دوشنبه , دسمبر 11 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره: افغانستان د اسیا په کچه د اقلیم له اړخه ډېر زیانمن شوی هېواد دی

د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره: افغانستان د اسیا په کچه د اقلیم له اړخه ډېر زیانمن شوی هېواد دی

 

اقلیمي بدلون له تروریزمه هم خطرناک دی او که دې مسئلې ته جدي پاملرنه ونه شي، ناوړه پایلې به ولري

کابل – د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره وايي، افغانستان د اسیا په کچه لومړنی هېواد دی چې د اقليم له اړخه ډېر زیانمن شوی دی.

د يادې ادارې د مسوولينو په وينا، د دې کار لامل د زیاتو کېمیاوي موادو او سون توکو د کارونې ترڅنګ چاپېریال ساتنې ته د خلکو نه پاملرنه ده.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس مصطفی ظاهر اقلیمي بدلون له تروريزم نه هم خطرناک یادوي او وايي، که دې مسئلې ته جدي پاملرنه ونشي، نو ناوړه پایلې به ولري.

افغان چارواکي داسې مهال د اقلیمي بدلونونو په اړه اندېښنه ښيي چې له دې وړاندې هم د پاریس د اقلیمي بدلون په نړیوال کنفرانس کې افغان پلاوي ويلي چې افغانستان اقلیمي بدلون ځپلی دی.

بلخوا د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش چې په یاده غونډه کې یې ګډون کړی و، له نړیوالې ټولنې غواړي چې له خپلو تجربو او وسایلو په استفادې له افغانستان سره په دې برخه کې همکاري وکړي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره داسې مهال د کېمیاوي موادو او سون توکو زیاته استفاده د اقلیمي بدلون او د چاپېریال د خرابېدو لامل بولي چې په افغانستان کې د هر ژمني موسم په رارسېدو افغانان بیا له هغو سون توکو او ګازاتو استفاده کوي چې د چاپېریال لپاره ډېر مضر تمامېږي.

دا وګورئ

مشرانو جرګه: حکومت دې له واشنګټن سره امنيتي تړون لغوه کړي

  له امريکا سره شوی امنيتي تړون د امنيت په ټينګښت کې ګټور نه دی ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *