پنجشنبه , اکتوبر 19 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د لغمان ولايتي چارواکي: په الينګار کې د ماين چاودنې ۱۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

د لغمان ولايتي چارواکي: په الينګار کې د ماين چاودنې ۱۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

 

په ايله ګل سيمه کې وسله وال طالبان يوې غونډې ته په فلاينکوچ موټر کې روان وو چې د سړک غاړې ماين پرې چاودنه کړې ده

مهترلام – د لغمان ولایتي چارواکي وايي چې په الينګار ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې ۱۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وويل، وړمه شپه د الينګار ولسوالۍ اړوند د نور لام صيب په ايله ګل سيمه کې وسله وال طالبان يوې غونډې ته په فلاينکوچ موټر کې روان وو چې د سړک غاړې ماين پرې چاودنه کړې ده.

هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې د مشهور قوماندان عباس په ګډون اووه وسله وال طالبان وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان دي.

د ځواک په وينا، په ټپي شويو کسانو کې د بادپښ ولسوالۍ لپاره د طالبانو له لوري ټاکل شوی ولسوال هم شامل دی. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

دا وګورئ

د ملي شورا غړي: د امریکا د نوې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته ملکي مرګ ژوبله زیاته شوې

  ‌په هرات، کندز، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې شپږ ځله پر ملکيانو بمبارد شوی ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *