دوشنبه , دسمبر 11 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / په هېواد كې د امريكايي وحشت ۱۶ كاله بشپړ شول

په هېواد كې د امريكايي وحشت ۱۶ كاله بشپړ شول

پرون د اكټوبر اوومه وه، پر افغانستان د امريكا د يرغل او جګړې ۱۶ كاله بشپړ شول. دا د امريكا په تاريخ كې تر ټولو اوږده جګړه يادېږي.

امريكا پر افغانستان په دې پلمه هوايي بريدونه پيل كړل چې د ۲۰۰۱ ز د سپټمبر پر ۱۱ مه د نيويارك پر سوداګريز مركز او پنټاګون چې كوم بريدونه وشول د هغو تور پر القاعده پورې شو چې مشر يې اسامه بن لادن په افغانستان كې د طالبانو د امارت تر سيوري لاندې ؤ.

خو څو ورځې وړاندې يوه امريكايي د پوهنتون استاذ په خپله ليكنه كې په افغانستان كې د امريكا ۱۶ كلنه جګړه په څو جملو كې ډېره ښه توضيح كړې ده.

نوموړى وايي: «امريكا په افغانستان كې وينې تويونكى يرغلګر دى. دوى پر داسې هېواد يرغل وكړ چې د سپټمبر د ۱۱ مې په پېښو كې يې هېڅ لاس نه ؤ  او افغانان هېڅ وخت د امريكا دښمنان نه وو، امريكا پر افغانستان يرغل وكړ او دغه هېواد يې ويجاړ كړ».

د امريكا افغاني اردليان به د واشنگټن د وحشتونو لپاره ډېر د توجېه دلايل لري، خو كه څوك ضمير لري، د انسانيت احساس كوي، كه په افغانستان كې د امريكا پر ۱۶ كلنو كړنو فكر وكړي، د هغه امريكايي استاذ له نظر سره به سل په سلو كې موافق شي، په ريښتيا امريكا له افغان ولس سره ډېره ستره جفا كړې، د دوستۍ په نامه يې زموږ ولس په سل رنګه بدمرغيو واړاوه، له افغانستان سره د مرستې په نامه يې زموږ پر هېواد يرغل راوړ او د خپلو ښكېلاكي موخو لپاره يې په تېرو ۱۶ كلونو كې په سلګونو زره افغانان ووژل.

دا چې امريكا ادعا كوي چې په افغانستان كې يې تر زر مليارده ډالرو زيات لګښت شوى دى، يا دا چې تر ۲۴۰۰ تنو زيات سرتېري يې وژل شوي دي، د دوى اردليان هم ورسره په يوه خوله دا د افغان ولس پر اوږو د احسان د بوج په توګه وراېږدي، د دې محاسبه له چا سره نشته چې په تېرو شپاړسو كلونو كې تر نيم مليون زيات افغانان په هغه جګړه كې وژل شوي چې امريكا پيل كړې او دوام وركوي. د دوى لګښت پر آبادۍ نه بلكې په بربادۍ شوى دى. په دې موده كې زموږ پر خاوره په زرګونو ټنه باروت او بمونه اورول شوي دي، امريكا زموږ هېواد د خپلو وحشتونو او وسلو د ازمويلو پر ډګر بدل كړى دى.

خو امريكا نړيوال ځواك دى، تراوسه بل سيال هم نه لري، امريكا غواړي پر نړۍ حكم وچلوي، غواړي نور ولسونه د خپلو ارادو غلام كړي، دا د هر نړيوال ځواك خصلت دى.

راځئ لږ پر دې هم فكر وكړو چې افغانان ولې امريكايي وحشتونو ته مړې سترګې ناست دي؟ د ولس سياسي او حكومتي واكداران او د مشرتابه دعوه داران بايد وپوهېږي چې دا د دوى دنده ده چې ولس نور د يوه ښكېلاكي ځواك د گټو له جګړې نه راوباسي. نن چې چارواكي د امريكا د نوې ستراتېژۍ په ستاينو ستومانه دي، پر پايلو يې دوى فكر كړى دى؟ آيا له وحشتونو سره ملګرتيا وياړ كيداى شي؟ آيا د امريكا د گټو جګړه افغانستان آبادوي كه يې له بربادۍ سره مخ كوي؟! په تېرو ۱۶ كلونو كې تر نيم ميليون زيات افغانان قرباني شول، نور څومره قرباني شي او د څه لپاره؟

دا وګورئ

په جناياتو كې ريښتيا هم ستر ځواكونه ښكېل دي!

څو ورځې وړاندې د جرمونو د نړيوالې محكمې د يو لړ اسنادو او شواهدو پر ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *