پنجشنبه , اکتوبر 19 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / امریکایي سناتور باب کراکر: ټرمپ به امریکا درېیمې نړیوالې جګړې ته ور ټېل وهي

امریکایي سناتور باب کراکر: ټرمپ به امریکا درېیمې نړیوالې جګړې ته ور ټېل وهي

 ټرمپ خپل موقف ته د ټلویزیوني پروګرام په سترګه ګوري او بهرنۍ تګلاره او پالیسي یې د امریکا په ګټه نه ده

د افغانستان په اړه د ټرمپ د نوې جنګي ستراتېژۍ تر اعلان وروسته په امریکا کې ګڼ شمېر امريکايي کارپوهانو او سیاستوالو د هغه له سیاستونو سره مخالفت ښودلی

واشنګټن – په دې وروستیو کې د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر باب کراکر او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ ناندریو زور اخیستی او آن یو او بل ته يې نېښ لرونکي ټويټونه کړي دي.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب کراکر وايي، د ټرمپ بهرنۍ تګلاره او پالیسي د امریکا په ګټه نه ده او که نوموړی همداسې روان وي، متحده ايالات به له درېیمې نړیوالې جګړې سره مخ کړي.

باب کراکر د امریکا په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ سرسخت ملاتړی و، خو کله چې ټرمپ سپيڼې ماڼۍ ته ننوتی، د دوی ترمنځ ناندرۍ ورځ تر بلې ډېرې شوې.

امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز په یوه مقاله کې ليکلي، سناتور کراکر په دې باور دی چې ولسمشر ټرمپ خپل موقف ته د یوه ټلویزيوني پروګرام په سترګه ګوري او امریکا يې د درېیم نړيوال جنګ په لوري روانه کړې ده.

ټرمپ بيا وايي چې کراکر له ده د بهرنیو چارو وزارت غوښتی دی، خو ده نه دی ورسره منلی. د ټرمپ په وینا، د کراکر تر ټولو ستر کار امریکا ته دا دی چې له ایران سره یې ناولی اټومي تړون لاسلیک کړی دی. خو کراکر د دې خبرو په ځواب کې ويلي: “نه پوهېږم ټرمپ ولې داسې شیان ټویټ کوي چې واقعيت نه لري.”

کراکر په دې باور دی چې د ټرمپ څرګندونو له ګڼو هېوادونو په تېره له شمالي کوریا سره د امریکا مذاکراتو ته زیان اړولی او ښايي متحده ايالات له ګڼو خطرونو سره مخ کړي.

د یادولو ده چې د افغانستان او سوېلي اسیا په اړه د ټرمپ د نوې جنګي ستراتېژۍ تر اعلان وروسته د نړیوالو سیاستوالو ترڅنګ په امریکا کې هم ګڼ شمېر امريکايي کارپوهانو او سیاستوالو د هغه له سیاستونو سره مخالفت ښودلی او ويلي یې دي چې د ټرمپ نوې ستراتېژي به نه یوازې دا چې په افغانستان کې سوله را نه ولي، بلکې امریکا به هم په نړیوالو جنګونو کې ښکېله کړي.

دا وګورئ

د ملي شورا غړي: د امریکا د نوې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته ملکي مرګ ژوبله زیاته شوې

  ‌په هرات، کندز، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې شپږ ځله پر ملکيانو بمبارد شوی ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *