دوشنبه , اکتوبر 23 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د چارو شنونکي:  امریکا د طالبانو هغه مشران وژني چې د سولې خبرو ته لېواله دي

د چارو شنونکي:  امریکا د طالبانو هغه مشران وژني چې د سولې خبرو ته لېواله دي

 

اخترمحمد منصور د سولې خبرو ته لېواله و او له مرګ وړاندې یې له خپلو قوماندانانو سره د سولې خبرو په اړه مشورتي مجلس راغوښتی و

 دغه هېواد د طالبانو او د هغوی د مشرانو پرضد جګړه له دې امله شدیده کړې، چې له ایران او روسیې سره یې اړیکې تر پخوا ډېرې شوې دي

امریکايي چارواکي داسې فکر کوي، چې په طالبانو کې د تهران او مسکو نفوذ ډېر شوی او نور دا ډله ددوی له کنټروله وتلې ده

کابل – د امریکا متحده ایالات نه غواړي په افغانستان کې ښکیلې جنګیالۍ ډلې ددوی له کنټرول او نفوذه بهر شي.

امریکا د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې طالبان خپل دښمنان نه ګڼل، خو له روسیې او ایران سره د طالبانو د مشرانو اړیکو واشنګټن دې نتیجې ته رسولی، چې دا ډله نوره ددوی او ددوی د جنجالي متحد پاکستان له واکه وتلې او باید وځپل شي.

د چارو د شنونکي احمد وحید مژده او د طالبانو پخوانی چارواکی اکبراغا په باور ، متحده ایالاتو د پاکستان په مرسته له ۲۰۱۰ کال نه تر ۲۰۱۶ کال پورې له سولې سره د مخالفت په نوم د طالبانو د مشرتابه هغه غړي وژلي، یا نیولي، چې له افغان حکومت سره یې د سولې او پخلاینې خبرو ته لیوالتیا ښودلې او یایې هم د ملا منصور په څېر له ایران او روسیې سره اړیکې ټینګې کړې دي.

د طالبانو د مشر ملامحمد عمر پخوانی نایب ملا غني برادر او ددې ډلې وژل شوی مشر، ملا منصور دواړه اوس دداسې کسانو په توګه یادیږي، چې د سولې خبرو اترو پر لور یې تمایل درلود.

د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم په خپل وروستي رپوټ کې دا راز افشا کړی، چې د طالبانو مخکینی مشر ملا اخترمحمد منصور د سولې خبرو اترو پلوی او د پاکستان جدي مخالف و.  ملا منصور د ۲۰۱۶ کال په مئ میاشت کې په داسې حال کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې د توغندیو ښکار شو، چې تازه له ایران نه راستون شوی و او له شا نه د پاکستاني ځواکونو تر تعقیب لاندې و.

د منصور له مرګ وروسته، کابل او واشنګټن نوموړی د سولې پر وړاندې خنډ او خطر بللی و.

شنونکي د پاکستان په مري سیمه کې د سولې له خبرو سره هممهاله د کابل په شاه شهید کې مرګونې چاودنه او د ملامحمد عمر د مرګ اعلان د سولې خبرو د بې اغیزې کولو او ناکامولو هڅې ګڼي.

له ایران او روسیې سره د طالبانو د اړیکو تر ټینګېدو وروسته، ددې ډلې پرضد د امریکا تبلیغات او جګړه ییز فشار په داسې حال کې دي، چې له دې وړاندې امریکايي چارواکو افغان دولت ته ویلي و، چې طالبان د دوی دښمنان نه دي او نه هم ددوی خلاف جګړه کوي.

دا وګورئ

ولسمشر غني له رېکس ټېلرسن سره د کتنې لپاره هند ته ځي

ټاکل شوې وه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د هند او پاکستان ترڅنګ افغانستان ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *