دوشنبه , دسمبر 11 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / افغانستان له پاکستانه د پنځو لوړپوړو طالب بندیانو د ورسپارلو غوښتنه کړې

افغانستان له پاکستانه د پنځو لوړپوړو طالب بندیانو د ورسپارلو غوښتنه کړې

په دغو پنځو طالب بندیانو کې ملا عبدالغني برادر، ملا عبدالمنان نانی، ملا عبدالصمد ثاني او ملا سلیمان اغا هم شامل دي (اېکسپرېس ټرېبيون)

کابل – د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې د طالبانو د ډلې هغه پنځه لوړپوړي چارواکي افغان حکومت ته وروسپاري چې دمګړۍ په پاکستان کې بندیان دي.

افغان او پاکستاني چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې خبرو پیلولو په موخه یو لړ شرطونه یو بل ته وړاندې کړي چې یو یې د بندیانو راکړه ورکړه ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه وايي، څو ورځې مخکې د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په څنډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر خواجه محمد اصف څخه د پنځو طالب بندیانو د خوشې کېدو او افغان حکومت ته یې د ورسپارلو غوښتنه کړې وه.

که څه هم د ملي امنیت شورا ویاند د دغو طالب بندیانو نومونه یاد نه کړل، خو پاکستانۍ ورځپاڼې اېکسپرېس ټرېبیون د دوى له ډلې د څلورو كسانو ملا عبدالغني برادر، ملا عبدالمنان ناني، ملا عبدالصمد ثاني او ملا سلیمان اغا نومونه په ډاګه كړي دي.

ویل کېږي افغان حکومت ته د دغو طالب بندیانو په ورسپارلو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې خبرو پیلولو ته لار هوارېږي.

د ملي امنیت شورا وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې خبرو پیلولو لپاره دواړو هېوادونو یو بل ته بېلابېل موضوعات وړاندې کړي چې په پام کې ده پر وړاندې شويو موضوعاتو به په را روانه اونۍ کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا ترمنځ په ګډه ناسته کې چې د عمان په پلازمېنې مسقط کې جوړېږي، بحث وشي.

دا وګورئ

مشرانو جرګه: حکومت دې له واشنګټن سره امنيتي تړون لغوه کړي

  له امريکا سره شوی امنيتي تړون د امنيت په ټينګښت کې ګټور نه دی ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *