شنبه , اګست 19 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / ايا ننګرهار د طالب او داعش د يوه بل ټكر پر درشل ولاړ دى؟

ايا ننګرهار د طالب او داعش د يوه بل ټكر پر درشل ولاړ دى؟

عزيز چوپان

پخوا تر دې چې داعش په ننګرهار كې سر راپورته كړي، امريكايي نظامي مقاماتو دا وړاندوينه وكړه چې اچين به د داعش پر ستر مركز بدل شي، لږه موده وروسته داعش ريښتيا هم په اچين كې سر راپورته كړ. د داعش د هغه وخت له تحركاتو نه معلومېده چې غوښتل يې ټول ننګرهار ونيسي او د طالب ټغر له ننګرهاره ټول كړي، بيا به داعش پاتې شي او افغان دولت. د داعش پروګرام هغه مهال دا و چې ټولې هغه ولسوالۍ ونيسي چې د سپين غره په لمن كې پرتې دي يا له ختيځه د لوېديځ په امتداد د ننګرهار جنوبي ولسوالۍ. داعش په يوه منډه د خوږياڼيو تر شيرزاد ولسوالۍ پورې ورسېدل، هغه مهال پر طالبانو هم د وېرې تبه ناسته وه او ولس ته يې هم بلنه وركړه چې د دوى په ننګه ودرېږي.

طالبانو هم له نورو ولايتونو نه خپل جنګيالي د ننګرهار خوږياڼيو ته راوغوښتل، د داعش پر وړاندې جګړه پيل شوه او بېرته يې پر اچين وسپارل او طالبانو هم ايله د ارام   ساه واخيسته. د افغان ملت ګوند مشر ښاغلي ستانه ګل شيرزاد څو ځلې په خپلو تلويزيوني مركو كې وويل چې داعشيان وايي چې د شيرزادو خلك ډېر زړور او ننګيالي خلك دي، خو چې مسلمانان واى. داعش هغه چا ته چې د دوى سړى نه دي مسلمان نه وايي. دغسې يو لنډو تنګ نظر طالب هم لري دا چې پر دوى زياتره د «خوارجو» تور پورې كېږي علت يې دا دى چې هغه د دوى د دې خبرې په مصدق چې هم كوزه است و هم كوزه ګر و هم ګل كوزه، دوى پخپله هم پوليس دي، هم څارنوالان، هم قاضيان او هم مفتيان، حال دا چې دا يوه ډېره نازكه مسأله ده چې يو سړى مسلمان ته كافر ووايي نو د بخاري شريف د حديث په مصداق په دې دوو كې به يو كافر وي كه چا ته د كفر نسبت كوي، هغه مسلمان وي، نو د كفر كلمه بېرته ويونكي ته ورګرځي، خو هغه چې وايي چې علم يې كم وي، تل پر كور غم وي، د هغه مصداق همدغه ځاى دى. دا د بې علمه تكفير وسله، هغه وسله ده چې بل چا په لاس وركړې ده نو چې اس پردى هغه دى خپله؛ چې نه يې زغلوې؛ نو كله؟

په هر حال په لومړي سر كې چې داعشيانو په هلمند او زابل كې سر راپورته كړ، افغان حكومت د دې خبرې تكذيب وكړ او ويې ويل چې دا همغه طالبان دي چې د سپين بيرغ پر ځاى يې تور بيرغ پورته كړى، نور كوم نوى ګام نه دى اخيستل شوى چې د ډېرې اندېښنې وړ وي. په ځانګړې توګه د ملي امنيت مشاور ښاغلي حنيف اتمر په ډېره كلكه د يوه مستقل قوت په حيث د داعش د موجوديت ترديد وكړ؛ خو نپوهېږم چې اوس ښاغلى اتمر د داعش موجوديت څه ډول توجيه كوي اتمر صاحب ولې د ملت «پر» څملاوه او اغفالاوه يې.

كله چې په ننګرهار كې و طالب د داعش جګړه ونښته؛ نو د ننګرهار د هغه مهال د والي سليم خان كندوزي نه وپوښتل شول چې حكومت ولې په دې منځ كې چوپ دى؟ د هغه ځواب دا و چې دا دواړه زموږ دښمنان دي، پرېږده چې دوى پخپلو كې سره ووهي او موږ يې سيل كوو. د هغه مهال د والي پر دې خبره ډېرې نيوكې وشوې او ډېرو دا د والي له حالاتو نه د ناخبرتيا دليل ګاڼه؛ خو حقيقت دا دى چې خلك نه وو خبر، والي خو هغه څه ويل چې ورته ويل شوي وو. والي پر دې پوهېده چې د داعش تر شا څوك دي او د داعش د پروژې ماموريت څه دى؛ خو هغه مهال زموږ خلك پوره نه پوهېدل او د ډېرو خو ښايي اوس هم پر دې خبره سر نه وي خلاص.

په هر حال عام تصور هم همدا و او لا هم دى او حقيقت هم همدا دى چې امريكا غوښتل د طالب ټغر ټول كړي او د وسله وال مخالفت توپك يواځې د داعش پر وليو كړي؛ خو زما په اند دوې خبرې دي چې حالات يوڅه پر بله ولاړل:

يو دا چې طالب تر ډېره په ولس كې څه نا څه ريښې ځغلولې دي.

دوهم دا چې پاكستان له امريكا سره په خوله خوږ او په زړه كوږ دى او پاكستان خو ځكه مهم و چې هم د مجاهد په څنګ كې پاتې شوى و هم د طالب او اوس د داعش تر شا هم لكه چې دا اوس هم د داعش په ليكو كې زياتره اوركزي او د كوزې پښتونخوا د نورو سيمو خلك او عمدتاً پاكستاني ملېشې حضور لري، له همدې لامله له افغان ولس سره په ډېر قساوت چلند كوي.

سږ كال (۲۰۱۷) امريكا په اچين كې ظاهراً پر داعش هغه بم استعمال كړ چې د ټولو بمونو د مور نوم وركړل شوى دى؛ خو ډېر ژر امريكايي مقاماتو پخپله خپله لمن پر سر راواړوله او ويي ويل چې: پر دې موږ شمالي كوريا وېروله. همدارنګه دا بم روسيې ته هم يو ګواښ و؛ خو روسانو وويل چې كه تاسې د بمونو مور لرئ موږ يې پلار لرو.

عجيبه دا ده چې د يوې ترخې ماضي تر شا ته پرېښودو وروسته پاكستان او روسيه دومره سره خواږه او نژدې شول چې د ۲۰۱۶ په وروستيو كې يې ګډ پوځي تمرينات وكړل. دې نژدې كېدو دې ته زمينه مساعده كړه چې طالبان له روسانو سره نژدې شي، په دې توګه طالبان د روسانو په وسيله تقويه كړاى شول. كه څه هم چې ايران هم د طالبانو شا ته ودرېد؛ خو ښايي پاكستان به پر دې خبره خوښ ځكه نه و چې پاكستان ويرېده چې طالبان د ايران په وسيله زموږ له مداره ونه وځي، لكه چې د همدې حدس و ګومان په نتيجه كې ملامنصور د پاكستان په سپارښتنه د امريكا د بې پيلوټه الوتكې ډرون په وسيله ووژل شو. رسنيو هغه ته د يوه نژدې كس په حواله دا خبره افشا كړه چې ملا منصور پر دې پوه و چې پاكستان يې وژني ځكه هغه د پاكستان ډېر فرمايشات نه منل. حقيقت دا دى كومه دښمني چې پاكستان له افغانستان سره وكړه، اسرائيلو به له فلسطينيانو سره هم نه وي كړې.

په هر حال دا اوس معلومه ده چې امريكا داعش تقويه كول او طالب كمزوري كول غواړي. امريكا لا هم د پاكستان په مرسته ننګرهار د داعش پر لوى كور د بدلولو په تكل كې ده، له همدې لامله دا اوس له ننګرهاره د را رسېدلو محلي خبرونو پر اساس طالبانو له هلمنده خپل يو شمېر جنګيالي راوستي دي او د ننګرهار په خوږياڼيو او د سره رود په بره برخه كې يې ځاى پر ځاى كړي دي. د دې قوي احتمال دى چې طالبان له داعش سره د يوه داسې ټكر لپاره ځان چمتو كوي چې غواړي يا داعش په ننګرهار كې كاملا نابود كړي يا يې داسې مهار كړي چې د حركت جوګه پاتې نه شي، دا چې نتيجه به څه راوځي دې ته به وخت ځواب وايي، خو ما ته پخپله په دې اړه د افغان حكومت سياست ډېر عجيب ښكاري. داسې خبرونه هم خوله پر خوله ګرځي چې ارګ د داعش د تقويت ماموريت لري. حكومت چې له تورې بوړې نه د داعش د پر شا كولو كومه ادعا كوي په ولسي جرګه كې د ننګرهار د خلكو استازي حاجي عبدالظاهر قدير هغه له كابل نيوز سره په يوه مركه كې رد كړه او ويې ويل چې د تورې بوړې پر اويا سلنه برخه اوس هم داعش قابض دي. د حكومت مرموز سياست واقعاً د سوال وړ دى، موږ لا هم نه پوهېږو چې حكومت له داعش سره دى كه له ولس سره، ځكه حكومت د ولس رايې رد كړې او د امريكا په خوښه يې د ملي وحدت په نامه حكومت جوړ كړ اوس نو واقعاً حكومت ته د امريكا خوښه مهمه ده؛ نه د ولس خو حالات داسې ښيي چې ننګرهار ښايي يو ځل بيا د طالب او داعش د ټكر پر محل بدل شي، دا چې څوك به يې ګټي، څوك به يې بايلي ولس ته يو هم په خير نه دى؛ بلكې اوس د ولس اندېښنه پر دې ده چې يو ځل بيا به د جنګ په اور كې لولپه كېږي.

دا وګورئ

به بهانۀ تجلیل از نودوهشتمین سالگرد استرداد استقلال کشور، باید «جغرافیای حرف» را دانست و رعایت کرد

  ف، فایض این اصطلاح، از اصطلاحات خاص معلم شهید دکتور علی شریعتی است که ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *