پنجشنبه , اکتوبر 19 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / ګارډین په افغانستان کې د سې آی اې په پټ زندان کې له وحشتونو پرده پورته کړې

ګارډین په افغانستان کې د سې آی اې په پټ زندان کې له وحشتونو پرده پورته کړې

د ګل رحمن په نوم یو بندي پرلپسې لس ورځې د سې آی اې د کار کوونکو له لوري د وحشیانه شکنجو او په ډېرې یخنۍ کې د ساتلو له امله ساه ورکړه

دغه زندان شل سيمټي کوچنۍ خونې لري چې هېڅ رڼا او تودوخه نه لري، په ۱۶ کوټو کې يې اوسپنيز ځنځيرونه پراته دي او بنديان پرې تړل کېږي

د افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ د نوې تګلارې له اعلان وروسته يو ځل بيا د دې امکان شته چې سي آی اې به خپلو پټو عملياتو او نورو فعاليتونو ته زور ورکړي (شنونکي)

لندن – بريتانوۍ ورځپاڼې ګارډين په يوه راپور کې پر هغو وحشي طريقو رڼا اچولې چې امريکايي استخباراتي ادارې سې آی اې په افغانستان کې په خپل يوه پټ زندان کې کارولې دي. دغه زندان کوبالټ نومېږي چې د بنديانو ترمنځ د تيارو په نوم يادېږي.

دا زندان شل سيمټي کوچنۍ خونې لري چې هېڅ رڼا او تودوخه نه لري، په ۱۶ کې يې اوسپنيز ځنځيرونه پراته دي چې بنديان پرې تړل کېږي. څلور نورې د ځانګړو پلټنو په موخه کارول کېږي چې بنديان په کې د دې لپاره د خونې په چت پورې راځوړندول کېږي چې له خوب او ارامه بې برخې شي. دا او په زندان کې ۲۴ ساعته داسې ساز غږول کېږي چې د بنديانو د اورېدو حس له منځه وړي.

ګارډين ورځپاڼې د ګل رحمن په نوم د یو بندي د وژل کېدو خبره څېړلې او ويلي یې دې چې یاد بندي د سې آی اې د دوو کار کوونکو جیسین او جېمز میچل له لوري پرلپسې لس ورځې په ډېر وحشیانه ډول شکنجه شو او اخیر يې د همدې شکنجو له امله ساه ورکړه.

د ګل رحمن د مرګ خبره هغه مهال رسوا شوه چې کورنۍ يې او د همدې زندان دوو پخوانيو بنديانو محمد بن سعود او سليمان بن عبد الله د يادو امريکايي روانپوهانو چې د سې آی اې کار کوونکي وو، پرضد په قضا کې عريضه وکړه. خو له دې هر څه سره دا قضيه په چوپ ډول اواره شوه او جيسين او ميچل ته له مسووليته د تېښتې فرصت ورکړل شو.

د ګارډین په خبره، ګل رحمن چې له القاعده سره په اړيکو تورن و، جيسين په دوو اونيو کې ۶ ځله ترې تحقيق کړی و چې په زندان کې د سختې يخنۍ له کبله يې ساه ورکړه. ګارډين ليکلي چې دا بندي له مرګ وړاندې لږ تر لږه پوره دوه اونۍ له سختې يخنۍ وکړېده. راپور څرګنده کړې ده چې د تحقيق په ځانګړې خونه کې بندي ته د هېڅ ډول جامو اغوستلو اجازه نه وه.

په راپور کې ټينګار شوی چې جيسين په خورا سړه سينه د دې بندي د کړاو شېبې او حالت څاره او په خپلو يادښتونو کې يې ثبتاوه، تر دې چې د خبرو کولو له امله يې پر بندي د يخو اوبو اچولو امر هم وکړ.

ګارډين دې ته اشاره کړې چې جيسين او ميچل نېغ په نېغه د تيارو زندان کې د رامنځته شويو پېښو مسوولين دي او همدې دواړو په ۲۰۰۲ کې «د تحقيق د طريقو لپاره د القاعده د غړو د مقاومت پرضد لارې چارې» په نوم راپور خپور کړ او کوبالټ زندان يې د دغو لارو چارو د ازمويلو لپاره د لابراتوار په توګه کاراوه.

شنونکي په دې اند دي چې دا په افغانستان کې د امريکايي او نورو بهرنيو استخباراتو د جنګي جرمونو يوازې يوه بېلګه ده او کومې چې د خلکو له نظره پټې دي، خورا ډېرې دي. د افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ د نوې تګلارې له اعلان وروسته يو ځل بیا د دې امکان شته چې سي آی اې به خپلو پټو عملياتو او نورو فعاليتونو ته زور ورکړي چې له امله به يې دا ډول جنګي جرمونه لا پسې پراخ شي.

دا وګورئ

د ملي شورا غړي: د امریکا د نوې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته ملکي مرګ ژوبله زیاته شوې

  ‌په هرات، کندز، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې شپږ ځله پر ملکيانو بمبارد شوی ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *