دوشنبه , دسمبر 11 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / حكومتولي ځانته ځانګړى رمز و راز لري

حكومتولي ځانته ځانګړى رمز و راز لري

ف، فايض

افغان مؤرخ، ابراهيم عطايي كاږي، چې امير عبدالرحمن خان يوويشت كاله د ملت پر سر لوڅه توره وګرځوله؛ خو كه بلې خوا ته ګورې له دې پرته بله چاره هم نه وه. ريښتيا كله چې امير عبدالرحمن له دوولس كلنۍ جلاوطنۍ وروسته هېواد ته راستون شو؛ نو له يوې خوا پخوانى امير، شيرعلي خان وفات شوى و، انګريزانو پر افغانستان دوهم ځل تجاوز كړى و، محمد يعقوب خان چې د شير علي خان تر مرګ وروسته د كابل خلكو د مجبورې ورځې پر پاچاهۍ منلى و، هم ځان انګريزانو ته تسليم كړ او هغوى پرې د ګندمك شرمېدلى تړون لاسليك كړ (۱۸۷۹) او نور يې له خپلې كورنۍ سره هندوستان ته تبعيد كړ، نور نو هېواد له يوې خوا د يوه اشغال شاهد و او له بلې خوا د يوه اړي كړي او هېواد عملاً د يوه انارشيزم او ملوك الطوايفۍ غېږې ته سپارل شوى. عبدالرحمن خان مزاجاً يو مستبد سړى و او د ده ټول ظلم او استبداد ته هم سړى د حالاتو له مجبوريته توجېه نه شي پيدا كولاى؛ خو كه بلې خوا ته ګورې حالات هم خراب و. د افغانستان خلك ريښتيا هم مطيع خلك نه دي چې لږ فشار ورسره نه وي، د وخت د واكمن پر اوږو ورخېژي. ډېر لنډ مثال يې ظاهرشاه دى. د ظاهرشاه د واكمنۍ په لومړيو دېرشو كلونو كې چې هاشم خان، شاه محمود خان او داوود خان صدراعظمان وو؛ نو هغوى خصوصاً هاشم خان او داوود خان سخت مزاجه خلك وو؛ نو خلك ارام و؛ خو چې كله په ۱۳۲۵ كې هاشم خان استعفى وكړه او شاه محمود خان صدراعظم شو؛ نو هغه د دموكراسۍ تمرين شروع كړ؛ ځكه د هاشم خان له استبداد نه هم خلك ستړي شوي وو. خلكو د شاه محمود خان د دموكراسۍ هركلى وكړ، او شاه محمود خان ته يې د دموكراسۍ د پلار لقب وركړ؛ خو ډېر ځله ژر خپلسري شروع شوه او شاه محمود خان يې دې ته اړ كړ چې ووايي: «دموكراسي نه دموكراسي» او بېرته تشدد ته مخه كړي. كله چې داوود خان د ۱۳۴۲ په حوت كې استعفى وركړه او ظاهرشاه يو ځل بيا دموكراسۍ ته مخه كړه د هغې دومره بد اثرات رامنځته شول چې خپلسره پرديپال ګوندونه هم تشكيل شول او بالاخره يې د ۱۳۵۲ د چنګاښ د شپږويشتمې كودتا ته لاره اواره كړه او سلطنت سر وخوړ. دا نن چې په هېواد كې كوم حالات روان دي، دا هم د همغې د دموكراسۍ د لسيزې بركت دى، نن هم چې په هېواد كې كوم حالات روان دي ، زه دا په ځغرده وايم چې دا اوسنۍ بې سر او بې پښو دموكراسي نه شي مهارولى.

دا چې دموكراسي څه ده زه پرې ډېر بحث نه كوم؛ خو دومره وايم لكه څرنګه چې د انسانانو مزاجونه سره توپير لري، دغسې د ټولنو مزاجونه هم سره توپير لري او په اصطلاح د يوې ټولنې قد اندام له بلې سره يو شان نه دى. سره له دې چې څه مشابهتونه به هم لري.

كه په لوېديز كې دموكراسي ده، هلته د خلكو تعليمي كچه لوړه ده، هلته قانون بنسټيز شوى، هلته هېڅوك هم له قانونه لوړ نه دى او نه څوك دا جرأت كولاى شي؛ خو زموږ يو عادي قوماندان هم د خلكو ځمكې غصبوي، چور چپاول كوي، قتلونه كوي، په هر قوماندان پسې د كروزينونو او پيكپو كتارونه روان وي، په خپل ولايت كې اصلي واكمنان همدغه قوماندانان دي، يو له ننګرهاره ارګ ته ګوته څنډي بل له بلخه، بل له جوزجانه او بل له بل ولايته، تاسې فكر وكړئ چې دا څه حكومت شو او دا څه جمهوري رياست شو، چې ولسمشر نه وكيل ته ويلى شي چې پر مخ دې څو سترګې دي نه والي ته، نه قوماندان ته؛ خو د خبرې په سر كې هم د وسله والو ځواكونو اعلى سرقوماندان او د خبرې په اخر كې هم، د څه شي اعلان سر قوماندان؟ اعلى سرقوماندان همدې ته وايي چې يو عادي قوماندان دې د قانون پر خېټه خېژي، ملوك الطوايفي يې جوړه كړې؛ خو څوك ورته نه شي ويلاى چې دا ته څه كوي؟ دا اوس فقط يو څو زورواكو په ننګرهار كې سور اور بل كړى، خو والي او امنيه قوماندان خو پرېږده چې ولسمشر هم ورته څه نه شي ويلى وايي:

ګرده كلاګۍ ده؛ په كې ناسته توتكۍ ده

ولسمشر په ارګ كې ناست دى، په همدې خوښ دى چې په راډيو او تلويزيون كې يې نوم اخيستل كېږي، بهرني سفرونه كوي، د كابينې غونډې جوړوي خو د هېواد د سمسكي په اړه هېڅ تصميم نه شي نيولاى، دې ته هم وايي حكومت!

عبدالرحمن خان چې په هېواد كې له امنيتي پلوه كوم حالت راوست پخپله هغه وصيتنامه كې چې خپل زوى ته يې ليكلې وايي چې كوم امنيتي حالت ما راوستى دا به لږ تر لږه دېرش كاله دوام كوي، ريښتيا هم چې دې حالت ۲۸ كاله دوام وكړاى شو. كه چېرې امان ا… خان د بې وخته اصلاحاتو او بې وخته څو مياشتني بهرني سفر اشتباه نه واى كړې، نه به د سقاوي زوي حبيب ا… كلكاني سر راپورته كړى واى او نه محمد افضل خان او محمد علم خان؛ خو هغه د وخت حساسيت درك نه كړاى شو او بې وخته يې د اصلاحاتو بين پوك واهه چې په نتيجه كې يې پاچاهي هم لاړه او هېواد هم د طوفانونو غېږ ته وسپارل شو.

زموږ اوسني واكمنان هم بايد له تاريخه درس واخلي، دا اوسنۍ انارشي نوره ملت ته د زغم وړ نه ده بايد دا حالت څومره چې ژر كېداى شي بدلون ومومي. زه په ډېره زغرده وايم چې دا حالات په جينګ جان نه شي سمېدلاى؛ لكه چې وايي كږه خوله په سوك سمېږي دا ډېره پر ځاى خبره ده.

زه دا نه وايم چې ولسمشر دې استبداد ته مخه كړي او دى دې هم د عبدالرحمن خان په څېر كله منارونه ودروي، خو له دې نه چاره نه لري چې بايد قانون پلى كړي؛ غاصب محاكمه كړه، قاتل محاكمه كړه، جاسوس محاكمه كړه، خاين محاكمه كړه، حالات پخپله سمېږي او كه نه پر هر څه سترګې پټوه په دې صورت كې خداى مني كه په سل كاله كې هم حالات كابو كړې. د خداى لپاره يو والي دا څو كاله ورسره پنجه وركړې، پخواني ولسمشر هم پرې سترګې پټې كړې او اوسني هم. فردوسي وايي:

منش ساختم رستم داستان

و ګر نه يلى بود در سيستان

 

خو تاسې ډارن ارګ ميشتي ياست چې پرې مو ښودل چې هر څوك ښكرونه وكړي، كه پر يوه مو پر ځاى نه بېځايه، ښكرونه مات كړي واى، بل ښكرور نه پيدا كېده.

دا وګورئ

د اسلامي امت ستونزې اساسي حل غواړي

ف، فايض زه چې دا كرښې كاږم (۱۳۹۶\۹\۱۹) نېټه د يكشنبې ورځ ده، تر دې ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *