سه شنبه , دسمبر 12 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / امريكا او پاكستان، دوه سره له يوه ګرېوانه

امريكا او پاكستان، دوه سره له يوه ګرېوانه

عزيز چوپان

روسان لا له افغانستانه، نه وو وتلي؛ فقط د ماتې نښې نښانې يې راڅرګندې شوې وې چې غرب د امريكا په مشرۍ افغانستان ته د راتلو لپاره وزرونه ټپول. كله چې سي آى اې د ۲۰۰۱ د سپټمبر د يوولسمې نېټې عمليات پلان كړل او بيا يې عملي كړل؛ نو پورتني ليدلي خوب ته يې د عمل لپاره لاره پرانستل شوه. كه څه هم چې پاكستان خو انګريزانو جوړ كړ، خو دا چې امريكا په دويم نړيوال جنګ كې تر برتانيې دمخه شوه؛ نو انګريزان يې تراوسه په ركاب كې ځغلي؛ نو ځكه خو يې پاكستان امريكايانو ته هم ور معرفي كړ. اوس پاكستان د برتانيې او امريكا مشترك مولود دى؛ خو تر امريكا پرې د برتانيې زړه سوى زيات دى.

په هر حال پاكستان له همغه پيله ښه په اخلاص سره د امريكا په خدمت كې ځغلېدلى دى؛ خو په افغان جهاد كې يې له امريكا سره ملګرتيا ځانګړې بڼه لري. پاكستان په هغو پيسو او وسلو كې چې د افغان جهاد لپاره وركول كېدې خپله ښه ماره وكړه، ان چې خپل ذخيره كړي وراسته غنم يې پر افغان مهاجرينو وخوړل او مهاجرينو ته راغلي تازه غنم يې په خپلو زېرمتونونو كې زيرمه كړل. د امريكا يوه لويه تېروتنه دا وه چې همغه له ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ نه يې افغانستان ته د پاكستان له عينكو نه وكتل ان چې كله امريكا غوښتل د افغان جهاد لپاره پاكستان ته را استولې وسلې تفتيش كړي پاكستان اوجړي كمپ ته چې دا وسلې هلته ذخيره كېدې اور واچاوه چې په دې توګه يې د امريكا د تفتيش مخه ونيوله. پاكستاني خپلې زړې وسلې مهاجرينو ته وركړې او نوې وسلې يې ځانته ذخيره كړې.

كله چې مجاهدين په ۱۳۷۱ كې واك ته ورسېدل، پاكستان پرې يوه داسې طرح تحميل كړه چې يوه ماشوم ته به هم د منلو نه وي او هغه وه د ۱۳۷۱ د ثور د څلورمې نېټې لوزنامه. اصلاً پاكستان او امريكا دواړو نه غوښتل چې په افغانستان يو باثباته حكومت جوړ شي، همغه و كله چې د مجاهدينو يو كاواكه حكومت هم  جوړ شو، امريكا په ۱۳۷۵ دې نتيجې ته ورسېده چې نور د مجاهدينو حكومت دا كه هر څنګه و چې نور سقوط وكړي چې د دې كار لپاره يې لا د مخه د طالبانو تحريك رامنځته كړى و او د هغوى د ځاى پر ځاى كولو لپاره يې د ۱۳۷۳ كال په اسد مياشت كې كرنل امام په هرات كې د قونسل په توګه وټاكه؛ خو د استاد رباني په مشرۍ د مجاهدينو حكومت دا توطيه درك نه كړاى شوه. كرنل امام د ټولې جنوب غرب حوزې په اړه چې بايد د طالبانو په لاسو سقوط وكړي، پلان جوړ كړ. اصلاً د مجاهدينو د سياسي شعور كمزورتيا د هغوى په سقوط كې مهم رول ولوباوه او همدارنګه د مجاهدين خپلمنځي اختلافات هم د دوى په سقوط كې بې اغېزې نه و. امريكا په ۱۳۷۵ كې د سيمې يوه مهم او غېزمن هېواد ته ويلي و چې مجاهدين بايد نور له واكه لرې كړاى شي. امريكا په ډېر مهارت سره خپله د باندنيو چارو د وزارت مرستياله افغانستان ته را واستوله او په استالف كې يې له احمد شاه مسعود سره خبرې وشوې او هغه يې دې ته وهڅاوه چې كابل پرېږدي او د پروان خوا ته عقبنشيني وكړي. هغه دا كار وكړ؛ خو په حقيقت كې امريكا وغولاوه. تر هغه وروسته هم د سي آى اې جنرال، ګيري شرون پنجشير ته پرله پسې تګ راتګ كاوه. مسعود يو ځل له روسانو سره لوبه وكړه، خو هغه يې هم په ګټه تمامه نه شوه او بل ځل يې له سي آى اې سره لوبه پيل كړه خو دې لوبې ورته بالكل ګټه ونه رسوله حتى چې ډېره لږه ګټه هم.

په هرحال خبره د امريكا او پاكستان د ملګرتيا ده. كه څه هم وايي چې په سياست كې نه دوستي همېشنۍ وي نه دښمني چې په دې توګه دا هم كاملاً له احتماله وتلې خبره نه ده چې يو وخت امريكا د پاكستان په ملګرتيا په ريښتيا هم بدګومانه شي او خبره له هسې لوبې نه ووځي او امريكا ورسره د خپلې دوستۍ حسابي وكړي. د ۱۳۸۰ په لسيزه كې چې عراق له ايران سره وجنګيد، هغه مهال صدام حسين له امريكا سره نږدې اړيكي درلودل؛ خو بيا داسې وخت راغى چې امريكا د صدام عراق ته د دښمن په سترګه وكتل؛ ځكه دا مهال يې ضرورت و چې نور له صدام سره خپله خبره يوې خوا ته كړي؛ خو لكه څرنګه چې د پاكستان د مشهور قانون پوه اس، ام ظفر (سيد محمد ظفر) د (ډكټيټر كون؟) له كتابه معلومېږي، دكتاتور خامخا د حماقت يوه خصيصه لري او دا حماقت يې يو وخت ورمېږ ماتوي. دغه ټوكه پر صدام حسين هم وشوه، هغه نور هغه صدام نه و چې امريكا د ده په ګټه ورته د ايران نظامي مركزونه د فرانسې په وسيله بمباردول، بيا يوه ورځ راغله چې عراق سقوط وكړ، صدام سقوط وكړ او دا اوس عراق په يوه ډېر بد حالت كې ژوند تېروي. دغه حالت يو وخت پر پاكستان هم راتلاى شي؛ خو دا به هله چې چين او هند ترمنځ د اختلافاتو كنګل يو څه اوار شوى وي، د هغوى سرحدي جنجالونه حل شوي وي او چين بيا د پاكستان دغومره دوستۍ ته اړتيا ونه لري لكه دا اوس يې چې لري؛ خو تر كومه چې د اوس خبره ده پاكستان او امريكا دواړه له يوه ګرېوانه سر وباسي، دا هم منم چې يو به بل ته په زړه كې غله هم وي، خو هغه لكه د مخه مې چې وويل د سبا خبره ده؛ خو تركومه چې د نن خبره ده دواړه ستراتېژيك دوستان دي. كه چېرې افغان دولت لكه چې وايي، ريښتيا هم دومره غوليدلي وي، چې ګڼي امريكا، پاكستان څنډې ته كړى يا يې د څنډې ته كولو په هڅه كې ده، دا تر ټولو ستره اشتباه ده. امريكا هم نه غواړي چې پاكستان كاملاً د چين په ځولۍ كې ولوېږي يا يې له روسيې سره د دوستۍ مزي مرغلين شي. امريكا چې پاكستان ته دومره امتيازات وركوي ورته اړتيا لري، زه بيا هم وايم چې ولسمشر غني بايد ونه غولېږي.

دا وګورئ

د اسلامي امت ستونزې اساسي حل غواړي

ف، فايض زه چې دا كرښې كاږم (۱۳۹۶\۹\۱۹) نېټه د يكشنبې ورځ ده، تر دې ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *