سه شنبه , دسمبر 12 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د ناټو دسرمنشي يوه نيمګړې او يو طرفه محاسبه

د ناټو دسرمنشي يوه نيمګړې او يو طرفه محاسبه

د ناټو سرمنشي ينس ستولتنبرګ وايي چې سره له دې چې په افغانستان كې زموږ پاتې كېدل درنه بيه غواړي، خو ناټو به په افغانستان كې پاتې شي ځكه چې وتل به يې تر پاتې كېدو هم په درنه بيه تمام شي.

سره له دې چې په ناټو كې د اروپا مهم هېوادونه غړيتوب لري، خو پر پرېكړو يې د ملګرو ملتونو د سازمان په څېر د امريكا د نفوذ سيورى پروت دى، تراوسه پورې داسې سارى نشته چې ناټو سازمان دې د امريكا كومه پرېكړه رد كړې وي. دا چې امريكا د افغانستان لپاره نوې ستراتېژي اعلان كړه، دلته يې تر څلورو زرو پورې نورو پوځيانو را استولو پرېكړه كړې ده. جګړې او بمباريو ته يې زور وركړى دى، ناټو سازمان به خود د امريكا تر سيوري لاندې افغانستان ته پوځيان رالېږي او دلته به د پاتې كېدو پرېكړه كوي.

د پاتې كېدو او وتلو د ګټې او زيان حساب يې هم نيمګړى او يو طرفه دى، يوازې د امريكا او اروپايي هېوادونو د مادي ګټې او زيان محاسبه پكې شوې ده. د افغانانو د وينو او سرونو او زموږ د خاورې او چاپېريال د قربانۍ محاسبه پكې نشته.

كه د انسانيت له مخې پر حقايقو ولاړ قضاوت وي بيا خو خبره سرچپه ده.

امريكايي او ناټو پوځونه په افغانستان كې نه يوازې دا چې د افغان ولس پر وژنه او جناياتو بوخت دي بلكې عملاً دوى د ترهګرو ډلو پر پياوړي كولو او جوړولو بوخت دي.

امريكا او افغان حكومت پخپله پر دې اعتراف كوي چې دوى په افغانستان كې له دوه ويشتو ډلو سره جنګېږي. په داسې حال كې چې پر افغانستان د بريد پر مهال پر ۲۰۰۱ ز كال د امريكا او افغان حكومت وسله والې مخالفې ډلې يوازې طالبان او القاعده وې.

د ناټو د سرمنشي له دې څرګندونو سره هممهاله پنټاګون دا راپور خپور كړ چې په افغانستان كې دوى په سپټمبر كې ۷۵۱ بمونه غورځولي چې دا د اګسټ تر بمبارۍ پنځوس سلنه زيات دي، د ملګرو ملتونو راپور ښيي چې د دې بمباريو له زياتېدو سره ۴۳ سلنه ملكي مرګ ژوبله زياته شوې ده.

كه خبره د اصولو او نړيوالو نورمونو پر اساس واى، د افغانانو مرګ ژوبله به د امريكا او ناټو د دې جنګي جنون په بهير كې حساب شوى واى، كه دا كار شوى واى هېڅ د ضمير خاوند به بيا دا نه وو ويلي چې د دوى د پاتې كېدو بيه تر وتلو وړوكې او كمه ده.

د امريكا او ناټو قضاوت او محاسبه خو همدغه ده، اوس پخپله افغانان دغه خبره احساسوي كه نه او آيا دوى د خپل ولس د روان ناورين په تړاو كله داسې كومه محاسبه كړې چې ولې وژل كېږي او تر كومه به دغه توره لوبه دوام مومي؟!

دا وګورئ

په جناياتو كې ريښتيا هم ستر ځواكونه ښكېل دي!

څو ورځې وړاندې د جرمونو د نړيوالې محكمې د يو لړ اسنادو او شواهدو پر ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *