدام حکمونه صادر کړي دي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار تېره ورځ د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل، افغان حکومت باید دغه اقدام د بې ګناه وژل شويو افغانانو وینو ته د درناوي په خاطر وکړي.

مسلمیار زياته كړه: “زما پيغام افغان حکومت ته دا دی چې د انس حقاني په ګډون ټول هغه طالب بندیان چې د اعدام فیصلې پرې شوي، لطفاً، د خدای په لحاظ، د دې مظلوم ولس د وینو په خاطر دې یې اعدام کړي، په شریعت کې ښکلا ده، په شریعت کې امن دی او دا د الله تعالی د دین حکم دی، درې محکمو پرې فيصله کړې، اعدام يې کړئ.”

دا په داسې حال کې ده چې په تېره يوه اونۍ کې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې له خوا په کابل او څو نورو ولایتونو کې پرله پسې خونړۍ حملې وشوې چې له امله يې سلګونو نظامي او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.

افغان حکومت تېر کال په مې میاشت کې شپږ طالب بندیان چې د مرګ په سزا محکوم شوي وو، اعدام کړل. دغه طالبان په کابل کې په یوه برید باندې تورن وو چې پکې له ٦٠ ډېر کسان وژل شوي وو.

د هېواد په زندانونو کې په اعدام د محکومو وسله والو مخالفینو د شمېر په اړه کره معلومات نشته، خو د يو شمېر نا تائید شویو راپورونو له مخې، ویل کېږي چې دا مهال له ۵۰۰ نه پر زیاتو کسانو د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا د اعدام حکم صادر شوی دی.

دا وګورئ

احمدالله علیزی بخاطر تاکید بر برگزاری لویه جرگه از سوی رئیس جمهور برکنار شد

مقامات افغان حق ندارند در مجالس مربوط به حمایت از برگزاری لویه جرگه شرکت کنند ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *