سه شنبه , دسمبر 12 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د يرغل او ناورين اوولسم كال

د يرغل او ناورين اوولسم كال

ف، فايض

افغانستان د يوه پنځه زره كلن هېواد په توګه ډېر ځله د يوه بهرني ناورين شاهد پاتې شوى؛ له مقدوني سكندره تراوسه خو هر څه برالا دي. هر ځل چې يرغل راغلى، پر دې سربېره  چې زموږ خلك يې وژلي، زموږ هېواد يې ويجاړ كړى، په علمي، فرهنګي، تاريخي او نورو برخو كې يې هم زموږ هېواد ته ډېر زيان رسولى دى.

افغانستان په ۱۸۳۹، ۱۸۷۸ او ۱۹۱۹ كې درې ځله د انګريزي يرغل له ګواښ سره مخ شوى؛ خو لله الحمد ملت مو له دې ازميښتونو بريالى راوتى دى او په ۱۹۱۹ كې خو د انګريزي ښكېلاك پوزه داسې په خاورو پورې وموښل شوه چې د افغانستان سياسي استقلال يې په رسميت وپېژاند. زموږ د هېواد د استقلال دا په رسميت پېژندنه د هغه هېواد لپاره چې ادعا يې كوله چې لمر يې په قلمرو كې نه ډوبېږي لويه ماته وه. ريښتيا هم چې تر هغې ورځې وروسته يې ورځ تر بلې پښې ښوييدې تر دې چې بريتانيا په ۱۹۴۷ كال د هند پرېښودو ته مجبوره شوه. بريتانيا ځانته لويه بريتانيا وايه حال دا چې دا هېواد د مساحت له مخې دومره لوى هېواد نه دى، خو د لوي والي دا ادعا يې د استعماري لاسته راوړنو له مخې وه. بريتانيا څو لسيزې پر هند حكومت وكړ. په هند كې د استقلال لومړنى بيرغ مسلمانانو پورته كړ چې حاجي امداد ا… مكى، مولينا رشيد احمد ګنګوهي، مولانا محمد قاسم نانوتوي، يې مخكښان و او وروسته بيا د شيخ الهند مولانا محمود الحسن ديوبندي، مولانا محمد علي جوهر مولانا شوكت علي، مولانا ابوالكلام ازاد مولانا محمد علي قصوري او نورو علماو له خوا دا لار تعقيب شوه چې بيا د ازادۍ غوښتنې دغه شعور په هندوانو كې هم غځونې وكړې او د مهاتما ګاندي او جواهر لال نهرو غوندې كسان په كې راوپورته شول؛ خو كه تاريخ په دقيقه توګه مطالعه كړو، هندي ولس د ازادۍ غوښتنې د روحيې په پياوړتيا كې د افغانانو هم لوى لاس و.

په ۱۹۷۹ كې روسانو يوه ستره تېروتنه وكړه او پر افغانستان يې يرغل وكړ؛ خو تر نژدې يوې لسيزې نظامي حضور مات شول او له افغانستانه په وتلو اړ شول؛ خو دا وتل عادي وتل نه و؛ بلكې د سرې امپراتورۍ د سرې كلا برجونه هم ونړېدل او سره ايډيالوژي هم په نړۍ كې وشرمېده او له ماتې سره مخ شوه. اوس د ماركسيزم او ليننيزم ادعاوې د تاريخ د آرشيف برخه شوه، اوس نو نور څوك خپل هېواد د ماركس پر نظرياتو نه جوړوي، هغه كيوبا چې د امريكې تر زنې لاندې يې د كمونيزم سور بيرغ پورته كړى و د پاپ درشل ته ټيټه شوه او د كمونستي كيوبا بنسټګر فيډل كاسترو د پاپ هركلى وكړ، د شوروي سقوط د كمونيزم سقوط و اوس هغو هېوادو هم له كمونيزمه د تېښتې لار ونيوه چې يو وخت د سرې كلا د برجونو سيورى ته دمه شوى وو.

د ۲۰۰۱ د اكټوبر پر اوومه امريكې هم د انګريزانو او روسانو غوندې يوه لويه تېروتنه وكړه او هغه پر افغانستان يرغل و. امريكا د ناټو د نظامي پيمان غړي هم ورسره ملګري كړل او دا دى اوس يې په افغانستان كې د جناياتو اوولسم كال پيل شو. امريكا د خپل راتګ لپاره ترهګري پلمه كړه، خو په دا شپاړس كالو كې يې په دې اړه هېڅ پرمختګ ونه كړ. د امريكا د پوځونو ډېره برخه په ۲۰۱۴ كې له افغانستانه ووته؛ خو د ناټو د سرمنشي ينس ستولتنبرګ په وينا دا اوس هم (۲۰۱۷) د ۳۹ هېوادو ديارلس زره عسكر په افغانستان كې موجود دي. نوموړى وايي چې دا اوس له افغانستانه د وتلو وخت نه دى او افغانستان بايد يواځې پرېنښودل شي خو افغان ولس بيا وايي چې:

مرا بخير تو اميد نيست، شرمسان

امريكا تراوسه د ادعا له مخې يې د تروريزم د ټكولو په برخه كې يوقدم هم په مخ نه دى اخستى؛ بلكې هغه ټوكه ده چې:

يو قدم چې وړاندې شم، دوه ګزه په شا شمه

طالبان ورځ تر بلې تقويه شول او اوس په يوه داسې قوت بدل شوي چې كه امريكا غواړي د طالب پر ځاى د داعش پروژه په افغانستان كې حاكمه كړي؛ خو نه شي كولاى، طالب اوس روسيې او ايران ته د مرستې لپاره لاسونه وغځول او هغوى هم د مرستې لاس وركړ. اوس به د امريكا لپاره د طالبانو ختمول دومره اسانه، نه وي، امريكا اوس هڅه كوي چې داعش پروژه پياوړي كړي. ويسا ورځپاڼې د ميزان په لومړۍ اوونۍ كې كونړ ته په وسلو بار د دوو لاريو د نيولو خبر خپور كړ؛ خو وايي چې تر نيول كېدو لږ وروسته له مركزه د ننګرهار پوليسو ته خبر وركړل شو چې دا خبره زموږ له سويې لوړه ده، لطفاً نيولې لارۍ پرېږدئ، لارۍ پرېښودل شوې، خو دا پوښتنه پر ځاى پاتې شوه چې وسلې يې چېرته او چاته انتقال كړې. همدارنګه پخوانى ولسمشر ښاغلى حامد كرزى په ډاګه وايي چې:

امريكا بايد افغانستان ته د داعش د راتګ او ځواكمنولو ځواب ووايي!

ښاغلى كرزى وايي چې ماته خلك راځي او وايي چې له كومې نښې پرته پر وسلو بار هليكوپترې راځي او كښيني او دا خبره په يوه سيمه كې نه ده؛ بلكې په درست افغانستان كې همدا حالت روان دى. له دې خبرې نه دا په واضحه توګه معلومېږي چې دغه ايجاد د امريكا ايجاد دى او په دې كې هم شك نشته چې د افغانستان حكومت او له حكومت سره همغږي قوتونه هم د دغه نوي حركت په تقويه كولو كې برخه لري. موږ داسې قوتونه پېژنو چې د طالب پر خلاف يې كله ناكله غږونه پورته كړل؛ خو د داعش په باب پټه خوله دي چې هر څوك پوهېږي غوا توره ده پۍ يې سپينې. امريكا په دا تېرو شپاړس كالو كې زموږ په لكونو هېوادوال د تروريزم په نامه شهيدان كړل؛ خو تروريزم يې ونه ځاپه او لايې تقويه كړ. دغسې يې په ارت مټ خصوصاً له هلمنده د ليتيمو زېرمې راوايستې او ويې چلولې، همدارنګه يې پر افغانستان د ترياكو يوه خطرناكه جګړه وتپله، پر دې سربېره يې زموږ د ګاونډيانو تبرونو ته هم لاستى ور واچول او زموږ لاسونه او پښې پرې غوڅوي ان چې زموږ د غرونو ځنګلونه د دغو ګاونډيانو له لاسه خوندي پاتې نه شول ان چې زموږ دسيندونو اوبو د هغوى له خوا خوندي پاتې نه شوې. دا خبره بايد افغان ولس ته د درك وړ وي چې امريكا غواړي په افغانستان كې جنګ وغځوي چې بې له شكه دا كار د ګاونډيانو په مرسته كوي. افغان ولس بايد نور د غفلت له خوبه راپاڅي، موږ پرته له خدايه (ج) په عالم اسباب كې د تكيې ځاى نه لرو، ګورو چې حتى د اسلامي هېوادو له خوا دلته د جنګ د غځولو لپاره مرستې كېږي، دلته د يو شمېر ډلو له خوا د اسلامي نظام د جوړولو ادعا هسې يوه تېر ايستونكى شعار دى، هغه چې اسلامي نظام جوړول غواړي هغه جلا خلك دي، نه دا د استعمار ګوډاګيان.

دا وګورئ

د اسلامي امت ستونزې اساسي حل غواړي

ف، فايض زه چې دا كرښې كاږم (۱۳۹۶\۹\۱۹) نېټه د يكشنبې ورځ ده، تر دې ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *