چهارشنبه , فبروري 21 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / عرب نیوز: ایران د افغانانو له بېوزلۍ ګټه اخلي او د سوريې جګړې ته يې لېږي

عرب نیوز: ایران د افغانانو له بېوزلۍ ګټه اخلي او د سوريې جګړې ته يې لېږي

 

یوه شپه پر موږ سخت برید وشو او ۲۰۰ افغانان ووژل شول، زه د هغو ۳۰ کسانو په ډله کې وم چې په دغې شپې ټپیان شول(په سوریه کې افغان جنګیالی)

ریاض – عرب نیوز ورځپاڼې لیکلي چې ایران د افغانانو له بېوزلۍ ناوړه ګټه اخلي او د سوريې جګړې ته يې لېږي.

عرب نیوز لیکلي چې یو شمېر افغانانو د بېوزلۍ او مذهبي دلایلو له امله په سوریه کې د ایران په پلوۍ جګړه کې برخه اخیستې ده. د ورځپاڼې په وینا، مادي امکانات چې له جنګیالیو سره ژمنه شوې، هغه بل لامل دی چې بې روزګاره افغانان د سوریې په جګړه کې ګډون ته هڅوي.

ورځپاڼه زیاتوي، د اټکل له مخې شاوخوا ۷۰۰ زره افغانان په ایران کې په ناقانونه توګه ژوند کوي او دا هغه څه دي چې د ایران چارواکو ته یې د سوریې د جګړې لپاره د جنګیالیو د هڅولو ښه زمینه برابره کړې ده.

عرب نیوز د عبدالحمید په نوم د یوه افغان خبرې راخیستې چې د بامیانو اوسېدونکی دی.

د هغه په خبره، په سوریه کې یې جګړه کړې ده.

عبدالحمید عرب نیوز ته ويلي، هلته يې د پاکستان، عراق او لبنان جنګیالي هم لیدلي دي.

نوموړي زياته كړې: “یوه شپه پر موږ سخت برید وشو او ۲۰۰ افغانان ووژل شول، زه د هغو ۳۰ کسانو په ډله کې وم چې په دغې شپې ټپیان شول”.

دا وګورئ

حکومت له جمعیت سره د عبدالکریم خدام د لرې کېدو پر سر معامله کړې

حکومت منلې چې خدام به د سولې شورا د مرستیال، ضیاء الدین ضیاء د سمنګان ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *