پنجشنبه , اکتوبر 19 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د مخابراتو وزارت: د انټرنېټ بیه به تر ۸۰ سلنې ټیټه کړو

د مخابراتو وزارت: د انټرنېټ بیه به تر ۸۰ سلنې ټیټه کړو

 

پر یو داسې پلان کار روان دی چې له مخې به یې په راتلونکو درېیو میاشتو کې په هېواد کې د انټرنېټي خدماتو بیه خورا ټیټه شي

کابل – د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزارت ویاند نجیب ننګیال وايي چې تر راتلونکو درېيو میاشتو پورې به د انټرنېټ بیه تر ۸۰ سلنې ټیټه شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ولسمشر غني په سپارښتنې پر یوه داسې پلان کار کوي چې په هېواد کې د انټرنېټي خدماتو بیه خورا ټیټه شي.

نجیب ننګیال زياتوي، د دې پلان پر اساس به په راتلونکو درېيو میاشتو کې د انټرنېټي خدماتو محصول له ۶۰ تر ۸۰ سلنې پورې ټیټ شي.

دى وايي: “د ولسمشر له فرمان سره سم چې تېره اونۍ یې په یوه غونډه کې صادر کړ، موږ پر یوه پلان کار کوو چې پر اساس به یې په هېواد کې د ټولو مخابراتي کمپنیو د انټرنېټ بيې له ۶۰ تر ۸۰ سلنې پورې ټیټې شي.”

د روان میلادي کال په پیل کې هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي و چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د نوري فایبر د وصل کېدو له کبله افغانستان ته د ارزانه انټرنېټ لار پرانیستل شوې چې ورسره به د انټرنېټ بیه خورا ټیټه شي، خو عملاً په بیه کې د پام وړ بدلون رانغی.

دا وګورئ

د ملي شورا غړي: د امریکا د نوې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته ملکي مرګ ژوبله زیاته شوې

  ‌په هرات، کندز، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې شپږ ځله پر ملکيانو بمبارد شوی ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *