پنجشنبه , اکتوبر 19 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د ملي شورا غړي: په لرې پرتو سیمو کې مېشت سرتېرو ته په وخت تجهیزات او خوراکي توکي نه رسېږي

د ملي شورا غړي: په لرې پرتو سیمو کې مېشت سرتېرو ته په وخت تجهیزات او خوراکي توکي نه رسېږي

 

سرحدي سرتېري له کلونو راهیسې ډېرو ستونزو سره مخ دي او د اکمالاتو لپاره یې هېڅ اقدام نه کېږي

کابل – د ملي شورا غړي وایي چې د امنیتي ادارو مسوولین سرتېرو ته په وخت اکمالات او خوراکي مواد نه رسوي او د یادو ادارو د بې تفاوتیو له امله د سرتېرو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

په وروستۍ پېښه کې د کونړ ولایت په لرې پرته مروره ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو ۵ سرتېري هغه مهال د وسله والو په یوه كمين کې ووژل شول چې خپلو پوستو ته یې اوبه پورته کولې.

د ولسي جرګې غړې وږمه صافی وايي، سرحدي سرتېري له کلونو راهیسې ډېرو ستونزو سره مخ دي او د اکمالاتو لپاره یې هېڅ اقدام نه کېږي.

په ولسي جرګه کې د کونړ استازي وايي چې يادو سرتېرو خپلو قوماندانانو ته پر اطلاع سربېره په متواتره توګه څو ورځې پرته له خوراکه او اوبو تېرې کړې وې، خو ياد شمېر سرتېري د ډيورنډ کرښې پورې غاړې ته د اوښتو پر مهال د وسله والو طالبانو په کمين کې وژل کېږي او جسدونه او وسايط يې د قومي مشرانو له لوري دغه ولايت ته وړل کېږي.

د کورنيو چارو وزارت ویاند نجیب دانش دا موضوع تائيدوي او زياتوي چې د يادې پېښې د څېړلو په هدف يې هيئت ګومارلی او له نږدې يې څاري. د نوموړي په وينا، که کوم کس د څېړنو پر مهال ناغېړى كوونكى وپېژندل شي، نو قانوني چلند به ورسره کېږي.

خو د ملي شورا غړي حنیف حنیفي او سخي مشواڼى وايي، دا لومړی ځل نه دی چې داسې بدې پېښې پېښېږي، بلکې تر دې وړاندې د اروزګان ولايت په چورې ولسوالۍ کې ۲۴ تنه سرتېري د مرستندويه ځواکونو د نه رسېدو له امله د وسله والو طالبانو په يوه ډله ييز بريد کې ووژل شول.

د ملي شورا غړي د امنيتي ځواکونو د تلفاتو زياتېدو لامل په امنيتي سکټور کې کمزوری مديريت بولي. د دوی په باور، که امنيتي ځواکونو ته پاملرنه زياته نشي، نو د جګړې په ډګر کې د يادو ځواکونو روحيه زيانمنولی شي.

دا وګورئ

د ملي شورا غړي: د امریکا د نوې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته ملکي مرګ ژوبله زیاته شوې

  ‌په هرات، کندز، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې شپږ ځله پر ملکيانو بمبارد شوی ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *