پنجشنبه , اکتوبر 19 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د افغانستان او پاكستان ترمنځ د روغې جوړې نوې هڅې د شك او يقين ترمنځ

د افغانستان او پاكستان ترمنځ د روغې جوړې نوې هڅې د شك او يقين ترمنځ

عزيز چوپان

تېره يكشنبه كابل ته د پاكستان د لوى درستيز جنرال قمر جاويد باجوه د راتګ اعلان وشو او په سبا يې ۹\۷\۱۳۸۶ نوموړي د يوه نظامي پلاوي په سر كې كابل ته راغى او له افغان ولسمشر سره يې وكتل، د خپرو شويو رپوټونو له مخې، نوموړي ژمنه وكړه چې د سولې په چار كې به له افغانستان سره مرسته كوي. ښايي نورې خبرې به هم شوې وي له هغې جملې نه د سوداګرۍ مسأله، ځكه د دې دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په كال كې پنځه مليارده امريكايي ډالرو ته لوړه شوې وه؛ خو اوس دا كچه د يو مليارد نه لاندې اټكل شوې. دلته بايد دې ټكي ته پام وكړو چې د پاكستان ګاونډيان لكه چين، بنګله دېش، هند او ايران ټول د پاكستان په تناسب په صنعت كې تر پاكستان دمخه دي، ان چې بنګله دېش هم پاكستان ته محتاج نه دى؛ نو دا يواځې افغانستان دى چې د پاكستان د بې كيفيته توكو پر ماركيټ تبديل شوى. البته داسې نه ده چې پاكستان باكيفيته توكي نه شي توليدولاى؛ بلكې مهمه دا ده هغه د ښه كيفيت لرونكي توكي افغانستان ته نه راصادروي؛ د بېلګې په توګه كوم درمل چې افغانستان ته رالېږي هغه د ډېر ټيټ كيفيت لرونكي دي، همداسې ټوكر غوړي او نور توكي؛ نو دغه د ټيټ كيفيت توكي په سيمه كې اخستونكي لري، كوم سوداګريز توكي هم چې پاكستان عربي هېوادو ته صادروي، هغه د لوړ كيفيت درلودونكي وي.

په هر حال خبره د افغانستان او پاكستان ترمنځ د روغې جوړې ده. كه چېرې پاكستان اوس هم له زړه نه دې ته حاضر شي چې له افغانستان سره د زړه له اخلاصه دوستانه روابط ټينګ كړي او دا د طالب او طالب بازۍ لوبه پاى ته ورسوي دا بې له شكه د دواړو هېودو په ګټه ده. افغانستان په وار وار ويلي چې موږ له پاكستان سره وروري غواړو، ان چې ولسمشر غني د سعودي تر سفر وروسته چې هلته يې هدف د عمرې ادا كول هم وو، بل مهم بهرنى سفر چين او پاكستان ته وكړ. هغه د پروتوكول خلاف د پاكستان د لوى درستيز راحيل شريف دفتر ته ورغى او ځانته ورسره كېناست، د پاكستان غوښتنې يې واورېدې او د سولې لپاره يو ښه ګام واخستل شو، كه څه هم چې ولسمشر غني د خپل ولس له خوا پر دې ملامت كړاى شو چې ته د يوه ولسمشر په توګه ولې د پاكستان د لوى درستيز دفتر ته ورغلى، دا دې په حقيقت كې خپل هېواد، مقابل لوري ته ټيټ راوست، خو غني دا ملامتي هم پر سر واخيسته او د راحيل شريف دفتر ته ورغى او دا دى اوس بيا ور روان دى. هغه وخت هم ولسمشر ته ډاډ وركړل شو، خو وروسته مو وليدل چې پاكستان يو ګام هم وانه خيست. دا دى دا څو ورځې د مخه د ملګرو ملتو د دوه اويايمې كليزې په مناسبت د پاكستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي د ملګرو ملتو عمومي اسامبلي ته په خپله وينا كې وويل چې: «د افغانستان او هند ترمنځ سياسي او اقتصادي اړيكې موږ ته د زغم وړ نه دي».

وګورئ! دلته د ترهګرۍ خبره هم نه ده شوې د نظامي او استخباراتي همكاريو خبره هم نه ده شوې؛ بلكې د سياسي او اقتصادي اړيكو خبره شوې. زه اوس حيران يم چې هغه پاكستان چې د لسګونو كلونو له تېرېدو سره يې هم د افغانستان په اړه په ستراتېژۍ كې څه توپير رانه غى؛ نو په دا څو ورځو كې څنګه كېداى شي چې لوى درستيز باجوه د خپل صدراعظم د موقف پر خلاف له ځانه سره نور څه راوړي وي.

زه لكه ډېر هېوادوال پر خپل حكومت غږ كوم چې له پاكستان سره په راشه درشه او د روابطو په ټينګولو كې ډېر محتاط واوسي لكه چې وايي: آزموده را آزمودن خطاست پاكستان په وار وار افغانستان ته د خپل بد نيت ثبوتونه وړاندې كړي دي. پاكستان د افغانستان په اړه يو ثابته ستراتېژي لري. دا سهي ده چې ښايي د وخت د ضرورتونو او مجبوريتونو له لامله يې په تاكتيكونو كې څه توپير راشي؛ خو په ستراتېژۍ كې يې هېڅ توپير نه راځي. پاكستان نه يواځې له افغانستان؛ بلكې له ايران، هند او بنګله دېش سره يې هم اړيكي خړپړ دي يواځې چين دى چې هغه هم د خپلو يو لړ مجبوريتونو له مخې ورسره دوستانه اړيكي پالي؛ خو چين هم د پاكستان پر دوستۍ ډېر باوري نه دى. چين پر دې باور دى چې كه وخت راشي چين او امريكا سره ښكر په ښكر شي، پاكستان به بيا هم د امريكا ترڅنګ ودرېږي دا ځكه چې پاكستان د لوېديځ زيږنده دى، دا هېواد انګريزانو جوړ كړ او بيا يې له امريكا سره هم عين روابط جاري پاتې شوي. امريكا چې پاكستان ته كومې مرستې وركوي، هغه هېڅكله هم چين نه شي وركولاى. كه څه هم همدا اوس اوس چين په پاكستان كې ګوادر ته د يوه اقتصادي دهليز د پرانستلو لپاره د ۴۶ ملياردو پانګونې وعده وركړې ده، خو بيا هم پاكستان چې همدا اوس د نړيوال بانك او نړيوال وجهي صندوق څومره پوروړى دى كه امريكا وغواړي يواځې له هغې لارې هم پاكستان ته دومره فشار وركولاى شي چې لاره پرې وركه كړي. چين له يوې خوا له هند سره سرحدي ستونزه لري او له بلې خوا له امريكا سره په يوه نااعلان كړي رقابت كې راګير دى؛ نو پر دې اساس له پاكستان سره دوستۍ ته اړتيا لري او په عين حال كې پاكستان هم همداشان اړتياوې لري؛ له هند سره د كشمير پر سر اختلاف او له بلې خوا له لوېديځ سره په دوستۍ كې هم زړغې زړغې كېدل خصوصاً چې پاكستان اوس يو اتومي قوت دى او لوېديځ ترېنه اندېښنه لري؛ نو د دې اندېښنه شته چې لوېديځ او خصوصاً امريكا دې يې اتوم ته سترګې پټې كړې وي. پاكستان كه څه هم له لوېديځ سره دوستانه لري؛ خو كه هر څه شي بيا هم پاكستان د لويو اسلامي هېوادو په كتار كې راځي، د دې احتمال شته چې يو وخت د امريكا ورته د صبر كاسه ډكه شي؛ نو پاكستان غواړي هم له لوېديځ سره اړيكي ولري او هم د لوېديځ د څپېړې نه د ځان ساتنې په خاطر له چين سره. تر كومه چې د افغانستان او پاكستان د دوستانه اړيكو خبره ده په دې كې شك نشته چې كه دا دوستي پرته له كوم غرضه وي د دواړو هېوادو په ګټه ده؛ خو پاكستان تراوسه دې ته نه دى حاضر شوى چې په عمل كې ثابته كړي چې له افغانستان سره د دوستۍ اراده لري. كه پاكستان مغرضانه اهداف نه لرلى نو له روس سره د افغان ولس د مقدس جهاد په اوږدو كې چې د افغانستان او پاكستان د ولسونو ترمنځ كومې دوستانه اړيكي ټينګ شول په تېر كې يې سارى نه موندل كېږي، ان چې په لسګونو زره كورنيو د خپلوۍ مزي سره ټينګ كړل؛ خو د پاكستان پوځ او استخباراتو دا هر څه په لغته ووهل او هغه دښمني يې پيل كړه چې په ځانګړې توګه لندن يې غواړي؛ نو ځكه خو افغان حكومت بايد له پاكستان سره په اړيكو كې ډېر محتاط واوسي.

دا وګورئ

د راتلونکو پینځو کلونو لپاره د چین پر تکل پوهېدل

د نړۍ سترګې اوس د چین واکمن کمونیست ګوند ته اوښتې دي چې د اکټوبر ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *