شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د امریکايي ځواکونو په ډزو ټپي شوی زده کوونکی مړ شو

د امریکايي ځواکونو په ډزو ټپي شوی زده کوونکی مړ شو

وړمه ورځ په جلال اباد ښار کې د امريکايي ځواکونو په ډزو دوه زده کوونکي ټپيان شول چې یوه یې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه

جلال اباد – هغه زده کوونکي ساه ورکړه چې وړمه ورځ په ننګرهار ولایت کې د امريکايي ځواکونو په ډزو ټپي شوی و.

وړمه ورځ د جلال اباد ښار د شپږمې ناحيې اړوند د نجم الجهاد لېسې زده کوونکو د امريکايي ځواکونو د موټرو پر کاروان د ډبرو ګوزارونه وکړل چې امريکايي سرتېرو پرې ډزې وکړې.

د امريکايي ځواکونو په ډزو د يادې لېسې د اتم ټولګي دوه زده کوونکي عمران او صابرالله ټپيان شول. ټپيان د درملنې په موخه د ننګرهار عامې روغتيا روغتون ته يوړل شول چې عمران له درملنې وروسته رخصت شو، خو صابرالله د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.

صابرالله د پکتيا ولايت اوسېدونکی و، خو په ننګرهار کې يې ژوند کاوه. بهرنيو ځواکونو او د ننګرهار سيمه ييزو مسوولينو تر دې دمه په دې اړه رسنیو څه نه دي ويلي.

دا وګورئ

احمدالله علیزی بخاطر تاکید بر برگزاری لویه جرگه از سوی رئیس جمهور برکنار شد

مقامات افغان حق ندارند در مجالس مربوط به حمایت از برگزاری لویه جرگه شرکت کنند ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *