دوشنبه , دسمبر 11 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / ۱۶ كاله وروسته بيا هم د وحشتونو قومانده!

۱۶ كاله وروسته بيا هم د وحشتونو قومانده!

د امريكا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ خپلو پوځي قوماندانانو ته په وينا كې وويل چې په افغانستان كې يې خپلو قوماندانانو ته واكونه او وسايل زيات كړل او محدوديتونه يې ترې لرې كړل.

معنا دا چې ټرمپ خپل پوځ ته د وژنو او ورانولو قومانده وركړه، پر دې سربېره هغه دا هم وويل چې په افغانستان كې د دوى پوځي حضور به نور په زماني مهالوېش پورې تړلى نه وي بلكې په شرايطو پورې به تړلى وي.

ټرمپ په دې وينا كې عملاً دا اعلان كړه چې په افغانستان كې به د دوى بې تعريفه جګړه ډېره تونده او خونړۍ شي، امريكايي پوځ به هر ډول وسلې بې درېغه وكارولاى شي، چې طبيعي ده پر افغان ولس به د مصيبتونو يوه نوې توره څپه راشي.

د امريكا ولسمشر چې د خپلو پوځيانو د شتون په باب كومه خبره وكړه چې وتل او پاتې كېدل به يې په شرايطو پورې تړلي وي. يو ځل بيا يې دا وښودله چې په افغانستان كې دوى نه كوم حكومت پېژني او نه ولس، ځكه چې كه حكومت او ولس ورته مطرح واى بيا خو په دغسې پرېكړو كې هغه له پامه غورځول ناشوني وو. د شرايطو تعريف به هم دوى كوي نه افغانان.

راځئ لږ دې مسالې ته ځيو شو، د امريكا نوې ستراتېژي ظاهراً د ترهګرو د له منځه وړو لپاره ده، په نوې ستراتېژۍ كې په كنايو د پاكستان يادونه شوې چې وروسته يې دفاع وزير او د پوځ لوى درستيز په صراحت هم نوم ياد كړ.

د پاكستان يادونه د ترهګرو ډلو د ملاتړ په نامه شوې، خو بيا همه دا اړتيا ويني چې له پاكستاني چارواكيو سره به يو ځل بيا هم خبره كوي چې هغوى د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي. برعكس په افغانستان كې د افغان ولس او حكومت له مشورې پرته پوځونه زياتوي او دلته خپلو قوماندانانو ته د وژنو او پوځي عملياتو په برخه كې خلاص لاس وركوي.

په دغسې حالت كې د يوه خپلواك افغانستان تعريف څه ډول كولاى شو؟ په افغانستان كې د جګړې د دوام تور پر پاكستان دى، خو له هغو سره امريكايي چارواكي بيا هم خبره او مشوره كوي، ظاهراً د ترهګرۍ ښكار او مظلوم افغانستان چې د امريكايي جګړې پر ډګر بدل دى بيا هم پر خپل برخليك د مشورې حق نه لري!

نن د اكټوبر پر اوومه زموږ پر هېواد د امريكا د يرغل ۱۷ كاله پوره شول، په دې موده كې امريكايي او ناټو پوځونو په افغانستان كې په لكونو انسانان ووژل، آيا د افغانانو وينه دومره بې ارزښته ده چې څوك يې دومره پوښتنه وكړي چې د دې دومره درنې مرګ ژوبلې پړه د چا پر غاړه ده او دغه جګړه به څومره كلونه نوره روانه وي. پايله به يې زموږ ولس ته څه وي؟

كه چارواكي د پهلوان زنده خوش است په مصداق پر همدې ذلت وياړي، ولس دې دغه پوښتنې ته ځواب پيدا كړي، ځكه چې دا مو د هېواد د برخليك سره تړلې ده.

دا وګورئ

په جناياتو كې ريښتيا هم ستر ځواكونه ښكېل دي!

څو ورځې وړاندې د جرمونو د نړيوالې محكمې د يو لړ اسنادو او شواهدو پر ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *