دوشنبه , دسمبر 11 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د عمان خبرې د كوم هدف لپاره دي؟

د عمان خبرې د كوم هدف لپاره دي؟

پاكستان ته د امريكا د دفاع وزير او كابل ته د پاكستان د لوى درستيز د سفر يوه پايله دا راووته چې په عمان كې به د روانې عيسوي مياشتې په ۱۵ مه له طالبانو سره څلور اړخيزه ناسته كېږي.

كه څه هم په كابل كې د جنرال قمر جاوېد باجوه او افغان چارواكيو ترمنځ شوې خبرې رسنيو ته نه دي راوتلې، خو په پاكستان كې افغان سفير حضرت عمر زاخېلوال له جيو تلويزيون سره په مركه كې د دغو خبرو په باب ډېره خوشبيني وښوده. نوموړي د خپلې خوشبينۍ جزئيات ونه ويل خو دا يې وويل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دا ښه پيل دى.

دلته مهم ټكى دا دى چې جيو ټلويزيون دوې ورځې د كابل او اسلام آباد ترمنځ د نويو اړيكو په باب ليكل چې د دواړو هېوادونو په اړيكو كې انقلاب راغلى دى.

داسې ښكاري چې پاكستانۍ ميډيا ته د كابل د خبرو په اړه ډېر معلومات وركړ شوي وي ځكه خو يې دې نويو اړيكو ته د انقلابي بدلون نوم وركړ.

په عمان كې چې كومې خبرې كېږي چين او امريكا به د څارونكيو په توګه پكې برخه اخلي او د افغان حكومت او طالبانو استازي به يو له بل سره د سولې په اړه خبرې كوي.

طالبانو ته نږدې كړۍ وايي چې پر هغوى د پاكستان اغيز نور ډېر پيكه شوى دى. خو په وروستۍ يوه مياشت كې په افغانستان كې د دوى پر جنګياليو هوايي بريدونه ډېر زيات شوي دي، طبيعي ده چې كه وضعه همدغسې دوام كوي مرګ ژوبله به يې زياته شي، ځكه د فشار د كمېدو لپاره دوى خبرو اترو او تفاهم ته ليوالتيا مومي.

يو تريخ واقعيت دلته دا دى چې سره له دې چې طالب ځان په روانه جګړه كې يو مهم لورى بولي، خو د سولې او جګړې واك د دوى په لاس كې نه دى.

په افغانستان كې د جګړې د دوام لوى لامل چې طالبان هم پرې باوري دي پخپله امريكا ده چې د يوه لوى ځواك په توګه يې دلته يوه جنګي تګلاره غوره كړې ده.

ايا امريكا غواړي چې له طالبانو سره سوله وشي؟

دوهم دا چې د داعش مساله به څنګه كېږي آيا له طالبانو سره سوله د دې لپاره نه ده چې نور جګړه د داعش تر بيرغ لاندې دوام ومومي؟

كه د عمان خبرې اترې د همدې لپاره وي چې نور دې طالبان د جګړې له ډګره وزي چې داعش د خپل ماموريت لپاره وزګار شي. بيا خو هم له ولس سره يوه بله جفا كېږي او هم په ټوله كې د سولې له پروسې سره چې د نورو ارزښتونو په څېر به په ولس كې د هغو په اړه ذهنيتونه خراب شي.

دا وګورئ

په جناياتو كې ريښتيا هم ستر ځواكونه ښكېل دي!

څو ورځې وړاندې د جرمونو د نړيوالې محكمې د يو لړ اسنادو او شواهدو پر ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *