شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / د امريكا له سرپرست سفير سره د طلوع نيوز پر مركه څو ټكي

د امريكا له سرپرست سفير سره د طلوع نيوز پر مركه څو ټكي

م، شفيقي

وړمه شپه طلوع تلويزيون په كابل كې د امريكا د سفارت له سرپرست ښاغلي هوګولارنس سره اوږده مركه درلوده.

په ټوله كې د مركې محتوا د افغانستان لپاره د امريكا په نوې ستراتېژۍ راڅرخېده، همدغسې د حكومت تائيد او د ناكاميو پر ځاى د برياو او پرمختګونو يادول پكې مهم ټكي وو. له ورايه معلومه وه چې موخه د امريكا د نوې ستراتېژۍ پر خلاف راپورته شويو پوښتنو ته په يو ډول ځواب ووايي او داسې وښيي چې هر څه سم روان دي.

د سرپرست سفير د خبرو او استدلال سټايل ارګ والو ته ورته ؤ چې پر ناخوالو او بدمرغيو ځانونه ناګار اچوي او همدغه يوه ترانه زمزمه كوي چې هر څه ښه روان دي، څو كاله وروسته به دغه اوسنى افغانستان په دې بڼه نه وي.

هغه څه چې په دې مركه كې ډېر څرګند وو دا ؤ چې مركه ګواكې د يوه بل هېواد له سفير سره نه بلكې د افغانستان له هر كاره او مسلط واكمن سره ده.

ښايي چې نه به قصداً د طلوع تلويزيون مسوولينو دا غوښتل او نه د امريكا سرپرست سفير ښاغلي هوګولارنس، خو په دوو دلايلو مركه د سرپرست سفير پر ځاى له وايسرا سره وه.

يو دا چې د امريكا ستراتېژي د واشنګټن ستراتېژي ده، واقعيت دا دى چې د واشنګټڼ اراده او غوښتنې به پكې عملي كېږي. افغانستان د ستراتېژۍ د پلي كېدو ډګر دى او بس.

افغانستان دلته پخپله محكوم دى. په مركه كې چې د افغان چارواكيو د كړنو او ژمنو په باب خبره كېږي هم په پوښتنه او هم په ځواب دواړو كې داسې ښكاري لكه له يوه مسوول نه چې د ده د مامورينو د كړو وړو او ژمنو په باب پوښتنه كېږي. د سفير پر روحيه او لهجه دغه احساس غالب ؤ لكه چې دلته افغان چارواكي او ولس په پرېكړه او تصميم كې هېڅ رول او حق ونه لري، دوى بايد يوازې اطاعت وكړي او يوازې هغه څه وكړي چې ورته ويل كېږي

كه څه هم نوموړي دغه خبره څو ځلې وكړه چې (دا د افغانانو كار دى!) خو مفهوم يې داسې ؤ چې د حكم تعميل د افغانانو كار دى.

دوهم دا چې مركه اصلاً د امريكا د نوې ستراتېژۍ د ناوړو اړخونو د پټولو او د عامه ذهنيت په بل لور اړولو لپاره وه.

ښايي يو دليل به يې دا ؤ چې اوسنى حكومت د امريكا د بهرنيو چارو پخواني وزير جان كېري په نېغه مداخله جوړ شوى، دوى يې د خپل ماموريت ساحه بولي.

دا چې د افغانستان پر اوس او راتلونكې د امريكا د سرپرست سفير تبصره څه وه او څومره يې له هغو حقايقو سره اړخ لګاوه چې زموږ ولس يې انګيري او ويني بېله خبره ده، خو دغه مركه كه هر باضميره افغان ليدلې وي خامخا به پرې خپه شوي وي. ځكه چې د يوه بل هېواد سفير د دوى پر برخليك او د دوى د هېواد پر اوس او راتلونكې له داسې دريځه خبرې كولې لكه اصلي واكدار يې چې همدى وي. افغانان په تاريخ كې د بهرنيانو له داسې لهجې سره عادت نه وو. په دې كې شك نشته چې افغانستان د تېرو څلورو لسيزو جګړو او بدمرغيو په بهير كې ډېر څه له لاسه وركړي، بنسټونه يې ونړېدل او په تېرو ۱۶ كلونو كې چې نړيواله ټولنه افغانستان ته راغله له بده بخته زموږ پر هېواد او ولس جګړې درنې شوې، د ولس ارزښتونو زيان وليد اخلاقي كركټرونه مو كمزوري شول د سياسي كړيو ترمنځ مو د نفاق او بدمرغيو كركټرونو ته ډېره مخه وركړل شوه، خو تر ټولو لويه جفا د غني – عبدالله ګډوله حكومت ور واړوله چې پردي سفيران يې هم پر ځانونو او د ولس پر برخليك ورسپاره كړل.

له طلوع سره د امريكا د سرپرست سفير دغه مركه اصلاً زموږ د حكومت او چارواكيو سپكاوى ؤ.

دوى غوښتل چې د ټرمپ د ستراتېژۍ په اړه د افغان ولس ذهنيت سم كړي او د دې ستراتېژۍ له هغه ناوړه پايلو نه په لفاظيو خبره بل لور ته بوزي.

غوښتل يې چې د غني – عبدالله ګډوله حكومت راتلونكې او اوس ښه انځور كړي چې ولس پرې باور وكړي او له نورې انزوا يې وژغوري، خو پايلې به يې په ولس كې ډېرې معكوسې وي، ځكه چې د سفير هر ځواب زموږ د حكومتي مشرانو سپكاوى او د دوى كم ښودل وو. دا چې واقعيت څه دى، دلته مهم نه دى، خو افغان ولس ته د خپلو چارواكيو سپكاوى هېڅكله هم د زغم وړ نه دى. دا چې هوګولارنس طالبانو ته په خطاب كې وايي چې «موږ نه وزو او همدلته به وو او بيا د ټرمپ پر بمباريو جګړو ولاړه ستراتېژي ستايي، پيغام يې تر طالبانو ولس ته ډېر سخت او څرګند دى.»

دا وګورئ

حكومت له امريكا سره پر خپلې مبهمې دوستۍ پر بيا كتنې مكلف دى

ف، فايض په نړۍ كې هېڅ داسې هېواد نشته چې خپله يوه مشخصه كورنۍ او ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *