پنجشنبه , اکتوبر 19 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د ټرمپ د نوې ستراتېژۍ تر سيوري لاندې؟ له پاكستان سره د نوې يارانې پيل!

د ټرمپ د نوې ستراتېژۍ تر سيوري لاندې؟ له پاكستان سره د نوې يارانې پيل!

 

م، شفيقي

د ۲۰۱۷ كال د اګست پر ۲۲ مه د امريكا ولسمشر ډنالډ ټرمپ له اوږده انتظار وروسته د افغانستان او جنوبي آسيا لپاره خپله نوې ستراتېژي اعلان كړه چې د جګړو پر پراخولو او توندولو ولاړه ده.

د ټرمپ په نوې ستراتېژۍ كې تر ټولو مهم ټكى دا دى چې په افغانستان كې به له هوايي بريدونو څخه زيات كار واخلي او امريكايي پوځيان به بېرته جنګي ماموريت پيل كړي. كه څه هم امريكا په افغانستان كې جنګي ماموريت د يرغل له پيله تر ننه د يوې ورځې لپاره هم نه دى درولى، خو د ډونالډ ټرمپ په نوې ستراتېژۍ كې د جګړې دوام، د بمباريو او مرګ ژوبلې زياتېدل او د سولې پر ځاى په ټوله كې په سيمه كې د جګړو د توندېدو ډېر ښكاره پيغام نغښتى دى. د امريكا ولسمشر د اكټوبر پر ۶ مه خپلو پوځي قوماندانانو ته په وينا كې دا هم اعلان كړه چې په افغانستان كې مې خپلو پوځي قوماندانانو ته صلاحيتونه ور زيات كړل او ټول محدوديتونه مې ترې لرې كړل.

افغان حكومت سره له دې چې د پخوا په څېر امريكايي چارواكيو دوى له پامه غورځولي او په لوړه يا ټيټه كچه يې په نوې ستراتېژۍ كې هېڅ ډول مشوره ورسره نه ده كړې بيا هم په پټو سترګو د امريكا ستراتېژي تائيد كړه. د دې معنا دا ده چې په افغانستان كې به د امريكا د پوځي تحركاتو او عملياتو مخه د پخوا په څېر پرانيستې وي.

بل لور ته ۲۰۱۷ كال د سيمې او نړۍ وضعه هېڅكله هم د ۲۰۰۱ ز په څېر نه ده. په همدې دليل د امريكا د نوې پوځي ستراتېژۍ له اعلان سره د افغانستان د شاوخوا او سيمې مهمو هېوادونو غبرګونونه وښودل، روسيې چې د سيمې په كچه مهم هېواد دى دغه ستراتېژي د افغانستان او سيمې د هېوادونو په زيان وبلله او په زغرده يې ورسره مخالفت وښود، ايران دا احمقانه ستراتېژي وبلله چې پر جګړه تمركز كوي، چين هم د الفاظو په توپير له هغو سره مخالفت وښود. د پاكستان مخالفت ډېر طبيعي ؤ ځكه چې د ټرمپ په نوې ستراتېژۍ كې دې هېواد ته هم ګواښ ؤ. پخپله په افغانستان كې بېلابېلو شخصيتونو او د ملي شورا غړيو د امريكا له نوې ستراتېژۍ سره مخالفت وښود، دغه مخالفت ډېر توند ؤ او دليل يې دا ؤ چې د ټرمپ په ستراتېژۍ كې پر جګړه تمركز شوى چې دا به په افغانستان كې د امريكا او د دوى د سيمه ييزو سيالانو ترمنځ نيابتي جګړه توده كړي. دغو غبرګونونو اغيزه درلوده ځكه ډېر زر ځينې داسې نورې خبرې د واشنګټن له ادرسه را ووتلې چې ګواكې لومړى به پر طالبانو فشار راوستل كېږي ورپسې به د سولې پروسه پيلېږي.

ښايي له همدې لامله پاكستان ته د امريكا د دفاع وزير سفر او له اسلام آباده سمدستي كابل ته راتګ يې د افغانستان او پاكستان ترمنځ د بيا خبرو دروازې پرانيستې، د اكټوبر پر اوله د پاكستان د پوځ لوى درستيز جنرال قمر جاويد باجوه كابل ته راغى او له ولسمشر غني او نورو چارواكيو سره يې خبرې وكړې، قمر جاويد باجوه له يو ورځني سفر وروسته په اسلام آباد كې د قول اردو د قوماندانانو مهمه غونډه جوړه كړه او د معمول پر خلاف ۷ ساعته اوږده شوه، وروسته د دې غونډې په اړه رسنيو ته يوازې دومره وويل شول چې افغانستان ته د لوى درستيز د سفر پر موضوعاتو وه. د پاكستان رسنيو دغه خبر هم وركړ چې جنرال قمر جاويد باجوه افغان ولسمشر ډاكټر غني ته د پاكستان د سفر بلنه وركړه چې هغه هم منلې ده. د پاكستاني رسنيو له اعلان يوه ورځ وروسته په اسلام آباد كې افغان سفير حضرت عمر زاخېلوال هم دغه خبره تائيد كړه چې ولسمشر غني به ډېر زر پاكستان ته سفر وكړي.

د اكټوبر پر اتمه د يكشنبې په ماښام د شپې لس بجې د پاكستان جيونيوز تلويزيوني چينل «د افغانستان او پاكستان په اړيكو كې انقلاب!» تر سرليك لاندې د نوماند ژورناليست سليم صافي «جرګه» پروګرام ؤ په دې پروګرام كې كابل ته د پاكستان د پوځ د لوى درستيز جنرال قمر باجوه د سفر او له ډاكټر غني او نورو چارواكيو سره يې د ليدو په تړاو خبرې وې چې اصلاً دا ټول د امريكا له نوې ستراتېژۍ سره تړاو لري.

پاكستان چې هم ځواكمنې ادارې لري او هم پياوړې استخباراتي شبكې، له امريكا سره تر ډېره بريده معامله كولاى شي. د امريكا او پاكستان اړيكې پر معاملو ولاړې دي، سره له دې چې د دواړو هېوادونو سياسي او استخباراتي كړۍ پر دې اعتراف كوي چې دوى يو له بل سره د مجبوريت له مخې اړيكې پالي، خو په پاللو يې له دې لامله ټينګار كوي چې دواړه لوري خپلې خپلې ګټې هم پكې لري.

افغانستان دلته په پردۍ ورا كې روان دى او د نورو خوښيو ته څنې غورځوي.

د پاكستان او افغانستان د اړيكو بيا تودېدو موضوع به راواخلو. دا اوس چې پاكستان پر كوم څه خوښۍ كوي دلايل يې څرګند دي. تر ډېره حده يې هغه جنګيالي افغانستان ته را واړول چې تراوسه پورې يې پر اسلام آباد د ملاتړ تور پورې ؤ او په نړيواله كچه پرې ملامتېدل، سره له  دې چې اړيكې او تړاوونه د پخوا په څېر دي.

د غني له حكومت سره يې دوه نيم كاله وړاندې داسې تړونونه لاسليك كړل چې د ډيورنډ په اوږدو كې د پاكستان د دښمنانو پرخلاف د ترهګرۍ ضد جګړې په نامه دوه اړخيزه عمليات وشي. دلته له يوه پلوه د ډيورنډ د رسميت پېژندلو لپاره د پاكستان هڅې رنګ راوړي. بل لوري ته خپل مخالفين د ترهګرو په نامه له منځه وړي. د ډيورنډ په اوږدو كې د پاكستان موخه له ګډو عملياتو څه دا هم ده چې د ډيورنډ پورې غاړې ولسونه له كابل نه واړوي. پر دې سربېره پاكستان له امريكا سره هم د ترهګرۍ خلاف مبارزې په نامه داسې اقدامات كوي چې هم له امريكا او نړيوالې ټولنې بېدرېغه مرستې ترلاسه كوي او هم د قبايلو هغه خودمختار حالت چې د ډيورنډ په مصوبه كې تثبيت ؤ له منځه وړي. په دې وروستيو كې د پاكستان كابينې د انګريزانو قانون لغوه اعلان كړ. دغه مانورې هېڅكله هم په افغانستان كې امن او سوله نشي راوستلاى، ځكه چې د جګړې د دوام اصلي لامل دلته د امريكا او ناټو وسله وال شتون او د استخباراتي لوبې دوام دى چې پاكستان هم ورسره ګډې پروژې لري.

كه ظاهراً د طالبانو دوسيه تړلې وبولو چې دومره آسانه هم نه ده، بيا هم دا دي وينو چې داعش د ډيورنډ دواړو لوريو ته اوس ښه په كش كې دى.

د اكټوبر پر ۷ مه ويسا خبر خپور كړ چې د ننګرهار پوليسو كونړ ته روانې دوې لارۍ چې وسلې پكې بار وې ونيولې، وروسته يې د يوه جګپوړي چارواكي په ټيليفون بېرته خوشې كړي، په ولسې جرګه كې د كونړ او نورستان استازي وايي چې د دې ولايتونو په لرې پرتو غرنيو سيمو كې داعش د پياوړي كېدو په حال كې دى او ښايي اصلي مركز يې كونړ او نورستان شي چې د هېواد شمال ته هم د نفوذ او پراختيا لاره لري.

دې ټكيو ته په پام له پاكستان سره د اړيكو تودولو وروستى بهير هم اصلاً د ټرمپ د ستراتيژۍ سره تړاو لري. چې د بشپړې سولې خوبونو پكې ليدل هسې د ځان تېر ايستل دي. كه د پاكستان د بهرنيو چارو د وزير خواجه آصف په خبره په عمان كې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې پيل شي هم په ټوله كې اصلي اجنډا په افغانستان او سيمه كې د جګړې دوام او پراخول دي، كه فرضاً له طالبانو سره د كوم جوړجاړي لاره هم راووزي د جګړې د دوام لپاره د وخته بل ستيج او بيرغ چمتو شوى دى.

يوازينۍ لاره چې په افغانستان او سيمه كې روانې فتنې ختمولاى شي دا ده چې په سيمه كې د امريكا يكه تازي ختمه شي، د سيمې په كچه اجماع جوړه او د روانو جګړو له داخلي اړخونو سره اصولي د سولې پروسه پلې شي، له دغه پروسې د سيمې هېوادونه ملاتړ وكړي او هر ښـكېل لوري ته دا تضمين وركړي چې د يوې عادلانه سولې له مخې به د ټولو لوريو حقوق خوندي وي. د افغانستان ګاونډيان هم تضمين وركړي چې نور به زموږ په هېواد هېڅ ډول مداخلې نه كوي. امريكا او لوېديز له افغانستان او سيمې څخه د دغه تضمين حق لري چې له دې ځايه به د دوى امن ته هېڅ ګواښ نه وي. دغه تضمين هم د سيمې اجماع وركولاى شي.

د سيمه ييزې اجماع جوړېدل، زموږ د ګاونډيانو نه د نه لاسوهنې تضمين اخيستل، بيا هم هغه مهال كېداى شي چې زموږ د حكومت او نظام قبله سمه شي او زموږ ولس او حكومت د نړيوالې لوبې له ډګره راووځي.

دا وګورئ

د راتلونکو پینځو کلونو لپاره د چین پر تکل پوهېدل

د نړۍ سترګې اوس د چین واکمن کمونیست ګوند ته اوښتې دي چې د اکټوبر ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *