پنجشنبه , اکتوبر 19 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / امريكا او د بريژنسكي نظريه!!

امريكا او د بريژنسكي نظريه!!

وړمه ورځ د امريكا د دفاع وزير جېمز مټيس د خپل هېواد د سنا مجلس ته په وينا كې سپنې او ريـښتينې خبرې كړې دي. نوموړي چې د سنا مجلس د وسله والو خدماتو كوميټې ته د افغانستان په اړه د ټرمپ ستراتېژي تشريح كوله وې ويل چې د چين او پاكستان ترمنځ د اقتصادي دهليز پروژه د امريكا د ګټو پرخلاف ده.

جېمز مټيس اصلاً د امريكا ښكېلاكي څېره رالوڅه كړه او خبره يې له شف شف نه شفتالو ته راوايستله. د ټرمپ په نوې ستراتېژۍ كې پاكستان ته ګوته نيول او د يو لړ فشارونو موخه هم معلومه شوه چې اصلاً امريكا د چين او پاكستان ترمنځ د اقتصادي دهليز مخالف دى. د  افغانستان او سيمې لپاره د امريكا نوې ستراتېژي له سره تر پايه يوازې د امريكا د ګټو لپاره جوړه ده، كه چېرته يو څو «بلك هاك» څرخۍ او يا يو څو ميليون ډالره د مرستې په نامه ولګوي، بيا هم هغه اصلي او محوري مساله چې امريكا يې د نړۍ د يوازيني لوى ځواك په توګه په پام كې لري هغه يې خپلې ګټې دي.

ستونزه دا ده چې مشروع ګټې هر هېواد لري او دا يې حق دى چې ويې پالي، خو د امريكا ګټې د بريژنسكي په قول د نړۍ د يوازيني لوى ځواك په توګه بېل تعريف لري.

تاسو وګورئ چين د خپل ګاونډي پاكستان له خاورې د عربو سمندرګي ته لاره تېروي، زرګونه كيلو متره لرې په بله لويه وچه كې پرتې امريكا ته دا د دوى د ګټو خلاف پروژه ده او غواړي مخه يې ونيسي. دا د امريكا د ملي امنيت پخواني سلاكار بريژنسكي د هغه قول تصديق دى چې امريكا ۷۰ كاله جګړې وكړې چې د نړۍ يوازينى لوى ځواك شي او خپل سيال پخوانى شوروي اتحاد مات كړي، اوس يوه پېړۍ نورو جګړو ته اړتيا لري چې د يوازيني لوى ځواك په توګه ډېره موده پاتې شي.

د پخواني ولسمشر حامد كرزي په شمول چې چا په افغانستان او سيمه كې د امريكا د جګړو او وينو تويولو تګلاره غندله او دا به يې ويل چې امريكا په افغانستان كې د ثبات راوستلو ته صادقه نه ده په سيمه كې نورې موخې لري، بې ضميره ځان پلورو دغسې نظرياتو ته د «توطيې تيوري» نوم وركاوه.

اوس دا دي امريكايي چارواكي پخپله هغه اټكلونه او اندېښنې يو پر بل پسې ريښتيا ثابتوي چې په تېرو څو كلونو كې د دې هېواد د تګلارو او ارادو په باب ښودل كېدل.

كه څه هم له بده مرغه تر پله لاندې ډېرې اوبه تېرې شوې، امريكا په سيمه او افغانستان كې پښې ټينګې كړې، دا اوس چې د چين د اقتصادي دهليز په باب داسې په زغرده مخالفت كوي معنا يې دا ده چې ځان برلاسى بولي.

خو كه د سيمې هېوادونه د افغانستان په شمول دې ستونزې ته جدي ونه ګوري، هر هېواد د پاكستان په څېر يا په مصيبت كې د ګټو په معاملو پسې ګرځي او يا فكر كوي چې امريكا به په افغانستان كې بوخته وساتي، ټول له خپل برخليك سره جفا كوي. امريكا به يا د بريژنسكي خبره د نړۍ د يوازيني لوى ځواك په توګه پر ټوله نړۍ واكمني كوي او يا به يې غرور ماتېږي او له دې ځايه به خپلې پښې ورټولوي، له دې ځايه وتل يې هم د ټول بشريت په خير دي او هم پخپله د امريكايي ولس.

دا وګورئ

اصلي لوبه د ټرمپ ستراتېژي ده!

د عمان د وړمې ورځې پر څلور اړخيزه ناسته د بهرنيو چارو وزارت تبصره ډېره ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *