دوشنبه , دسمبر 11 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / حامد کرزی: امریکا باید په افغانستان کې د داعش د راتګ او ځواکمنېدو ځواب ووايي

حامد کرزی: امریکا باید په افغانستان کې د داعش د راتګ او ځواکمنېدو ځواب ووايي

 

په افغانستان کې د امریکا پوځ او څارګر شته، نو څنګه په دغه هېواد کې داعش په تېرو څو کلونو کې پیدا او ځواکمن شو؟

ماته خلک راځي او وايي، له کومې نښې پرته له وسلو ډكې چورلکې کېني او دا په یوه ځانګړې سیمه کې نه کېږي، بلکې په ټول افغانستان کې دا کار روان دى

کابل – پخواني ولسمشر حامد کرزي د روسیې له رشیا ټوډې ټلویزیون سره په مرکه ویلي چې امریکا باید په افغانستان کې د داعش ډلې د رامنځته کېدو او ځواکمنېدو په اړه ځواب ووايي.

کرزی وايي، په تېرو څو کلونو کې اسلامي دولت په افغانستان کې پیدا شو، دلته چې د امریکا پوځ او څارګرې ادارې شته، نو داسې څنګه وشول؟ موږ د دې پوښتنې حق لرو او امریکا باید دې پوښتنې ته ځواب ووايي.

د پخواني ولسمشر په وينا، کره شواهد ښيي چې داعش ډله د امریکایانو له خوا اکمالېږي. كرزى زياتوي: “زه په دې اړه معلومات لرم، ماته خلک راځي او وايي، له کومې نښې پرته له وسلو ډكې چورلکې کېني او دا په یوه ځانګړې سیمه کې نه کېږي، بلکې په ټول افغانستان کې دا کار روان دى.”

دى همدارنګه وايي، افغانستان سولې ته د رسېدو لپاره ډېر پرمختګ کړی و او ټولو هېوادونو همکاري هم پیل کړې وه، خو اوس دا هرڅه بدل شوي او د دې هرڅه مسوول بهرنیان دي.

د حامد کرزي په خبره، امریکا او ناټو د جګړې او بمباریو له لارې په افغانستان کې امنیت نه شي راوستلی او د دې پر ځای دې سولې ته کار وکړي. نوموړی زياتوي: “موږ نه غواړو چې زموږ پر هېواد لوی لوی بمونه وغورځول شي او دلته ویجاړوونکې وسلې وکارول شي، موږ سوله غواړو، دا هغه څه دي چې نن یې موږ نه لرو او زموږ پوښتنه هم دا ده چې دا ولې؟ دغه موضوع باید تر بحث لاندې ونیول شي، دلته باید نور تاوتریخوالی نه وي، بمباري، د افغانانو وژل، لوټل، بندي کول او وېرول ګټه نه لري.”

پخواني ولسمشر په دې مرکه کې یو ځل بیا د امریکا له نوې ستراتېژۍ سره مخالفت وښود او وایي، دا ستراتېژي د افغانستان او سیمې لپاره د سولې پیغام نه لري.

دا وګورئ

مشرانو جرګه: حکومت دې له واشنګټن سره امنيتي تړون لغوه کړي

  له امريکا سره شوی امنيتي تړون د امنيت په ټينګښت کې ګټور نه دی ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *