سه شنبه , جنوري 16 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / ټرمپ د افغانستان او پاکستان لپاره د خپل ځانګړي استازي دفتر تړلی

ټرمپ د افغانستان او پاکستان لپاره د خپل ځانګړي استازي دفتر تړلی

دغه دفتر دنده لرله چې له طالبانو او نورو ډلو سره د سولې هڅې وکړي او د یادې پروسې په تړاو د اروپايي اتحاديې او ناټو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي

واشنګټن – د ډونالډ ټرمپ ادارې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي دفتر تړلی دی.

د یو شمېر رسنیو د راپورونو له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت چارواکو دغه خبر تاييد کړی دی.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي دغه دفتر دنده لرله چې له طالبانو او نورو ډلو سره د سولې لپاره هڅې وکړي او همداراز د سولې لپاره د اروپايي اتحاديې او ناټو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي.

راپورونه زیاتوي چې په دغه دفتر کې کار کوونکو هم خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

په امریکا کې د ټرمپ د حکومت له راتلو وروسته د افغانستان په تړاو د متحدو ايالتونو په پاليسۍ کې ژور بدلون راغلى دى چې په افغانستان کې د پوځيانو او هوايي بريدونو زياتول د دې ستراتېژۍ مهمه برخه ده.

دا وګورئ

راپور شبکۀ سی بی اس: کابل بعد از هفده سال جنگ هنوز هم محاصره است

  عصاکر امرکایی از سفارت تا میدان هوایی بدون هلیکوپتر نمیتوانند رفت و آمد کنند ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *