پنجشنبه , اکتوبر 19 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / «زورواكي» د امنيت مصونيت او عدالت د پلي كولو په لار كې ستره ننګونه

«زورواكي» د امنيت مصونيت او عدالت د پلي كولو په لار كې ستره ننګونه

عزيز چوپان

افغانستان دا مهال، متأسفانه له سترو ننګونو سره مخ دى؛ بهرني يرغلګر يوه ننګونه، كورنۍ زورواكي بله ننګونه، اقتصادي ستونزې او فقر بله ننګونه، د كار موندنې ستونزه درېيمه ننګونه، د روغتيايي اسانتياو نه شتون څلورمه ننګونه او همداسې يې درشماره؛ خو په كورنۍ كچه «زورواكي» تر ټولو ستره ننګونه ده. زه په خپل ولايت كې ګورم چې د زورواكو په موجوديت كې والي هېڅ، امنيه قوماندان هېڅ، د امنيت رئيس هېڅ، مركزي رئيسان هېڅ، ولسوالان هېڅ او همداسې يې نور. همدارنګه په قاچاق كې د دوى لاس دى په اختطافونو كې د دوى لاس دى، له وسله والو حكومت مخالفو ډلو سره دوى پټپټاني لري او يو شمېر يې له ګاونډيو هېوادو سره هم د پردې تر شا راشه درشه لري. كه چېرې غريب ولس يې نوم نه شي اخستلاى، كه چېرې سياسي او اجتماعي شناندې يې په رسنيو كې نوم نه شي اخستلاى، كه يې يو ليكوال په خپله ليكنه كې نوم نه شي اخستلاى؛ خو معذور به وي؛ ځكه هغوى د ځان د دفاع لپاره څه لري؟ يو آصف مومند سره له دې چې د ولايتي شورا غړى و په يوه خبره له كوم غبرګون سره مخ شو. دا غبرګون د يوه والي نه په حقيقت كې د يوه زورواكي له خوا وروښوول شو. كه خبره يواځې د والي واى؛ نو بيا يې ورسره دغسې بدماشانه چلند نه كاوه؛ خو زورواكى و او په باروتو كې يې زور ډېر و. دغسې حالت د نورو هم دى، هغه د استاد الفت خبره:

خداى ورته صبر كوي خلك څه كولى نه شي

ځكه له خدايه خوف؛ له خلكو نه حيا نه لري

زورواكي له خدايه نه وېږيږي، د قانون پروا نه لري او حكومت خو له ډاره لار پو كوي او قدم پرې ږدي. د حكومت معنا دا نه ده چې له يوه زورواكي نه دې وډار شي. هغه څوك چې د درې نيم يا څلورو لكو امنيتي افرادو د لرلو ادعا كوي، جنګي الوتكې لري هليكوپترې لري، ټانكونه لري، توپونه لري، هغه ولې له يوه داسې چا نه ووېرېږي چې يو لس، شل كسه وسله وال او يو څو لنډكروزر او پيكپ ورپسې روان وي. دا تجربه شوې خبره ده چې د يوه زورور ښكر دې مات كړل، نور به په ډېر احتياط سره ګام اخلي، دا سهي ده چې زموږ پخوانيو واكمنانو به يو څه ظلم هم كړى وي، خو اوسني حالت ته په كتو سره پر دې پوهېږو چې هغوى دا هر څه يواځې د خپل ظالمانه مزاج له مخې نه دي كړي؛ بلكې ډېر څه پرې د وخت او شرايطو اجبار هم تحميل كړي دي؛ كه يې د ښكرور ښكر نه واى مات كړي، كه يې غل او رهزن پر دار نه واى ځړولى، كه يې غاصب د زندان د تورو دروازو شاته نه واى اچولى او ډډو ته يې شنې لښتې نه واى نيولى؛ نو دغسې حالت به د هغوى هم و لكه نن چې د ولسمشر غني دى. له ننګرهاره د رسنيو راپور دى چې د دغه ولايت يواځې په ديارلس ولسواليو كې تر دوه نيم سوه زره جريبه زياته ځمكه غصب شوې، دا چا غصب كړه؟ ته يې د مرحوم مولوي خالص صاحب له فاميليو نه را واخله بيا زه د بهاولۍ تر دښتې پورې څومره ځمكه غصب شوې او چا غصب كړې؟ «زورواكي ماما»!

ولې هلته والي نشته؟ امنيه قوماندان نشته؟ امنيت نشته؟ او نور نشته؟ والي ځكه څه نه شي كولاى چې مركزي حكومت يې لازم ملاتړ نه كوي؛ نو چې له حكومته غږ نه خېژي خو نور هم وايي چې شيخ فريده، پټه خوله دې بهتري ده.

زما په اند حكومت مجبور دى چې له يوه ځايه اصلاحات پيل كړي رادې شي لومړى دې يې له همدې زورواكو نه شروع كړي، زه ولسمشر ته ډاډ وركوم كه يې دا كار وكړ سره له دې چې تر اتيا سلنو زيات خلك ترېنه ناراضه دي، په دې كار كې به يې ملاتړ وكړي. كه چېرې د زورواكو پر خپلسريو سترګې پټول كېږي، كه وزيرانو ته د كمپاين په خاطر په كانټيننټال هوټل كې برالا مېلمستيا ګانې جوړول كېږي او لګښتونه يې هم داسې كسان كوي چې له پښو نه تر غوږو پورې په فساد كې ډوب دي، نو كه وزير صاحب د ډالرو په زور رايه اخلي، نو تاسو وواياست چې هغه به خلك ژوندي نه له پوسته كوي؟

د تېرې چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو (۴،۵/۱۰/۲۰۱۷) په كابل كې د SOM غونډه جوړه شوه، زه نپوهېږم چې دولت ورته خپل فساد او خپله بې كفايتي څه ډول توجېه كړه، پرته له دې لكه څرنګه چې ولس ته درواغجنې وعدې وركوي، د نړيوالو په سترګو كې هم خاورې واچوي، نور څه كولاى شي. په هر حال ولس له دولته ناهيلى دى او له زورواكو نه په تنګ، دولت دې له خدايه ووېرېږي، نور دې د ولس په سترګو كې خاورې نه ورشيندي او هسې درواغجنې وعدې دې نه وركوي چې اوس به بابا غوښې ډوډۍ راوړي؛ خو دا ټولې وعدې هسې د صحرا سراب جوت شي.

زه له ولسمشره پوښتم چې ته او خداى له اولې ورځې يې را شروع كړ، تا دې ولس ته له بې معنا وعدو نور څه وركړي دي. فقط يو حكمتيار دې پخلا كړ په ساعت كې يې لس ځلې يادوې، حال داچې د هغه پخلاينه ستا كمال نه دى، يو د داوود خان د وخت د سلما بند دې افتتاح كړ په ساعت كې يې سل ځلې د ملت سترګو سترګو ته كوي، حال دا چې نوره هېڅ داسې كومه ستره لاسته راوړنه نه لرې. لګيا يې ستراتېژي ګانې جوړوي؛ خو عملي كېږي نه. هر كال په لكونو ځوانان له پوهنتونونو فارغېږي؛ خو ستا د ستراتېژيو له بركته يا اروپايي هېوادو ته تښتي، يا مجبور دي چې د داعش او طالب غېږي ته پناه يوسي يا نور منفي تمايلات خپل كړي.

ولسمشره راځه نورې وعدې پرېږده، راځه وعدو ته د عمل جامه ور واغونده او تر ټولو د مخه يې له زورواكو را شروع كړه، ځكه امنيت به تأمين شي غصب به پاى ومومي، قاچاق به خاتمه پيدا كړي، اختطافونه به نه وي او ملوك الطوايفي به پاى ته ورسېږي او كه نه همدا زورواكان وي او ستا همدا نرمه غاړه، باور وكړه چې نن به مو له پرونه بتر وي او سبا به مو له ننه.

دا وګورئ

د راتلونکو پینځو کلونو لپاره د چین پر تکل پوهېدل

د نړۍ سترګې اوس د چین واکمن کمونیست ګوند ته اوښتې دي چې د اکټوبر ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *