دوشنبه , دسمبر 11 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / فارن پالیسي: د طالبانو د دفتر تړل کېدل او له قطره د هغوی ايستل به تېروتنه وي

فارن پالیسي: د طالبانو د دفتر تړل کېدل او له قطره د هغوی ايستل به تېروتنه وي

 

امریکا دې په افغانستان کې د جګړې له پالیسۍ تېره شي، بلکې د سولې او مذاکراتو لار دې خپله کړي

که د طالبانو دفتر وتړل شي، له دې ډلې سره د تماس امکانات به محدود او د خبرو په لار کې به خنډ رامنځته شي

واشنګټن – فارن پالیسي خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر تړل او له قطره د هغوی ایستل به تېروتنه وي.

فارن پالیسي خپرونې د “له قطر څخه د طالبانو ایستل به تېروتنه وي” تر سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا څلورو پخوانیو استازو او یوه مرستیال استازي په ګډه لیکلې ده.

سرچينې ليکلي، که ټرمپ وغواړي د قطر دفتر وتړي او د مذاکراتو امکانات له منځه یوسي، نو یوه ستره تېروتنه به وکړي. نشریه زیاتوي، افغان جګړه له نظامي لارو نه حل کېږي، نو ښه به وي چې د مذاکراتو له لارې روان بحران پای ته ورسول شي.

د فارن پالیسي په خبره، افغان حکومت او امریکا دې په دې پوه شي، چې تر جګړې وروسته به مذاکرات ګټه و نه لري.

د دې خپرونې په باور، باید نه امریکا او نه د افغانستان حکومت دې ته انتظار وکړي چې په جګړې کې برلاسي شي او بیا خبرې پیل کړي.

نشریه همداراز ټینګار کوي چې امریکا دې په افغانستان کې د جګړې له پالیسۍ تېره شي، بلکې د سولې او مذاکراتو لار دې خپله کړي.

فارن پالیسي وايي چې واشنګټن په سیمه کې خپلې ملي ګټې یوازې د امریکا، افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سیاسي خبرو اترو له لارې ترلاسه کولی شي. نشریه زیاتوي، هماغسي چې امریکا او د افغانستان حکومت سولې ته اړتیا لري، طالبان یې هم لري، د جګړې د پای ته رسېدو لپاره لومړنۍ اړتیا خبرې دي، نو ولې باید دا ژر تر ژره پیل نه کړای شي. د فارن پالیسي په باور، دوهمه خبره دا ده چې که د طالبانو دفتر وتړل شي، له دې ډلې سره د تماس امکانات به محدود او د خبرو په لار کې به خنډ رامنځته شي.

خپرونه د طالبانو د قطر د دفتر په دفاع کې د دلیل په توګه یادونه کوي چې دا چاینل موجود دی، پکار ده چې د خبرو لپاره پرانیستی وساتل شي.

دا وګورئ

مشرانو جرګه: حکومت دې له واشنګټن سره امنيتي تړون لغوه کړي

  له امريکا سره شوی امنيتي تړون د امنيت په ټينګښت کې ګټور نه دی ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *