سه شنبه , دسمبر 12 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / اوسنۍ بدمرغۍ؟ د تېر حكومت كه د جان كېري ميراث؟!

اوسنۍ بدمرغۍ؟ د تېر حكومت كه د جان كېري ميراث؟!

 

د ولسمشرۍ د ويندويانو سرپرست شاه حسين مرتضوي پرون د سيګار هغه راپور تائيد كړ چې د امنيتي ځواكونو كونډې د مسوولينو له جنسي ځورونې سره مخ دي، خو دا يې د تېر حكومت ميراث وباله.

دا ډېره د شرم خبره ده چې له تېرو درې كلونو راهيسې چارواكي او حكومتي ويندويان يا د امريكا او نړيوالې ټولنې په ستاينو بوخت دي او دا خپله لاسته راوړنه بولي او يا خپلې ټولې ناكامۍ، بدنامۍ او پړې پر تېر حكومت وراچوي.

تېر حكومت خپلې ستونزې او ناخوالې درلودې، له هغو نه انكار كېداى شي او نه بايد سترګې پرې پټې شي، خو د تېر حكومت تر ټولو شوم ميراث زموږ ولس ته دغه حكومت دى، چې د درې كلونو له تېرېدو وروسته هم خپلې ستونزې او ناخوالې پر پخوانيو ورغورځوي. كه څه هم دغه حكومت هم د امريكا د هغه مهال د بهرنيو چارو وزير سوغات او ميراث دى.

دا چې پخوانى حكومت او چارواكي د دغه شوم ميراث په اړه چې پر ولس رانازل دى څومره ملامت دى، دلته يې يادولو ته اړتيا نه وينو، راځو دې ته چې له درې كلونو وروسته اوسني حكومت ته دا ډېره د شرم خبره ده چې اوس هم استدلال وكړي چې ناخوالې له پخوا نه راته په ميراث پاتې دي.

آخر په دې درې كلونو كې تاسې څه كړي دي؟

د دولت د واك ساحه له ۸۰ سلنې څخه ۹۵ سلنې ته ولې راټيټه شوه، په لسګونو زره لوستي ځوانان ولې درنه لاړل؟ د ولس ژوند كال په كال تر پخوا ولې تريخ او ناامنه شو؟

دا به پرېږدو، دې ته ځواب څه دى چې په ونډو وېشلى سهامي شركت چا جوړ كړ او دا درې كاله يې د څونګښو من ولې پوره نه شو؟

په تېرو درې كلونو كې زياته موده ډېرې مهمې ادارې د امنيتي ارګانونو په شمول سرپرستې وې، د  دې ناوړه پايلې دا دي ولس زغمي، د دولت دننه پر يو بل د فساد تورونه او شاهدۍ خو معمول ؤ، خو د دولت دننه پر حكومتي مهمو چارواكيو د داعش د پياوړي كولو تورونه هم تكرار شول، د نا امنيو خبره د ډيورنډ له كرښې د آمو تر پولو ورسېده، د دې لامل څوك وو او ملامت څوك دي؟

د حكومت دننه د رئيس او مرستيال او نورو جنګ مغلوبه د څه لپاره دى او دا د چا ميراث دى؟

افغان ولس دومره بې شعوره نه دى، كه د ورځې سل ځله څوك ورته تكرار كړي چې دا د تېر حكومت ميراث دى، دوى پوهېږي چې دا د جان كېري ميراث دى. تېر حكومت خپلې ناخوالې، ستونزې او خرابۍ درلودې خو د نن ډېرې بدمرغۍ د هغه امنيتي تړون زيږنده دي چې پخوانيو چارواكيو يې د لاسليك ذلت ته غاړه كېنښوده.

دا وګورئ

په جناياتو كې ريښتيا هم ستر ځواكونه ښكېل دي!

څو ورځې وړاندې د جرمونو د نړيوالې محكمې د يو لړ اسنادو او شواهدو پر ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *