چهارشنبه , فبروري 21 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / کرکټ بورډ: ډین جونز د کرکټ د ملي ټیم موقت روزونکی وټاکل شو

کرکټ بورډ: ډین جونز د کرکټ د ملي ټیم موقت روزونکی وټاکل شو

 

د هانګ کانګ له لوبو وروسته به په دایمي ډول د روزونکي په توګه د ډین جونز د ټاکلو په اړه دواړه لوري خبرې وکړي

کابل – د اسټرالیا پخوانی توپ وهونکی او د کرکټ مبصر ډین جونز د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د موقت روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ډین جونز به له هانګ کانګ سره په راتلونكې څلور ورځنۍ  لوبه كې د افغانستان د ملي ټیم روزونکی وي.

د سرچينې په خبره، تر دې لوبې وروسته به په دایمي ډول د روزونکي په توګه د ډین جونز د ټاکلو په اړه دواړه خواوې خبرې وکړي.

د اسټرالیا دغه پخواني مخکښ لوبغاړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، خوښ دی چې د هانګ کانګ په دوره کې د افغانستان د ملي ټیم د روزونکي په توګه ګومارل شوی دی.

ډین جونز په کابل کې د شپږیزې په کورني کرکټ سیالیو کې د بهرني مبصر په توګه موجود و.

 

دا وګورئ

حکومت له جمعیت سره د عبدالکریم خدام د لرې کېدو پر سر معامله کړې

حکومت منلې چې خدام به د سولې شورا د مرستیال، ضیاء الدین ضیاء د سمنګان ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *