دوشنبه , اکتوبر 23 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / امريكايي منطق هر افغان ترهګر بولي

امريكايي منطق هر افغان ترهګر بولي

بهرنيو ځواكونو په هسكه مينه كې د دوى په بمبارۍ كې د ملكي وګړو د وژلو خبر رد كړى او د دوى ادعا ده چې په موټر كې سپاره كسان د جګړې په مشورو او تياريو بوخت وو. دا په داسې حال كې ده چې د ننګرهار د ولايتي شورا غړي ادعا كوي چې لومړى يو تونس نښه شوى چې د ښځو او ماشومانو په شمول اته تنه د يوې كورنۍ غړي پكې شهيدان شوي، وروسته بيا په عامو خلكو بيا بمباري شوې چې اته تنه نور هلته شهيدان شوي دي.

د بهرنيو ځواكونو غبرګون او ځواب په دغسې بريدونو كې معلوم دى، دا د نن نه بلكې له كلونو راهيسې د دوى ځواب دى چې بې طرفه نړيوالو لوريو هم ډېر ځله د دوى ادعاوې غلطې بللې او دا يې تائيد كړې چې بې ګناه ملكي كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د كندز په ښار كې د بې پولي ډاكټرانو پر روغتون بريد او تر شلو زياتو ډاكټرانو او ناروغانو وژل يې يو سارى دى. هغه مهال بهرنيانو او د دوى افغاني اردليانو ادعا درلوده چې دا د طالبانو د قوماندې مركز ؤ، وروسته څېړنو هر څه افشا كړل.

د بهرنيو ځواكونو استدلال هماغه د امريكا د پخواني مرستيال ولسمشر جوبايډن ځواب دى، نوموړي پخواني ولسمشر حامد كرزي ته په پكتيكا كې د امريكايي ځواكونو له لوري پر سپيانو د عامو خلكو د داړلو په غبرګون كې ويلي وو: امريكايي سپيان چې څوك وداړي هغه خامخا ترهګر دي!!

په دې حساب امريكا ته د افغانستان په خاوره كې د خلكو وژل د ترهګرو وژل ښكاري، دا يو ځل نه په لسګونو ځله ثابته شوې ده چې امريكايي پوځ په افغانستان كې د عام ولس او دښمن توپير نه كوي، كله چې كوم غږ په دې اړه پورته شوى د دوى استدلال همدغه دى چې دوى ترهګر وژلي دي.

د ۲۰۱۰ په لومړيو كې د ګلوبل پوست ورځپاڼې ژورناليستې جين مكنزي يو راپور په همدې ورځپاڼه كې خپور شو چې په ننګرهار كې د يوه امريكايي پوځي له خولې چې نوى له عملياتو راستون شوى ليكي:

ما شل تنه بد خلك (ترهګر) ووژل.

څه وپوهېدې چې بد خلك دي؟

ساده خبره ده، خيرن وو، ږيرې يې درلودې بوټونه يې په پښو وو!!

دا د امريكايي پوځي او د دوى د چارواكيو منطق دى، اوس پر افغانانو ده چې د دې وحشت له منګولو نه څه ډول خپل ولس وژغوري!!

دا وګورئ

تشريفاتي خواخوږي ناورين نه ختموي!

ولسمشر غني پرون سهار د ګردېز د وروستي بريد د غمځپليو كورنيو د تسليت لپاره ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *